د روهت شرما غوره توپ وهنه هندوستان له ماتې ونشو ژغورلی

نن د هندوستان او استرالیا تر منځ د پنځو یوه ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه ترسره شوه. دغې لوبې کې د هندوستان لپاره روهت شرما تاریخي توپ وهنه وکړه خو بیا هم د نوموړې توپ وهنې هندوستان له ماتې ونشو ژغورلی.

هندوستان د لوبې پچه وګټله او د توپ وهنې پریکړه يي وکړه. هندوستان د روهت شرما تاریخي توپ وهنې په مرسته وتوانید په ټاکلو شوو پنځوسو اورونو کې خپل درې لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۰۹ منډې جوړې کړې او د استرالیا لوبډلې ته د ۳۱۰ منډو هدف وټاکي.

نن د هندوستان لپاره روهت شرما تاریخ توپ وهنه وکړه. نوموړی په ۱۶۳ توپونو د ۱۳ څلوریزو او ۷ شپږیزو په مرسته ۱۷۱ منډو جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو. روهت شرما ۱۷۱ منډو جوړولو سره د استرالیا په خلاف په استرالیا کې تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی توپ وهوونکی شو.

د هندوستان لوبډلې لپاره ویرات کولي هم په ۹۷ توپونو د ۹ څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۹۱ منډو جوړولو سره ښه لوبه وکړه.

د استرالیا لپاره فالکنر خپل ۱۰ اورونو کې ۶۰ منډو ورکولو سره دوه او هذلووډ خپل ۱۰ اورونو کې ۴۱ منډو ورکولو سره یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابې توپ وهنې کې استرالیايي توپ وهوونکو هم غوره او پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ټاکل شوی هدف يي په ۴۹.۲ اورونو کې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره کړه.

د استرالیا لوبډلې لپاره سمیت په ۱۳۵ توپونو د ۱۱ څلوریزو او ۲ شپږیزو په مرسته ۱۴۹ منډو جوړولو سره غښتلې او حیرانوونکي توپ وهنه وکړه. بیلي هم وتوانید په ۱۲۰ توپونو د ۷ څلوریزو او ۲ شپږیزو په مرسته ۱۱۲ منډې جوړې کړې.

د هندوستان لوبډلې لپاره برینډر سران خپل ۹.۲ اورونو کې ۵۶ منډو ورکولو سره درې او اشوین خپل ۹ اورونو کې ۶۸ منډو ورکولو سره دوه ویکټې واخیستې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د