هرات ښاريان: پولیس د خلکو بې اسناده موټر سایکل د جنایاتو لپاره استعمالوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): د هرات اوسېدونکي وايي چې د دې ښار پولیس د ولسي وګړو په جامو کې د خلکو د لوټ، وهلو او ان وژلو لپاره له هغو موټر سایکلو ګټه اخلي چې له خلکو نه يې د اسنادو نه لرلو په پلمه نیولي وي.

د هرات ښار یو تن اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط د نن ټکی اسیا سیمه ییز همکار ته وویل چې پولیسو يې مازدا موټر بېګار ونیو او د خلکو نیول شوي موټرسایکل يې ور بار کړل چې باید خوندي ځای ته يې ورسوي.

هغه وايي چې په یوه زاړه کور کې یو بل موټر هم پر موټر سایکلونو بار ولاړ و او داسې ښکارېدل چې بلې سیمې ته يې لېږدوي.

پولیس په ښار کې د اسنادو نه لرونکي موټر سایکل نیسي او ځينې يې د رشوت په بدل کې بېرته خپل خاوند ته سپاري خو ځينې نور بیا پولیس پخپله استعمالوي.

هرات ښاريان وايي چې ډېر وخت په ښار کې له غلو نه نیول شوي موټر سایکل هم اسناد نه لري، دوی شکمن دي چې یا پولیس له غلو سره اړیکي لري او دا بې اسنادو موټر سایکل پرې خرڅوي یا هم د نابلدو سیمو پولیسو په ولسي جامو کې له همدې موټر سایکلو په ګټه غلاوې او جنایات ترسره کوي.

د هرات اوسېدونکي وايي که دولت د دې پولیسو مخه ونه نیسي او د خلکو بې اسنادو موټر سایکل سیمه ییز لوړپوړي چارواکي ونه څاري ښايي پولیس يې پر مخالفو وسله والو هم وپلوري.

یاده دې وي پر هرات سربېره کندهار ښاریانو هم د پولیسو له چلنده پرلپسې شکایتونه کړي دي، چې ان له غلو سره يې په غلاوو کې شریک بللي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د