نظــر

د استشهادي بریدونو په اړه داسلامي نړۍ د ستر او تاریخي اسلامي مرکز الازهر د اوسني شیخ دکتوراحمد طیب فتوی:

  دکتور احمد طیب په ۱۹۶۴ م کال کې په مصر کې زیږدلی، په ماشومتوب کې یې قرآن کریم حفظ کړی، لیسانس، ماستري او دکتوراه یې په عقیده او اسلامي فلسفه کې له ازهر شریف نه اخیستې دي، په ګڼو پوهنتونونو کې د اسلامي زده کړو او اصول الدین د پوهنځۍ رئیس پاتې شوی، په ۱۹۹۹ او ۲۰۰۰ کې د اسلام آباد دنړیوال اسلامي پوهنتون داصول الدین پوهنځۍ رئیس هم پاتې شوی.

   په فرانسوي او انګلیزي ژبو بشپړ واک لري، له فرانسوي ژبې نه یې ځینې کتابونه عربي ژبې ته ژباړلي هم دي، ددې تر څنګ د څه وخت لپاره په فرانسه کې د استاذ په توګه هم پاتې شوی، په ازهر شریف کې د حوار الادیان د ټولنې مشر، او همدا رنګه د اسلامي څېړنو د ټولنې غړی هم پاتې شوی، چې اوس یې مشري د ده پر غاړه ده، نوموړې ټولنه په ازهر شریف کې د علماوو تر ټولو لوړه ټولنه ده.

 

   د ۲۰۰۲ له مارچ نه د ۲۰۰۳ تر سپتمبر پورې د مصر د مفتي اعظم په توګه پاتې شوی، او په همدغه وخت کې یې له امریکايۍ ورځپاڼې ( كريستيان ساينس مونيټور ) سره په مرکه کې استشهادي برید کوونکي تر ټولو لوړ شهیدان وګڼل، او له هغه وروسته بیا د ازهر پوهنتون رئیس پاتې شوی، تر دې چې ۲۰۱۰ کې د ازهر شریف د مشر او شیخ په توګه وټاکل شو، د ازهر شریف په تاریخ کې نوموړی د ازهر ۴۳ تم مشر دی.

  نوموړي ګڼ کتابونه لیکلي چې یو څو یې د نومونې په توګه په لاندې ډول دي:

۱ – مباحث العلة والمعلول من كتاب المواقف.

2 – مفهوم الحركة بين الفلسفة الإسلامية والفسلفة الماركسية.

3 – مباحث الوجود و الماهية من كتاب المواقف.

4 – مدخل لدراسة المنطق القديم.

5 – بحوث في الثقافة الإسلامية بالاشتراك مع الآخرين.

6 – تعليق على قسم الإلهيات من كتاب تهذيب الكلام للتفتازاني.

7 _ الجانب النقدي في فلسفة أبي البركات البغدادي.

۸ – نظرية المقاصد عند الشاطبي

9 – مبدأ العلية بين النفي والإثبات.

10 – التراث والتجديد ( بحث )

11 – أصول نظرية العلم عند الأشعري ( بحث )

   په ۲۰۰۱ م  کال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کولن پاول هوډ وکړ چې پر عربي نړۍ په دې نیت را وګرځي تر څو په فلسطین کې د یهودو پر ضد د مظلومو فلسطینیانو لخوا د استشهادي بریدونو په مخنیوي کې عرب مشران مرسته ور سره وکړي.

  دخپل منصب له تر لاسه کولو وروسته دا د پاول لومړی سفر و چې د ۲۰۰۱ فبروري په میاشت کې یې پیل کړ، نوموړی له المغرب او مصر نه په خپلو لنډو کتنو کې دې پایلې ته ورسید چې دعربي نړۍ په عام ذهنیت کې ژور بدلون رامنځ ته شوی؛ ځکه خو یې همدې بدلون ته په کتو سره د فلسطین دستونزې په اړه په خپل رسمي دريځ کې یو څه بدلون راوستلو ته اړ شو.  

  پاول المغرب هېواد ته د خپل سفر موخه داسې وښودله چې دی غواړي د عربو منځلاري مشران وهڅوي تر څو د فلسطینیانو له خوا پر یهودو استشهادي بریدونه وغندي، مګر د المغرب پاچا محمد السادس هغه وخت ځینې ديپلومان په حیرت کې واچول کله یې چې پاول ته وویل: ( فکر نه کوې! چې لومړی قدس ته تګ مهم و؟ ) مطلب یې دا و چې که ته د دې موخې لپاره ماته راغلی يې، نو ښه دا وه چې ته خپله لومړی قدس ته تللی وای، هلته دې له لنډه د یهودو مرسته کړې وای، نه دا چې دلته ما ته راغلی واي!

