نظــر

د نیویارک یوولسمه او بیا د پنجوایې یوولسمه

په ډیر مشکوک او غیر مستند اتهام باندې امریکا په افغانستان یرغل وکړ، بمباري یې وکړه، اتومي او بیالوژیکي بمونه یې استعمال کړل او تراوسه یې د زرګونو افغانانو وینې بهولي دي، لامل یې څه شی وو؟

وایې القاعدې په امریکا برید وکړ، مونږ خپل غچ اخلو؟ القاعده افغانستان کې میشت وه، د القاعدې د ختمولو لپاره یې د افغانستان بنسټیزه تباهي پیل کړه.

تراوسه نړیوالو ته هیڅ کوم داسې ثبوت ندی وړاندې شوی چې د نیویارک ښار هسک تعمیرونه القاعدې یا طالبانو را چپه کړي، په ۱۰۰۰ سانتی ګراد درجې تودخه او اور کې یې د څو عربو پاسپورتونه وموندل او نړیوالو ته یې ښکاره کړه چې دا دی دوي مونږ باندې هوایې یرغل وکړ،

خلکو امریکایې دولت ته مشوره ورکړه چې د اور وژونکو کالي او جیټ طیارې هم د پاسپورت له څرمن نه جوړي کړي، داسې په زرګونو منطقي او عقلي دلایل او ثبوتونه شته چې د نیویارک پیښه پکې د امریکایې دولت داخلي لوبه ثابیتدلای شي.

اوس مهال په ټوله نړۍ کې په میلیونونو داسې خلک شته چې د یوولسم سپتمبر پیښه د امریکا د دولت داخلي لوبه ګڼي، خپله امریکا کې په لکونو خلک تراوسه دا نارې پورته کوي چې بوش او اداره یې امریکایې ولس تیر ایسته او په نورو هیوادونو باندې د یرغل لپاره یې غوښتل غیر مشروع جواز ترلاسه کړي، امریکایې ولس وایې چې بوش او اداره یې د نیویارک د ۳۰۰۰ خلکو قاتلین دي او القاعده او طالبان یې هسې بهانه کړل.

که چیرته ووایې چې د یوولسم سپتمبر پیښه د امریکا د دولت داخلي لوبه وه، نو سمدلاسه غرب پرسته رسنۍ او خلک درباندې د Conspiracy Theory  معتاد یا مریض ټاپه لګوي، دا یو فطرتي خبره ده چې په ټوله نړۍ د داسې سترو درواغو د رښتیا په توګه منل یو چالاکه چمتوالي ته اړتیا لري.

که د یوې دقیقې لپاره دا فکر وکړو چې څه BBC  او CNN  وایې هغه سل په سلو کې رښتیا دي او القاعدې د نیویارک دوه هسک تعمیرونه ونړول، او امریکا د القاعدې ځپلو لپاره افغانستان ته د راتګ جواز پیدا کړ، نو د امریکایانو د تعمیرونو په نړولو کې بیګناه افغانانو څه لاس درلود؟ هغه افغانان چې نه د طالبانو او نه د القاعدې پلویان وو، هغوي ولي ووژل شي، د هغوي کورونه ولي لوټ شي؟ کوم نړیوال قانون دا اجازه ورکوي چې د یو مشخص کس یا ډلې د جرم له امله ټول هیواد اشغال شي؟

تیر کال یوولسم مارچ باندې رابرت بیلز امریکایې پوځي، د پنجوایې ولسوالۍ په یو کلي کې ۱۷ بیګناه افغانان قتل عام کړل، ماشومان یې په ډزو سوري سوري کړل، ښځې یې وویشتي او بیا یې مړو ته اور ورته کړ، هغه دوه عیني شاهدانو چې ویلي وو چې دا یو کس نه، ډیر وو، څو ورځې وروسته هغوي دواړه هم په مرموز ډول ووژل شول.

رابرت بیلز چې تراوسه ژوندی دی، هر ځل یې د محکمې تاریخ ځنډیږي، کله ۲۰۱۴ شي، کله ۲۰۱۳ شي.

بوش چې د یوولسم سپتمبر د پیښې عامل ګڼل کیږي، په خپل لاس اته ځلې پدې ورځ ویر اعلان کړی، ورپسې اوباما راغی، هغه به هم هر کال پدې ورځ ویر کوه او امریکایې ملت ته به یې د دوه یا یوې دقیقې د خاموشه کیدو توصیه کوله، ټولې نړۍ به دا ورځ د یوې تورې ورځې په څیر پیژندله چې بیګناه امریکایان پکې ووژل شول. یوولسم سپتمبر چې افغانستان کې هره ورځ تکراریږي، څوک یې کیسه کې ندي، د ۲۰۱۲ کال د مارچ یوولسمه چې پنجوایې کې بیګناه افغانان ووژل، ژوندی مثال دی، د پنجوایې پیښې نه یو کال تیر شو، ګوتو په شمیر افغانان به پیدا شي چې پنجوایې پیښه یې په یاد وي.

د امریکایانو د وینې ارزښت لایتناهي دی چې یوازې د ۳۰۰۰ خلکو په مرګ ژوبله تریلونه ډالر مصرف شول او د نړۍ ۵۰ هیوادونه ورسره په خوځښت راغلل او د افغانانو د وینې ارزښت یا هیڅ دی او یا څو ډالره دی!

د نیویارک یوولسمه باید د هر چا په یاد وي تر څو د امریکا په ظلم او وحشت باندې یې سترګې پټي شي او د ترهګرۍ لپاره یې نړیوال جواز ترلاسه کړی وي، او د پنجوایې یوولسمه باید ټول د یاده اوباسي ځکه چې افغانان دي!!

سعد عمار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x