شعـــــرونه

غزل: نوراحمد صدیقي

له زوریدلي زړه خبر باسم غزل لیکمه
د وطن جنګ ته سپین لښکر باسم غزل لیکمه

ځوانۍ ستړي، او ستومان ژوند ته یم فکرونو وړی
په خاورو کرښې چې بهتر باسم غزل لیکمه

هغه ده مسجد او ملا دواړه شهیدان یې کړل
اخ ړنګ مسجد نه ړنګ ممبر باسم غزل لیکمه

ټولې نیکۍ، او ثوابونه خوري توبه کومه
له زړه کینې او دا ختر باسم غزل لیکمه

ځواني ده خو د وخت حالاتو داسې ګیچ کړمه چې
لاره کې ناست ویښتان له سر باسم غزل لیکمه

ستا سترګو کې غزل غزل خبرې ګورمه چې
منظوم کلام ډیر په هنر باسم غزل لیکمه

ای! ته ماته په کړو وعدو ولې منکریږې؟
یادګار لونګ له جیب بهر باسم غزل لیکمه

چیرې چې اوسیږمه د سرو مرمو باران ده یه
واه صدیقي ترې جوړ ټټر باسم غزل لیکمه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x