شعـــــرونه

لاټیان د امریکې / سلیمان لائق ته ځواب

قاري حبیب-

ځان بولي مسلمان خو د کفارو په خوا رغړي ………… لاټیان د امریکې

مولود د ماشیني وخت نه په کــَش دي نه په کــَړ ِي …….. لاټیان د امریکې

له نسه د آدم وو او له اصله مسلمان وو

فطرت یي د ایمان و

د ژوند په لاره ناست دې بدنصیبو ته شیطان و

د لوټ یي ورته پلان و

سبب ددغه غچ هاغه د غورنیکه عدوان و

مشهور یي چې داستان و

شیطان یي لار وهلې دوی خبر نه دي زوی مړي ………….. لاټیان د امریکې

نومونه به یې خپل وي خو کارونه یي د نورو

فکرونه یي دنورو

په شنه اوربوز جوړ کړي مارپیچونه یي د نورو

خالونه یي د نورو

په عقل خپاره شوي حجابونه یي د نورو

سټایلونه یي د نورو

له لاس څخه ځنځیر له غاړو نه غورځوي پړي ………… لاټیان د امریکې

نه راز او نه په رمز د ژوندانه باندې پوهیږي

نې سر په دې خلاصیږي

چې څه دي؟ چا پیدا؟ ولې؟ او چیرې به ستنیږي؟

نې چورت پرې خرابیږي

د سرې ماشینان دي چې تشیږي او ډکیږي

پروسس کاندې چلیږي

عاري له هر احساس او له وسواسه چیښترمړي …………. لاټیان د امریکې

په دوه ټکي انګلش په ځان غره او خامتما دي

نیکر باندې خطا دي

غافل له دې چې اصل کمالات له دې جلا دي

منلي چې هر چا دي

یا پوهه ده یا ګروهه یا اعمال د دین دنیا دي

مقبول چې عندالله دي

بې علمه، بې عمله کوتکان خالي لـَوُړي ………. لاټیان د امریکې

ویدیږي په سپېدو او راکیني په لمر ختلي

لمونځ نه کوي ناولي

غرمه خلک روزګار کړي دوی مخان نه وي مینځلي

ځمبیږي غلي غلي

نه شوق نه په نشاط د ځوانمردۍ باندې وي ښکلي

روان لکه ټپلي

نه مړي نه ژوندي دي خوبوړي اوبو وړي …………. لاټیان د امریکې

ورځ تېره په فیسبوک کې په ښکنځلو کړي خپل ځان ته

خپل قام او خاندان ته

غوریږي خپل تاریخ یا خپل فرهنګ نام او نښان ته

خپل دین او خپل ایمان ته

ثنا دمغرب وایي خو ښکنځل کوي افغان ته

خپل کور افغانستان ته

له کوم نه یي چې خوري بیرته هغه لوښي کې خـَړي ……… لاټیان د امریکې

ایډیال یي یا فروید او یا مارکس یابه ژان ژاک وي

یا کانټ یا به جان لاک وي

تل جوړ به یي د بل په مردارۍ باندې بلغاک وي

محتاج د پردي کاک وي

دوه مخی دروغجن هم به محیل هم به څالاک وي

هم جفت او هم به تاک وي

د کفر اسلام جنګ کې به خپل ځان بولي منځغړي …………. لاټیان د امریکې

حبیبه زړه مې شین دی له نا اهله افغانانو

د بل له غلامانو

بوټۍ یي پنځیدلې له روبلونو د روسیانو

ډالر خوري د غربیانو

نه دین نه د وطن نه په ښمر شول د خپلوانو

نه بېل له دښمنانو

په ټول اخلاص د کفر په چوپړو باندې ستړي …………لاټیان د امریکې

۲۰۱۶/۱/۱۲

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

یاره طالب جانه په گوتو دي برکت شه

دا نالایق او وغیره مجرم کمونیستان د گلبدین او خوجيين رباني (خدای دي له گوره را وغورزوي) له لاسه بی محکمی او مجازات پاتی دي، د دوی اوسني ژوند، سیاست او فعالیت د تیر برحقه جهاد د جهادي رهبرانو لپاره لوي پيغور او هغه دروند بار دي چی د غربي اشغال په وراندي د متین قامته مقاومت په اوژو پروت دي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x