نظــر

څلور اړخيزه غونډه، هيلې، اندېښنې او رښتينې سوله

احمدالله احمدزی –

تېره ورځ د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې د امريکا، چين، پاکستان او افغانستان څلور اړخيزه ناسته وشوه. دغې ناستې ته د پاکستان بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز په خپلې پرانستونې وينا کې وويل، چې طالبانو سره د مذاکراتو او افغان سولې لپاره بايد له ناستې وړاندې هېڅ ډول شرایط «preconditions»نه وي، د مذاکراتو منونکو او نه منونکو ترمنځ بايد کرښې جوړې نه شي، د مخالفينو پر ضد تاوتريخوالی او ترخې څرګندونې يې د مذاکراتو پر وړاندې خنډ وباله.

له غونډې يوه ورځ وړاندې افغان حکومت ويلي و، چې د اسلام اباد له ناستې به څرګنده شي، چې کوم طالبان روغه کوي او کوم يې نه کوي.

د اجراييه رياست مرستيال وياند جاويد فيصل دا هم ويلي و، چې پاکستان به د مذاکراتو لپاره د طالب مشرانو نومونه افغان حکومت ته وسپاري او څوک، چې مذاکرات نه کوي، پر ضد به يې ګډ عمليات کيږي.

طالبانو تر اوسه د مذاکراتو او اسلام اباد ناستې په اړه څه نه دي ويلي.

دا چې سوله د افغان ولس رښتينې او تلپاتې هيله ده او ټول يې په ارمان دي، چارواکي هم د سولې روغې جوړې خبرې کوي، مګر بيا ولې نه راځي؟

ايا سوله دومره پيچلې او سخته ده، چې ترلاسه کول يې ناشوني دي، که ځينې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ په لوی لاس د سولې پر وړاندې خنډونه راپورته کوي. د دې خبرې له ځوابولو وړاندې د اسلام اباد څلور اړخيزې ناستې په اړه که د افغان او پاکستاني چارواکو خبرو او څرګندونو ته ځير شو، نو پوه به شو، چې د اسلام اباد ناسته به څومره ګټوره وي.

افغان چارواکي وايي، چې د اسلام اباد له غونډې به د سوله خوښو او جګړه مارو طالبانو تر منځ کرښې معلومې شي، پاکستان وايي، چې د سولې لپاره اړينه ده، چې د طالبانو تر منځ توپير ونه شي او دا ډول څرګندونې يې د مذاکراتو پر وړاندې خنډ بللي دي.

افغان حکومت وايي، چې پاکستان به دوی د سولې په اړه د طالب مشرانو نومونه ورکوي، مګر پاکستان تر اوسه په دې اړه هېڅ نه دي ويلي او نه هم افغان حکومت دا ويلي، چې د طالب مشرانو نومونه د څه لپاره غواړي.

د اجراييه رياست وياند وايي، چې کوم طالبان سولې ته غاړه نه ږدي، پر ضد به يې ګډ عمليات کيږي، مګر پاکستان وايي، چې د سولې لپاره بايد د مخالفينو پر ضد له تاوتريخوالي او ترخو څرګندونو لاس واخيستل شي، نو دلته موږ دومره درک لګولی شو، چې د سولې اړوند لومړنۍ ناسته دومره له ضد او نقيض څرګندونو سره مخ ده، نو راتلونکې به يې څنګه وي.

ګډ عمليات څه معنا؟

بله دا، چې د افغان چارواکو دا خبره څه معنا لري، چې څوک مذاکراتو ته غاړه نه ږدي، پر ضد به يې ګډ عمليات کيږي؟

دا ګډ عمليات څه معنا؟ که طالبان په افغانستان کې پر کوم ځای، جګړه، يا چاودنه کوي، نو امريکا، چين، پاکستان او افغانستان به يې پر ضد عمليات کوي؟ ايا د پاکستان پوځ به پر افغان خاوره د طالبانو پر ضد عمليات کوي او که نه د دې خبرې معنا بل څه ده؟

د زور او عملياتو خبرو ته که زير شو، نو امريکا د پنځوسو قوي هېوادونو په مشرۍ افغانستان کې د طالبانو نظام ړنګ کړ، د پاکستان په ګډون ټوله نړۍ د امريکا تر څنګ ولاړه وه، طالبان يې ووژل، زرګونو يې بنديان کړل، د شکمنو مخالفينو په تور يې زرګونو ولسي خلک ووژل، بنديان يې کړل او زرګونو نور يې بې کوره کړل او هغه مهال امريکايي چارواکو، په ځانګړې توګه پخواني دفاع وزير ډونلډ رمسفېلډ ويل، چې طالبان نور د تاريخ له پاڼو ورک شول، مګر د څو کالو په تېرېدو موږ وليدل، چې طالبانو خپل فعاليتونه منظم کړل، د بهرينو ځواکونو او افغان حکومت پر ضد يې پراخ عمليات، چاودنې او بريدونه پيل کړل او په ډېره لنډه موده کې امريکايانو ومنله، چې طالبانو سره بايد مذاکرات وشي او له خبرو پرته د افغانستان ستونزه نه حليږي.

