د پاکستاني واکمنو سره ډېر احتیاط په کار دی!

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

عبدالمالک همت
لکه چي خبريو په دې وروستيو کي په افغانستان کي د سولي د راوستلو تر نامه لاندي پاکستاني طاغوت پال زیات پر خوځښت راغلي دی، ها خوا دې خوا خورا زیاتي منډي ترړي وهي او د سولي د رحمت د اورښت د ککوو غوندي تږو وګړو ته يې زیاتي درواغجني هيلي پیدا کړي دي. خو حقيقت دادی چي د دې لوبي له پر لاره اچولو څخه د پاکستاني واکمنو موخه دانه ده چي په ګران او ژوبل ژوبل هيواد افغانستان کي رشتيانۍ سوله ټينګه سي او زموږ ځپلي ځيځېرلي خلک د سولي او امنيت په توده غېږ او هوا او فضا کي د آرامۍ او هوسايۍ سا واخلي. د پاکستان دې لنډکي تاريخ ثابته کړې ده چي پر دغه هيواد باندي له لومړيو څخه تر اوسه د امريکې د استخباراتو او د دغو استخباراتو د مرستندويو جاسوسي شبکو په تنستو کي ښکېلو غلامو عناصرو په يوه نامه او بل نامه د امريکا په خوش خدمتي کي واک چلولی او نه داچي خپل خلک او د هغو ګټي يې د امريکې د ګټو قرباني کړي، بلکي په سیمه او نړۍ کي يې هم امريکايي طاغوتانو او د هغو پلویانو ته په پرله پسې توګه چوپړ وهلی دی. خير دی که خبري هم څه اوږديږي موږ به په لنډو ټکو کي د دې چوپړ یو دوې بېلګې یادي کړو.
يومهال د اردن امريکا پلوي پاچا ملک حسين ته اندېښنه پيدا سوه چي کېداى سي وسله وال فلسطيني ګوريلاګان د ده واکمنۍ ته خطره سي او په دې کار کي ښايي د سوريې حکومت ( چي د شوروي ملاتړ ورسره وو) د دوى مرسته وکړي.
نو هغه وو چي اردن د فلسطيني مهاجرو او ګوريلاوو څخه د بېغمه کېدو په موخه، د ١٩٧٠م.کال په ستمبر کي د هغو په خلاف په عملياتو ګوتي پوري کړې. دغه عمليات د ” تور ستمبر د عملياتو“ په نامه مشهور سول. د دې عملياتو په بهير کي د اردن سره د اسرائيلو جاسوسانو مرسته کول. په داسي حال کي چي د دې عملياتو څارنه او مشري د پاکستان د پلاوي په مشري ورغلي يوه پوځي افسر برېګډېر ضياء الحق کول. (١) د دې عملياتو په پايله کي تر پنځه دېرشو زرو زيات فلسطينيان شهيدان سول. دغه پوځي افسر تر دې وروسته بېرته خپل هيواد ته ستون سو. بيا په ډېره لږ موده کي جنرال سو. بيا د پوځ رئيس ارکان وټاکل سو. بيا يې ملکي حکومت راوپرځاوه او په خپله مشري يې مارشلايي حکومت رامنځ ته کړ. ورپسې يې لومړى وزير د قتل په يوه دروغجنه دوسيه متهم او اعدام کړ.
بیا کله چي امريکايي نړۍ خورو پر ګران افغانستان یرغل راوړ، پاکستاني بې همته جنرال پرویز مشرف او د هغه واکمني ډلي د اسلام، مسلمانانو، خپل هيواد، خپلوهيوادوالواو زموږ د هيواد او خلکو او شرعي او قانوني واکمنو طالبانو د خوښي او ګټو پر ضد د ښکېلاکګرو امريکايانو خوا ونيول، خپل پوځي تاسيسات يې د امريکې د اشغالګرو پوځيانو په واک کي ورکړل، چي له هغه مهاله تراوسه پاکستاني استخبارات، پوليس