افغانستان

د ایسا ادارې لرې شویو کارکوونکو طالبانو ته د عریضې ګواښ کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د ایسا ادارې څخه شړل شویو کارکوونکو ګواښ کړی چې که يې دولت لا هم پر وړاندې بې پروا پاتې شي دوی به طالبانو ته خپلې عريضې وړاندې کړي.

د ایسا ادارې څخه څه موده وړاندې د دې ادارې رییس قربان حقجو ۱۳۳ تنه کارکوونکي لرې کړل، چې ډېری يې پښتانه و.

لرې شوي کارکوونکي وايي چې د دوی د بې کارۍ پنځه میاشتې پوره شوې خو لا هم دولت ورسره کړې ژمنې نه دي پوره کړي.

دوی وايي چې ولسمشر د دې پېښې د څېړلو لپاره پلاوی هم ټاکلی و، خو پایلې يې «صفر» وي.

ولسمشر محمد اشرف غني د ایسا ادارې مشر ته چې د اجرايیه رییس له پلویانو بلل کېږي امر کړی و، چې تر دقیقې څېړنې وړاندې باید نوي کسان د دوی پر ځای ونه ګمارل شي، خو لرې کړل شوي کسان وايي چې حقجو د ولسمشر د امر خلاف د دوی پر ځایونو د نویو کسانو پر دندو ګمارلو لګیا دی.

د لرې کړل شويو له ډلې یو تن پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې دوی هوډ کړی چې خپلې عریضې طالبانو ته وسپاري او سبا ورځ به د ایسا ادارې مخې ته مطبوعاتي کنفرانس هم ورکړي.

«ولسمشر هیت وټاکه خو پایله یی صفر، حقجو ته یی وویل نوی کسان به نه ګمارئ خو حقجو اوس نوي کسانو پر ګمارلو باندې پيل کړی. اخری تصمیم مو دا ونیوه چې خپله عریضه طالبانو حکومت ته وسپارو.»

که څه هم ښايي طالبان په ایسا اداره کې د دې عریضه کوونکو غږ وانه وري خو دا لومړی ځل دی چې له پلازمېنې کابل نه د دولت د رسمي ادارې غړي د خپلو ستونزو د حل په موخه طالبانو ته د عریضې هوډ څرګندوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

اطرافو کی خو اوس هم طالبان فیصلی کوی ، ځکه چه طالبان د شریعت له مخی او بی له رشوت اخستلو او د کومو اړیکو په نظر کی نیوله غیره فیصلی کوی ، او هم ورسره الحمدالله الهی زور دی چه خلک یی له هیبته هم فیصلو ته غوږ نیسی او که نه هغه خپله فیصله ورباندی عملی بڼه کی عملی کوی . بی له دی چه ژبنی ، قومی ، سمتی ، مذهبی توبير پکی وکړی حتی که د طالبانو د سر دشمنان هم وی حق خقدار ته سپاری داسی ډیری فیصلی د مسلمانانو او یهودانو تر منځ تیری… نور لوستل »

عمر مختار

زما په ګومان دا به له وخته مخکې خبره وي چې اسلامي امارت دې پداسې موضوع کې ځان دخیل کړي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x