په نړۍ کې اصول دا دي، چې پوځ جګړې کوي او سياسي چارواکي د سولې خبرې، مګر افغانستان کې په لومړي ځل ۲۰۰۵ کې د امريکايي ځواکونو قوماندانو د جګړې له ډګره وويل، چې طالبان په زور نه ختميږي او بايد افغان کشاله د خبرو له لارې حل شي.د څارونکو په اند دا کار د څرګندې ناکامۍ معنا لري.

له هغه وخته، چې امريکا طالبانو سره د افغان حکومت په ژبه د خبرو اترو لاره پرانيسته، له هماغه ځايه د مذاکراتو پروسه د خپلمنځي حکومتي ګټو ښکار شوه او ډېری افغانانو نيوکه همدا وکړه، چې د رباني په څېر «جګړه مار» سړی د سولې پروسې مشري څنګه کولای شی، تر دې، چې د مذاکراتو په نوم بريد کې نوموړی ووژل شو. ورپسې د استاد رباني زوی صلاح الدين رباني د سولې پروسې مشر شو، چې په څرګنده يې کومه لاسته راوړنه نه بريښي.

د تېرو ولسمشريزو ټاکنو پر مهال ولسمشر اشرف غني له خلکو غوښتنه کوله، چې ده ته رايه ورکړي او د سولې کيلي له ده سره ده. له ټاکنو وړاندې نوموړي په اماراتو کې له طالبانو سره هم ليدلي و، هغوی د سولې ډاډ ورکړی و، خو شرط يې پرې دا ايښی و، چې دا خبرې به له رسنيو پټې وي او امريکايانو سره به امنيتي تړون نه لاسليکوي.

اشرف غني واک ته د رسېدو په سبا امريکايانو سره امنيتي تړون لاسليک کړ او هېواد کې يې د جګړو اور بيا تازه کړ. هغه مهال طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره پر اشرف غني نيوکې وکړې، چې امنيتي تړون هېواد کې د تلپاتې جګړې په معنا دی او خپله خبره يې بيا تکرار کړه، چې تر څو يو بهرنی پوځي هم په افغانستان کې وي، سوله، امنيت او مذاکرات معنا نه لري.

ايا د اسلام اباد څلور اړخيزه ناسته به د سولې لپاره هيله بښونکې وي؟

په دې اړه د افغان چارواکو خبرې او څرګندونې د پام وړ دي، هغه دا چې د اجراييه رياست وياند، ولسمشرۍ ماڼۍ، ولسي جرګه او مشرانو جرګه همدا خبره کوي، چې طالبانو سره داسې سوله غواړي چې دوی اساسي قانون ومني، له بريدونو او تاوتريخوالي لاس واخلي او وسلې په ځمکه کيږدي.

همدغه څرګندونې د سولې پر وړانډې تر ټولو ستر خنډ دي؛ ځکه چې طالبان د خپلو بريدونو او جګړو لپاره د بهرنيو سرتيرو شتون اصلي او بنسټيز دليل بولي او وايي، که بهرني پوځيان ووځي افغانانو سره د دوی ستونزه د خبرو له لارې حل کيدای شي.

ولسمشر غني وخت پر وخت دا څرګندونې کوي، چې له کمزوري ادرسه به چا سره خبرې ونه کړي. کمزوری ادرس څه معنا لري؟ که څوک ځان د هېواد مشر بولي، نو هغه بيا هېواد کې د سولې لپاره ډېرۍ قربانۍ ورکوي او پر دې ورته ځان کم نه ښکاري، چې دی د سولې لپاره د خپل هېواد غړي ته سرټيټ کړي.

د سولې په اړه امريکا يوازې خپله خوشبينې څرګندوي او پرې‌کړې خبره نه کوي، چې افغان سوله کې څه مرسته کولای شي، چين د خپل اقتصادي ځواک د پياوړتيا لپاره افغانستان کې د سولې رښتينی غوښتونکی دی، د دې لپاره له افغان حکومت، پاکستان او طالبانو سره ښې اړيکې لري او غواړي، چې دا اړيکې نورې هم قوي شي. چين غواړي، چې طالبانو سره د ښو اړيکو په مرسته د شرقي ترکستان او ايغوريانو دبغاوت مخه هم ونيسي.