او پوځ د امريکې د استخباراتو او پوځيانو سره د افغانستان او افغانانو پرضد ډول ډول مرستي کوي، د امريکې بې پېلوټه الوتکي د پاکستان له پوځي اډو څخه د افغانستان د پولي په هغه او دې خواکي مجاهدين او بې ګناهان بمباردوی، د امريکايي اشغال ټول اکمالات د پاکستان له لاري کيږي او دا ډېر پرله پسې کلونه د امريکې تر تعقيب لاندي افغاني، عربي، پاکستاني او اسلامي شخصيتونه نيسي امريکايانو ته يې سپاري او يا يې په خپلو تورو بنديخانو کي کړوي او وژني.
د دې او داسي نورو ډېرو لڅو او پټو خدمتونو په مقابل کي پاکستاني واکمن له امريکې څخه پر نغدي غوښتنو بډو سربېره د خپلو ځانونو او پلويانو پټ او ښکاره ملاتړ تر لاسه کوي او په نورو بېلوبېلو ساحو کي په مليارډونو ډالره مرستي ځني اخلي. په دې ټوګه د پاکستان د اقتصاد او عوایدو يوه لويه برخه دغه ډول مرستي تشکيلوي.
اوس هم پاکستاني چالاک چارواکي د افغانستان د سولي په اړه له پرلار اچولي ډرامې څخه څو موخي ترلاسه کوي. تر هرڅه دمخه باید دې ته پام وسي چي پاکستاني مقامات په دې اړه د امريکې په اشاره او تفاهم پرخوځښت راغلي دي. بل داچي د خپل پلوي چين په را دخيلولو سره يې خپل رقيب هند شاته کړی دی. بل داښيي چي ګواکي طالبان د دوی خلک دي، هرڅه چي دوی کوي ګويا د طالبانو په قيموميت او کاخوايي يې کوي. بل داچي د کابل ادارې ته ښيي چي موږ هرڅه کولای سو او موږ ته اړياست، موږ امريکې او نورو ته په غلامي کي ترتاسي ډېر سابقه داره او ورتېر يو نو باید موږ ته په غوښن ارزښت قایل سئ او په افغانستان کي د هند بوختياووته موکه ورنه کړئ. له بله پلوه د دې ټولو خبرو ترڅنګ د ډېورنډ د کرښي خبره هم په پټه او غير مستقيم ډول تر بحث لاندي ده.
اوس سوال دا پیدا کيږي چي په دې حساسو شېبو کي او د کورنيو او نړۍ والو رسنيو د دې بې جلوه ډنډورو په دې توپان کي دا طالبان ولي تر دې ګړيه چوپه خوله دي. د دوی ولي هيڅ ږغ نه پورته کيږي؟ دا د قطر دفتر يا سياسي کميسیون چيري دی؟ او د دې نورو لوړ پوړو طالب چارواکو څنګه طاقت سوی دی چي څه ونه وايي؟
په هر صورت په وير او خواشينۍ سره بايد وويل سي چي د سولي په نامه له روان بهير څخه د پردو د ګټو تامين او پر دې ګټو باندي د تفاهم رسېدو ته هلي ځلي کيږي، نه د افغانستان د ويرژلو خلکو د مصایبو او بوخلو له منځه تلو ته!
نو څه باید وسي؟
ــ طالبان دي له يوه آدرسه د سولي په نامه د اوسنيو روانو خبرو په باب خپل دريځ روښانه کړي. د پاکستاني واکمنو د قيموميت په اړه دي هم خپل موقف څرګند کړي. (دغو بې خاصیته عناصرو ته د مداخلې اجازه ورکول خطا کار دی. وايي: ” آزموده را آزمودن خطاست“. يا: ” چي ترملکه دي کړه نو ورکه دي کړه“. که د دغو انسي شيطانانو په وړاندي هوښيار ونه اوسئ، ګورئ چي بیا د امريکې د اشغال د هماغو لومړيو وختونو کانې دروکړي!