  کله چې پاول مصر ته لاړ په ازهر شریف کې لاریون کوونکو د اسرائیلو او امریکې بیرغونه په داسې حال کې وسوځول چې : ( وسوځوئ، د امریکي بیرغ وسوځوئ ) نارې یې وهلې.

  پاول چې همغه وخت کله له حسني مبارک سره له غونډې بهر را ووت ویې ویل: ( فکر کوم پر مونږ لازمي ده تر څو د انتحاري بریدونو دپای ته رسېدو ضرورت درک کړو )

 مګر د عربي نړۍ منځلاري مشرانو هم په یو ډول د هغو بریدونو ملاتړ کولو چې امریکا ارهاب ګڼلو، او کوم چې علمای کرام دي هغوی خو یې بیا د روا والي خبره په زغرده وکوله، د ازهر شریف معاون شیخ محمد عاشور داسې وايي:

  تروريزم هغه دی چې د هغو خلکو امن وګواښې کوم چې آرام ژوند کوي، او د نورو له حقوقو نه ناوړه ګټه پورته کړې، او کوم چې جهاد دی، هغه بیا د هغه چا په وړاندې مقاومت دی چې د فلسطینیانو ځمکه یې نیولې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم وايي چې هغه کسان چې دخپل مال، عزت او خاورې د دفاع په لاره کې وژل کېږي هغوی شهیدان دي.

شیخ عاشور ټینګار وکړ چې په حقیقت کې اسرائیلو ټول اسلامي او مسیحي ارزښتونه تر پښو لاندې کړي، او له همدې کبله یې د مصر د دینې مرکز هغه دريځ تایید کړ چې دغه بریدونه استشهادي بولي، ځکه دا د خپل هدف د تر لاسه کولو لپاره سرښندنه ده.  

  ددې تر څنګ د مصر مفتي شیخ احمد الطییب ـ چې اوس د ازهر شریف مشر دی ـ د هغو کسانو په اړه چې استشهادي بریدونه تر سره کوي داسې وویل: ( دوی هغه شهیدان دي چې د شهادت تر ټولو په لوړ پړاو کې ځای لري ) همدارنګه له امریکايي ورځپاڼې ( کریستیان ساینس مونټور ) سره په مرکه کې د مصر مفتي شیخ احمد الطیب له فلسطیني استشهادیانو نه دفاع وکړه، او ددوی بریدونه یې داسلامي اتلوال جهاد انځور وګڼلو، په داسې حال کې چې له مفتي احمد الطیب نه د خبرو پر مهال لوی لوی مشاورین را چاپیر وو، نوموړي وویل: ( بې شکه مومنان ځکه استشهادي بریدونه کوي تر څو نیواکګر صهیونستان د خپلو پلانونو په اړه بیا ځل فکر کولو ته اړ باسي )

  نوموړي د خپل دريځ د ښه روښانه کولو په موخه داسې پوښتنه وکړه: ( که چېرې جرمني پر لندن یرغل وکړي، نو آیا بریتانوی ولس به د ځان قربانولو ملاتړ و نه کړي؟ )

الشرق الاوسط ورځپاڼه، ګڼه: ۸۵۳۵، کال: ۲۰۰۲د اپریل ۱۱، پنجشنبه
 http://www.aawsat.com/details.asp?issueno=8435&article=97748
الجزیرة سعودي میشته ورځپاڼه، ګڼه: ۱۰۷۹۱، د اپریل ۱۵ دوشنبه.
http://www.al-jazirah.com/2002/20020415/fe8.htm

دلته څو ټکي د پام وړ دي:

۱ ـ د لومړي ځل لپاره د استشهادي بریدونو په وړاندې په رسمي ډول غبرګون د امریکا له لوري را څرګند شو، او دا ځکه چې په اسلامي نړۍ کې د امریکې ناوړه پلانونه دهمدغه استشهادي مبارکو بریدونو له کبله ګواښل کېږي، دوی تر بل هر چا زیات پوهېږي چې استشهادي بریدونه له یوې خوا د مظلومانو په زړونو کې د غچ او انتقام توندې او ژورې څپې لا پسې د پیاوړتیا او پراختیا په لوري هڅوي، او له بل پلوه د ظالمانو پر سر تندرونه د آسمان دي؛ ځکه خو امریکا آن په ۲۰۰۱ م کال کې د استشهادي بریدونو د مخنیوي لپاره ناکامو هڅو ته لاس واچولو.

۲ – که څه هم چې امریکې په ښکاره له اسرائیلو سره د خواخوږۍ د ښکاره کولو لپاره دا کار پیل کړ، مګر په حقیقت کې یې د خپل ځان غمه خوړله؛ ځکه دوی مخکې له مخکې پر افغانستان او عراق د یرغل هوډ کړی و، له همدې کبله دوی پوهېدل چې له مونږ سره به هم خامخا ورته چلن کېږي، نو راشه اوس له اوس نه یې دلته د مخنیوي لپاره لارې چارې ولټوه، مګر الحمد لله چې د دوی دغه ناوړه او شوم پلان بریالی نه شو.

