karzai in kabul

دمایوسۍ اپلتې !

پرون یوځلې بیا ولس مشرکرزي په هلمند کې دطالبانو اوامریکایانو دجوړجاړي او خبرو په اړه خپلې مخکینۍ څرګندونې تکرارکړلې، هغه څرګندونې چې هم طالبانو هم امریکایانو اوهم خپله دښاغلي کرزي پلویانو  په یوه خوله ناسمې اوله حقیقته لیري بللې وې.

دالومړی ځل دی چې دکرزي دڅرګندونو په ناسموالي باندې په افغانستان کې دټولو متنازعو لوریو متفقه اجماع راغلې.

اوس دلته پوښتنه داده چې دولسمشر مجبوریت څه دی چې  داشانې لا یعقلې څرګندونې  ترخوله راباسي  چې په ناسموالي یې دده تردښمنانو له مخه دده صمیمي دوستان !!! د بطلان کرښه راکاږي؟

حکماء وايي تکلم (خبرې) دذهني تفکر محصول دي ، اوریښتیاهم په کومه ورځ چې ښاغلي کرزي دغه توضیحات  کولو هغه مهال نوموړی تربل هروخت زیات ترسختي ذهني مخمصې لاندې وه ؛ ځکه په هماغه ورځ  نوموړی دافغانستان دمنتخب ولسمشر !!! په توګه په خپلوټولو التی ماتومونو اوفرمانونوکې کورټ پاتې راغلی وه ، دبګرام محبس واک چې نوموړی یې دخپل ملي حاکمیت !!! خلاف بولي لاهم امریکانوله ځان سره ساتلی وه، دمیدان وردګوپه ولایت کې امریکايي یرغلګرو لاهم دده دصادرکړی احساساتي فرمان برخلاف خپلو بدمعاشیوته هماغسي دوام ورکړی وه،او دهیواد په ګوټ ګوټ کې دامریکایانو لخوادولسي بیوزله وګړو وژنو اوبمبارولوخونړۍ لړۍ لا کمافي السابق ادامه لرله .

هسي خو دښاغلی کرزي ټوله دولس کلنه واکمني په همداسې غیرقابل اجراء فرمانونو ،غیرمؤثرو هیأتونو اوغیر ارادي ګواښونو تیره شوه ، مګر داځل دده له بده مرغه  د ده د فرمانونو اوګواښونوترمنځ واټن ډیر کم وه چې په پایله که یې  هرڅه په په داسې توګه سره راسربیره کړل چې دښاغلي کرزي ماهیت اوولسمشریز!!! اصلي صلاحیت یې  ټولو ته ښه څرګند، اوهرڅوک په دي وپوهیدل چې ښایې کرزی دنړۍ په کچه لومړنی ولسمشروي چې د واکمنۍ ساحه یې دولسمشریزې ماڼۍ له دیوالو لیږ ورهاخوا دده له اختیاره بهرده.

اوس هم ښاغلی کرزی ډیر تکړه دی  چې په داسې یوه مفتضحانه حالت کې بیاهم په  خپلو ناروغه اعصابو کنټرول لری که  د ده په ځای کوم بل څوک له داسې خجالت اوبی حیثیتي سره مخ شوی وای ښايي تردې یې هم زیاتې اپلتې ترخوله وتلې  وای .

اصلي خبره داده چې ولس مشر کرزي په پیل کې یا خپل صلاحیت نه دی پیژندلی اویايې دپیژندلو په اړه ځان په تجاهل کې اچولی؛ ځکه یوڅوک چې دخپل ولس دارادې برخلاف دپردو یو دبمونو اوکروزونوپه زورپه ولس تحمیل شي دهغه بیاټول واکونه او صلاحیتونه هم دپرديو په اختیار کې وي ، ښاغلی کرزی باید دغه حقیقت درک کړی اوپه داشاني ناسموڅرګندونو سره دخپلو ولي نعمتانو(امریکایانو) دپریمانه احساناتو دناشکري اونمک حرامي پور په غاړه وانخلي.

انسان دخپل بشري فطرت له مخې ډیر کمزوری دی کله ناکله دژوندانه له داسې ناسازګاره شرائطوسره مخ شي چې دسمواوناسموتوپیر تري ورک شي ،په ښاغلی کرزي باندې دخپلې بیصلاحیته واکمنۍ ترټولو ترخې اوناسازګاره شیبي همدغه شپې ورځې دي چې نه يې صمیمي دوستان (امریکایان ) خبره مني ،نه یې ولس دبیوسۍ فریاد آوري اونه یې مخالفین(طالبان) په مکررو بیواکه وړاندیزونوغوږ ګروي ،دټولو لخوا له سختې مایوسۍ اوبیوسۍ سره مخ دی ،همدا لامل دی چې دمایوسي محصول یې په ذهن مسلط او په تعبیرکې ترخوله هغه څه را وزي چې تراوریدو وروسته یې دی خپله هم په ناسموالي حکم کوي .

شاهد غزنیوال

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د