ــ طالبان دي د خپل اړوند کميسيون له لاري په خپله او په مستقله توګه د سولي طرح په ښه واضح توګه وړاندي کړي او دادي هم څرګنده کړي چي بې له دغه آدرسه د نورو خلکو خبري د اعتبار وړ نه دی.
ــ اوسني شرایط داسي راجوړ سوي دي چي د طالبانو له خوا يوازي د امريکايانو یا يوازي د کابل د ادارې سره د سولي خبري ښايي نیمګړي پايلي ولري، نو لازمه ده چي د امريکې سره د کابل ادارې په ګډون خبري وسي، څو بیا د توافق په صورت کي امريکې يا د کابل ادارې ته د ناغېړيو او پلمو موکه په لاس ورنه سي. او که امريکه او کابل بې واکه او بې صلاحيته اداره په ګډه د سولي طرح نه وړاندي کوي او يوځای د طالبانو سره سولي ته نه کښېني (چي رښتيا هم نه کښېني) نو باید ټول پوه سو چي نه امریکه سوله غواړي او نه يې افغاني او پاکستاني غلامان. بیا به نو څه چي د لوی څښتن اراده وه هغه به کيږي او موږ ټول به يې ارادې ته غاړه ږدو والسلام.
————–
(١) جنرال محمد ضياء الحق د ١٩٢٤م.کال د اګست پر ١٢مه د پنجاب په جالندر کي وزېږېد. پلار يې محمد اکرم نومي د انګرېزانو په وسله وال پوځ کي د ښوونکي په توګه دنده تر سره کول. ضياء الحق لومړنۍ زده کړي د شملې له ښوونځي څخه ترلاسه کړې. وروسته يې په ډيلي کي د انګرېزانوله سنټ سټيفن کالج څخه ليسانس ترلاسه کړ.
په ١٩٤٣م.کال د انګرېزانوپوځ ته شامل سو. په دوهمه نړيواله جګړه کي يې د انګرېزانو په پوځ کي په برما، ملايا او اندونيزيا کي دندي تر سره کړې. کله چي پاکستان جوړ سو پاکستاني پوځ ته شامل سو. بيا يې په ١٩٦٣ او ١٩٦٤ کلونو کي د امريکې د لوړو پوځي زده کړو( ارکان حربۍ) په پوهنځي کي لوړي زده کړي ترلاسه کړې. د ١٩٧٦کال د اپريل په لومړۍ نېټه د پاکستان پخواني لومړي وزير ذوالفقار علي بوټو د پوځ د رئيس ارکان په توګه وټاکى. ( په داسي حال کي چي د پاکستان په پوځ کي پنځه تنه داسي جنرالان وه چي په رتبه او سابقه تر ده دمخه وه). بيا هغه وو چي په ١٩٧٧م.کال يې منتخب لومړي وزير ذوالفقار علي بوټو له واکه راوپرځاوه، خپل پوځي حکومت يې رامنځ ته او بوټو يې اعدام کړ. بيا تر يوولسو کالو واکمنۍ وروسته په ١٩٨٨کال په هواکي د الوتکي د چاودني په پېښه کي ووژل سو.
لکه چي په الجزيره نیټ کي وايي : د جان ګونټر ډين په نامه يوه لوړپوړي امريکايي ديپلومات په خپل کتاب کي څرګنده کړې ده چي د ضياء الحق او د امريکې د سفير ارنولډ رافيل ( او يوه امريکايي جنرال هربرت واسوم ) د سپرلۍ د الوتکي په منفجر کولو کي د اسرائيلو د جاسوسۍ شبکې موساد، د امريکې سي آى اې او هندي استخباراتو لاس درلود. ځکه دغه درېواړه هيوادونه له جنرال ضياء الحق څخه بېرېدل او ورته څرګنده سوې وه چي ضياء الحق پاکستان د ” اسلامي اټومي بم “ خاوند کوي. دغه راز ډين ته د څېړنو په پايله کي څرګنده سوې ده چي د اسرائيلو او امريکي د استخباراتو د امريکايي سفير سره هم نه وه جوړه.

avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

محترم لیکوال همت صاحب الله داجرونه درکړی زه به دا ووایم چی تاسو لږ مخکی لار شی د قاعد اعظم تاریخ وګوری چی سوک وو او سه رقم ته دمجاهدینو چی انګریزانو سره جنګیدلو داسلامی نظام دپاره تول قربانی باندی خپله مکاری وچلاوه اوتول یی خپل نوم باندی وکاوو ددی په باره کی رازی چی شیعه وو خو نه بلکی فری میسن غړی وو خوزه به دا ووایم چی ددنیا دچلولو دپاره یهودیان بیا هغه کی زایونستان او بیا دفریمیسن خلک دی چی دفرعون نقش باندی روان دی او صرف دشیطان بیا دوی دیوی سترګو والا خدای(دجال) عبادت کوی او… نور لوستل »

غوربندي
میلمه
غوربندي

همت صيب تاسو ته سلامونه أو احترام ستاسو ليكنه أو معلومات ما ته جالب دي، ما د ضیا الحق باره کی د د تیر جهاد له مشرانو دیر صفتونه اوريدلي دي، همدا رنگه پاکستانيانو منز کی ضیا الحق د افغانانو په بابا مشهور وو یعنی تری گيلمن وو چی سر و پا د افغانانو غم او خدمت کی لگيا ده، سیاست دیر بد شي ده، دوست نه دشمن او دشمن نه دوست جوروي، ستاسو په ليکنه کی د افغان جهاد په ارتباط د ضیا الحق رول باندی اغماض شوی، د روسانو پر ضد جهاد د ترافيکي حادثي په شان کوچني… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه

د قدر وړ ورور محترم محمد عبدالله صاحب مسنون سلامونه او د زړه له کومي درناوي درته وړاندي کوم. د خپلو ټولو دوستانو سره ښه صحت ولرئ او د لوی څښتن جلت عظمته په ساتنه کی اوسئ. ستاسي ټولي لیکنی او څرګندوني زما خورا ډېري خوښيږي، دا ځکه چي واقعيتونه پکښي نغښتي او علمي تومنه لري، په تېره ستاسي همدا اوسنۍ لیکنه ستاسي له زړه راوتلي او زما پر زړه پرېوتلې ده. زه باور لرم چي نورو لوستونکو ته به هم ډېره په زړه پوري وي. الله تعالي دي په دارينو کي اجر درکړي. زه پوهېږم چي لکه زما په… نور لوستل »

محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته محترم استاد عبدالمالک همت صاحب ستاسو د نیک نظر څخه یوه نړی مننه چی زمونږ د تبصرو په باره کی کړی ګرچی زما و ستا په منځ کی د یو کلمی طیبی نه علاوه بل شراکت نشته او دیو اسلام دفاع مو پر زان فرض ګنلی ولو که په هر قیمت وی خو دلته بیا بعضی ملګری دا سوچ کوی چی هر سوک دحق خبره کوی نو خامخا دچا یا دزان دفایدی لپاره کار کوی او اخروی ګتی لتوونکی هیس ندی پاتی او خبری یی ردوی بیله دی چی وګوری خبره یی حق ده کنه… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه

همت صاحب السلام علیکم ! زمونږ به اړه مو د فارغ لغت په کارولو درڅخه ګیله مند یم ، تاسی لیکلی وو ( چه ستاسی په شان فارغ وخت نه لرم ) خو زما ګیله به ستاسی هغه درنښت چه زه یی د تاسره لرم کم نه کړی مګر له دی وروسته به درسره مثبت یا منفی نظریات په دی نه شریکوم چه ستاسی له (( فارغ )) ټکی مونږ څو لاندی امکانات تر لاسه کړل : ستاسی په شان فارغ لرل ، دا معنی چه زه تر تاسی بیکاره یم ، تاسی څرنګه پوه شوی چه مونږ بیکاره یو… نور لوستل »

عبدالمالک همت
میلمه

ګران او د قدر وړ الحاج استاذ بیانزی صاحب ! مسنون سلامونه او د زړه له کومي درناوي او ښې هيلي مي ومنئ روغ او خوښ او په لیکنو کي تردې لا زیات د چلېدلي قلم څښتن اوسئ. نه، نه، زما په طينت کی دا نسته چي خدای مه کړه په خپل دې عجز او نيمګړې پوهه نوري د قدر وړ هستۍ توهين کړم. زه داسي نه کوم ، زه له دغسي خبرو څخه لوی څښتن ته توبه کاږم او ستاسي درانه حضور ته عذر وړاندي کوم. ګرانه وروره زه خو نه د وخت فراغت او نه د زړه فراغت… نور لوستل »