۳ – امریکه په دې ښه پوهېدله چې که دوی هر څو د استشهادي بریدونو په وړاندې توند غبرګون ښيي په همغه کچه یې د توپاني څپو توندوالی پراخېږي، ځکه خو يې هڅه وکړه چې د دغه کار لپاره د اسلامي هېوادونو مشران او چارواکي وکاروي.
  همغه و چې خارجه وزیر کولن پاول لومړی المغرب ته مخه کړه، تر څو له هغه ځای نه یې را پیل کړي، مګر کله چې هلته د المغرب پاچا له توند غبرګون سره مخ شو نو یې مخه مصر ته کړه، هلته که څه هم چې د مصر حکومتي چارواکو په ښکاره سر ورسره وخوځولو، مګر مصري ولس او د ازهر شریف علماوو یې سخت مخالفت وکړ، چې تر ټولو زیات د یادولو وړ یې د دکتور احمد الطیب دريځ و، کوم چې هغه وخت د مصر مفتي اعظم و، او اوس د ازهر شریف ستر او مشر شیخ دی.

  نوموړي په زغرده وویل چې استشهادي بریدکوونکي د شهیدانو په تر ټولو لوړو پړاوونو کې ځای لري، او مسلمانانو ته همدا یوازینۍ لاره پاتې ده چې د خپلې خاورې، مال اوځان دفاع پرې وکړي.  
۴ – کله چې امریکه د ازهر شریف د علماوو له سخت غبرګون سره مخ شوه، نو له یوې مخې یې ناهیلۍ پر خوله دسکوت مهر ور ولګولو، داسې چې بیا یې په ښکاره غږ پورته نه کړ، دوی لومړی کوشش کولو چې د علماوو له خوا دغه بریدونه ناروا وبلل شي، ځکه که علماوو ناروا وګڼل بیا یې هېڅوک د کولو توان نه لري، او که نورې ټولې لارې چارې په کار واچول شي او د اسلامي امت علما یې ناروا ونه بولي نو په هېڅ ډول یې د مخنیوي شونتیا نه تر سترګو کېږي.
۵ – ټولو ته جوته ده چې په عراق کې د امریکې د ماتې یو اساسي او تر ټولو اغیزناک لامل همدا استشهادي بریدونه وو، او اوس په افغانستان کې هم همدا استشهادي مبارک اتلوال کفر ځپوونکي بریدونه دي چې د امریکې خوله یې له خاورو ور ډکه کړه.

 ۶ – دا ځل امریکه له بلې لارې د دغه بریدونو د مخنیولي لپاره لاس په کار شوه، هغه داسې چې دا ځل یې غوښتل د دیوبند له علماوو نه په دې هکله کار واخلي، او دوی په دې ښه پوهېږي چې په هند، پاکستان، افغانستان او آسیایي میانه هېوادونو کې مسلمانان د دیوبند علمای کرامو ته په خورا درنه سترګه ګوري، او یوازې همدوی کولی شي چې په دغه سیمه کې مسلمانان رهبري کړي.

  دا ځل ناولې امریکې له خپل تېر ځل نامراده او ناکامې هڅې نه په استفادې سره داسې ونه کول لکه لس کاله وړاندې یې چې غوښتل د فلسطیني مظلوم ولس په وړاندې د عربي نړۍ مشران وکاروي، نه یې په ښکاره کوم هیئت ولېږلو، نه یې خارجه وزیر په ښکاره په کوم مجلس کې دا خبرې وکولې، لکه په المغرب او مصر کې یې چې کړې وې، بلکې دا ځل یې په خورا مهارت سره ځينې هغه ناخبره او غافل د ګوډاګي کرزي په لمن کې پراته په نامه علما د ډالرو په واسطه دېته وهڅول تر څو د استشهادي بریدونو په اړه نور علما له ځان سره ملګري او د امریکې دغه مراد پوره کړي.

مګر دا دي دغو هڅو یې هم کومه ګټه ور نه کړه، ځکه که هر څو ځینې په نامه خرڅ شوي علم ته منسوبې د بلعم باعورا په لاره روانې څېرې د خپلو خېټو او جیبونو ډکولو لپاره د دین او حق پر سر سودا کولو ته تیارېږې، له بل پلوه بیا د حق د لارې ريښتیني علماء هر وخت ددغه رنګه بې حیثیته څېرو او دهغوی د صلیبي بادارانو په وړاندې تل ولس له حقایقو نه خبر کړی، او کله هم د دښمن زرو او زور له حق څخه نه دي بې پروا کړي.  

احمد ضیاء بریالی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x