افغانستان

له څلور اړخیزې غونډي وروسته د طالبانو د ځپلو ګواښ وشو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۲مه، ۱۳۹۴ ل): په اسلام اباد کې د سولې په اړه د څلور اړخیزې غونډې وروسته د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي د سولې پروسې په اړه معلومات په ګواښ پيل کړل.

نوموړي چې تازه له اسلام اباد څخه کابل ته راستون شوی، رسنیو ته وویل چې هغه طالبان به ځپل کیږي کوم چې د سولې پروسې سره نه یو ځای کیږی.

دا غونډه چې تېره ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې جوړه شوې وه، د امریکا، چين، پاکستان او افغانستان استازيو پکې ګډون کړی و.

حکمت کرزي وویل چې په څلور اړخیزه غونډه کې دا پریکړه وشوه چې امریکا، افغانستان او پاکستان به هغه طالبان په ګډه ځپي کوم چې د افغانستان پر شرطونو برابرې سولي ته غاړه نه ږدي.

د دې څلور اړخيزې غونډې تر پیل وړاندې د اجراييه ریاست ویاند هم ورته څرګندونې کړې وي او ويلي يې و، چې د سوله نه منونکو طالبانو پر وړاندې به «ګډ عملیات» ترسره کړي.

جاويد فیصل رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په دې غونډه کې به پاکستان دوی ته د هغو طالبانو نومونه ورکړي چې د دوی په خبره له سولې انکار کوي.

پخپله طالبانو د سولې په نوم د دې څلور اړخيزې ناستې په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځي وړاندي ولسمشر اشرف غني هم په ننګرهار کې یوې لويي غونډي ته د وینا پر مهال وویل چې چا ته د سولې لپاره ننواتی نه شي کولای.

نوموړي همداراز څو ورځي وړاندي ویلي و چې طالبان به د کابل حکومت مني، وسلې به پر ځمکه ږدي، اساسي قانون ته به احترام کوي او د افغانستان اوسنی نظام به مني، چې په خبره یې، بیا به ورسره د سولي خبري کیږي.

د حکمت خلیل کرزي تر دې معلوماتو څو ساعته وړاندې د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې د ګډ حکومت امنیتي مسوولینو هم ګواښ وکړ چې د دوی پر شرطونو له برابرې سولې نه سرغړوونکو طالبانو سره به جګړه وکړي.

مشرانو جرګې د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزی، د ملي امنیت سرپرست رییس مسعود اندرابي او د کوردنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال ایوب سالنګي د امنیتي وضعیت د معلوماتو په اړه ور غوښتي و.

په غونډه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر وویل چې امنیتي ځواکونه به له هغو طالبانو سره جګړه پر مخ یوسي چې «سولې ته غاړه نه ږدي.»

حکمت خلیل کرزي هم نن پخپلو څرګندونو کې وویل چې د سولې په نوم د دې غونډو په جریان کې به امنیتي ځواکونه پخپلو عملیاتو بوخت وي او په وينا يې « موږ به سوله او دوی به جګړه پر مخ وړي.»

حکمت خلیل کرزی په داسي وخت کې طالبان سولي او یا جګړې ته رابولي چې اوس هم د هیواد په پراخو سیمو کې جګړې رواني دي.

نوموړي همدا راز وویل چې د رواني جنوري میاشتي پر اتلسمه به د سولې دویمه غونډه په کابل کې کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x