
ترکیه: په استانبول کې چاودني ۲۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۲مه، ۱۳۹۴ ل): نن د ترکیې په استانبول ښار کې د سلطان احمد په تاریخي سیمه کې چاودنه وشول چې له امله یې لس تنه مړه او ۱۵ نور ټپيان شوي دي.
د ترکیې ولسمشر د پيښي سمدستي وروسته بیړنۍ ناسته را غوښتې او د پيښي په اړه یې په بیړنیو اجراءاتو لاس پوري کړی.
ولسمشر رجب طیب اردګان ویلي چې چاودنه د یوه سرتیري بریدګر په واسطه تر سه شوې، او زیاته کړې چې هغه د سوریه هیواد تابعیت لرونکی وو.
دغه چاودنه په هغه سیمه کې شوې چېري چې د استانبول تر ټولو مشهور تاریخي مقامات وجود لري، لکه د عیساویانو پخوانی کلیسا آیا صوفیا چې وروسته له فتحې په مسجد اړول شوې وه او بیا دیني میوزیم ګرځېدلی او شین مسجد چې د سلطان احمد په جامع مسجد سره هم شهرت لري.
باید وویل شي چې د تیر کال ۲۰۱۵ د اکتوبر میاشتي پر ۱۰مه نیټه هم د ترکیې په پلازمینه انقره کې لویه چاودنه وشول چې له امله یې ۱۰۳ کسان مړه او زیات شمېر نور ټپيان شول. ترکیې دغه چاودنه د اسلامي دولت ډلي (داعش) ته منسوب کړې وه.
د پيښي وروسته د اردګان وینا: