fbpx
ibn huzafa

له مسلمانانو سره مینه – دیوه صحابي ډیره ښایسته کیسه

په شام کې چې مسلمانان واک ته ورسیدل عمربن الخطاب رضي الله دشام والي معاویه بن ابي سفیان وټاکه او ورته ویې لیکل چې له روم سره د غزا له پاره مجاهدین تیار کړه معاویه د صحابه کرامو یوه ډله تیاره کړه او مشریې مشهور صحابي عبدالله بن حذافه السهمي رضي الله عنه وټاکه ، په جګړه کې یوځای عبدالله سره له څو ملګرو د دښمن په یوه کمین کې ونیول شول ، او بندیان شول .

عبدالله چې کله ونیول شو د رومیانو واکمن هرقل خپل یوه کس ته وسپاره او ورته ویې ویل چې خوراک مه ورکوه اوښه یې وږی کړه ، یواځي دخنزیر غوښه ورکوه ، هغه نور خوراک پرې بند کړ او هره ورځ به یې د خنزیر غوښه ورته راوړه ،

څو یې وخوري ، خو عبدالله به نه خوړله ، او ورته ویل به یې دا خوراک موږ ته نده روا ، څو ورځي په دې امتحان کې تیرې شوې ، اخر عبدالله د لوږي له لاسه مرګ ته نږدې شو ، دې سړي هرقل ته خبر ورکړ ، او هغه ورته وویل چې د ده دخوښې خواړه ورکړه .

هرقل بیا خپل سړي ته وویل چې تږی یې کړه یواځي شراب ورکوه ، هغه همداسي وکړل ، خو درسول الله صلي الله علیه وسلم دصحابي هوډ دومره کمزوری نه و چې رومیان یې مات کړي ، عبدالله ورته وویل : شراب زموږ په مذهب کې ناروا دي ، دا امتحان هم تر دې پوري ورسید چې عبدالله د تندي له لاسه مرګ ته ورسید ، سړي هرقل ته حال ورساوه هغه ورته وویل چې د ده دخوښي څښاک ورکړه ، او هغه یې ورکړ .

هرقل خپل سړي ته وویل : په سختیو مو دهغه ازموینه واخیستله اوس یې په خوندونو ازمویو ، هغه ته داځل هرډول خوراکونه ورکړﺉ او هرډول ښایسته جامي ورکړﺉ ، او هغوی همداسي وکړل ، عبدالله
ته هرډول نعمتونه ایښي وو ده به شراب نه څښل، خوراک به یې ډیر کم کاوه او جامې به یې هلته اغوستلې چې په غاړه جامې به یې خیرني شوې .

هر قل خپل سړی ور ولیږه او ورته ویې ویل : ته مو په سختیو او خوندونو وازمویلې خو تا صبر وکړ ، اوس موږ تا خلاصوو خو په دې شرط چې د هرقل سر ښکل کړې ، عبدالله ورته وویل : نه زه د هرقل سرنه ښکلوم او په دې توګه خلاصون نه غوړم . بیا یې ورته وویل : ښه داسې وکړه چې دهرقل سر ښکل کړه ستاسو ټول بندیان به خلاص کړو ، عبدالله دا خبر ومنله ، د هرقل سره یې ښکل کړ او هغه دمسلمانانو ټول بندیان ورخلاص کړل چې اتیا کسان وو .

عبدالله بن حذافه رضی الله عنه سره له خپلو ملګرو مدیني ته ورسیدل او کله یې چې امیرالمؤنین عمر بن الخطاب رضي الله عنه ته دا کیسه بیان کړه هغه وویل : هر مسلمان ته لازمه ده چې دعبدالله بن حذافه سر ښکول کړي او په خپله ور ولاړشو او دعبدالله سر یې ښکل کړ !! او ورته ویې ویل : خدای دي په تا رحم وکړي ته چې له لوږې مرګ ته ورسیدلې نو دخنزیر غوښه دي ولې نه خوړله ؟ اوشراب دي ولې نه څښل ؟ هغه وویل : امیرالمؤمنین ! زه پوهیدم چې په هغه سختي کې ماته دخنزیر غوښه او شراب روا وو خو دي خوند نه راکاوه چې هرقل او ډله یې خوشاله شي چې دمسلمانانو هوډ مو مات کړ !!

خپل عزت او درنښت دومره ورته ګران و چې مرګ او سختو تعذیبونو ته تیار و خو دیوه کافر سر ښکلولوته نه و تیار ، او له مسلمانانو سره یې مینه دومره زیاته وه چې د کافر دسر ښکلولو سپکاوی یې دهغوی له پاره ومانه او د مسلمانانو د درنښت او دهغوی دعزت او ابرو په خاطر یې روا خوراک هم نه کاوه ځکه یو مشلمان چې له لوږې مري د خنزیر غوښه او نور حرام شیان ورته روادي . رضي الله عنه وعن جمیع الصحابه .

عبدالله بن حذافه رضي الله عنه څوک و ؟ هغه مشهور مهاجر صحابي و ډیر پخوا یې اسلام منلی و ، حبشي ته یې هم هجرت کړی و ، کله چې رسول الله صلي الله علیه وسلم دنړۍ واکمنو ته لیکونه لیږل کسری ته یې لیک د عبدالله په لاس لیږلی و ، دمصرپه فتح کې یې هم برخه اخیستې وه او دعثمان بن عفان رضی الله عنه دخلافت په زمانه کې په مصر کې وفات شوی . رضي الله عنه .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د