ايا امريکا به دا وزغمي، چې چين دې په سيمه کې يو اقتصادي ځواک شي؟ د اقتصادي چارو پوهان وايي، چې امريکا دا نه شي منلی، چې چين دې د افغانستان له لارې مرکزي اسيا ته اقتصادي لاره ومومي او په دې لار کې د خنډ اچولو لپاره امريکا په افغانستان داسې جګړه غواړي، چې لګښت يې پرې کم راځي او له ځاني زيانه په کې خوندي وي.

سوله څوک نه غواړي؟

له پورتنيو خبرو موږ ويلی شو، چې امريکا لومړنی هېواد دی، چې افغانستان کې سوله نه غواړي، امريکا دا نه شي زغملی، چې طالبان دې د افغانستان واکمنان يا شريک واکمنان شي او د مخامخ جګړې توان هم نه لري، نو پرېکړه يې دا ده، چې افغانان له افغانانو سره وجنګوي. دوهم افغان حکومت طالبانو سره د سولې لپاره په يوه خوله نه دی؛ ځينې يې وايي، چې ټول طالبان بايد ووژل، ځينې يې وايي، چې طالبان دې لاس تړلي حکومت ته تسليم شي او ځينې يې وايي، چې له کمزوري ادرس بايد طالبانو سره خبرې ونه شي.

دلته رښتيا خبره دا ده، که افغانستان کې سوله راځي، نو ډېری چارواکي، چې له تېرو پنځلسو کالو د واک پر ګدۍ ناست دي، بيا به يې امريکا پر دې ځای پرې نه ږدي، چوکۍ به له لاسه ورکوي او په عامه توګه د افغان چارواکواهميت به بيا له امريکا سره د اوس په څېر نه وي، نو ځکه ډېری افغان چارواکي هم هېواد کې د تلپاتې او رښتينې سولې لپاره هڅې نه کوي او پر وړاندې يې ډول ډول خنډونه راپورته کوي.

که حکومت رښتيا هم هېواد کې سوله غواړي…

که اشرف غني او د هغه حکومتي ايتلافيان په رښتيا هم هېواد کې سوله غواړي، نو بايد امريکا او نړيوالو سره د سولې په اړه خبره روښانه کړي، چې دوی څومره افغانستان کې د سولې پروسه کې مرسته کوي او دغه خبرې بايد له ولس سره شريکې کړي.

امريکا سره له مشورې وروسته بايد څو مهم کارونه ويي.

لومړی بايد طالبانو ته نړيوال او سيمه‌ييز ضمانتونه ورکړي، چې د سولې په ټوله پروسه کې به د حکومت او طالبانو تر منځ منځګړي وي.

دوهم بايد اشرف غني او ټول حکومتي چارواکي د سولې پروسه کې له هر ډول مداخلې ځان لرې وساتي.

د سولې لپاره بايد د هېواد بې پرې علما، ولسي مخور، چې طالبانو او حکومت دواړو ته د باور وړ وي؛ رامنځته شي د دواړو لوريو وړانديزونه وارزوي او وروسته خپله پرېکړه وکړي، چې هېواد او ولس مو له تلپاتې سولې برخمن شي.

امريکا او سيمه ييز هېوادونه که افغان سوله کې هلې ځلې کوي، نو خپلې ګټې به په نظر کې نيسي، نو د دې لپاره ښه چاره دا ده، چې د سولې بهير امريکا او سيمه‌‌ييز هېوادونو له لاسوهنو پاک وي.

حکومت او ولس پر دې خبره پوهيږي، چې طالبان د څوکۍ لپاره جګړه نه کوي او نه به هم د څوکۍ په وېش دا ستونزه حل و فصل شي او طالبان يوازې او يوازې د شريعت د نفاذ خبره کوي.

دلته خو خبره څرګنده ده، ولس مو ټول مسلمان دی، هېواد کې اسلامي شريعت غواړي، نو حکومت ولې دې خبرې ته نه تياريږي او که خپل حکومت ورته سوچه اسلامي ښکاري، نو خپل علما دې د طالبانو له علماوو سره کينوي، چې د حکومت پر شرعي اړخونو خبرې وشي او خلک له دې ګڼګس حالته راووځي.

اوس نو د اشرف غني خوښه، چې په څلور اړخيزو، سيمه ييزو او نړيوالو کنفرانسونو د خپل حکومت وخت پوره کوي او که رښتيا هېواد کې سوله غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x