نظــر

موږ ولې د انسانانو په لاس جوړشوي وضعي قوانين نه منو؟

ليکنه ـ بدر منهاج-

انسانان تر خپل منځ د ټولنيزو اړيکو د تنظيم لپاره قوانينو ته ضرورت لري ، الله جل جلاله د انسانانو د ټولنيزو اړيکو د تنظيم لپاره چې کوم قوانين رالېږلي او تکامل د دغه قوانينو په اسلام شوی دا له افراط او تفريط څخه پاک دي او په اعتدال ولاړ دي.

الله جل جلاله د انسانانو او ټولو کايناتو خالق دی او مخلوق ته د خالق د قوانينو په نسبت د بل چا قوانين کله هم ښه کيدای نشي.

د انسانانو قوانين په افراط او تفريط ولاړ دي او تغير کوي ، کله انسان راپورته کېږي او د الوهيت دعوه کوي ، معاذالله خلکو ته وايي انا ربکم الاعلی لکه فرعون به چې ويل ، او کله بيا تفريط ته مخه کوي ، بې روحه ونو ، کاڼو او بوټو ته سجدې کوي ، د قوي انسانانو په پښو کې غورځي او سر په سجده وي ورته ، پرون انساني قوانينو ښځه انسان نه شميرله او ژوندۍ يې خښوله ، نن بيا هر ځای د ښځو د حقوقو دروغجنې نارې وهي ، داسې هر څه درواخله .

بناء پر دې موږ په خپل هيواد او ټوله نړۍ کې د الله جل جلاله د قانون نفاذ غواړو او د انسانانو په لاس جوړ ټول وضعي قوانين ردوو او پر وړاندې يې مبارزه کوو.
که د انسانانو په عقل کې د الله جل جلاله د قوانينو حکمت نه راځي او په حکمت يې نه پوهيږي نو دا د دوی کمزوري ده ، ځکه د انسانانو د عقل دايره هم د انسانانو د نورو خواصو په څېر محدوده ده ، مثلاً لکه سترګې يې چې په يوه محدوده دايره کې ليدل کوي ، همداسې يې عقلونه هم د محدودو شيانو په حکمت پوهيږي.

زموږ د هيواد د شاته پاتې والي علت اسلام او مسلماني نده ، تاسې د افغانستان تاريخ وګورئ ، زموږ د شاته پاتې والي علتونه د انګريزانو ، روسانو او امريکايانو استعماري سياستونه او د دوی د افغاني دوستانو او معتقدينو ظالمانه چارې دي.

ولې يو ملت ته چې تقريباً سل فيصده خلک يې مسلمانان دي د اسلامي نظام تر سيوري لاندې د ژوند حق نه ورکول کېږي ؟ ولې يې د دين او عقيدې د تغير کوشش کېږي ؟ موږ نه په انګريزانو پسې لندن ته ورغلي يو ، نه په روسانو پسې مسکو ته او نه په امريکايانو پسې واشنګټن ته ، دوی هر ځل راغلي او زموږ هيواد يې له خاورو سره برابر کړی . که زموږ هيواد دوی په آرام پريښی وای اوس به يې ډير پرمختګ او ترقي کړې وای ، موږ خو يوازې له خپل ځان څخه دفاع کړې.
نن چې ځينې خلک موږ دې ته دعوتوي چې له جهاد او قتال څځه لاس واخلئ ، له اشرف غني ، ډاکټر عبدالله او کمونستانو سره په يو مخلوط حکومت کې را يوځای شی او په خپلو ليکنو کې ملامتي هم پر موږ وايي چې د افغانستان د بربادۍ عوامل تاسې ياست ، نو دوی اشرف غني او عبدالله ، کمونستانو او د کابل طاغوتې ادارې او بهرنيانو ته ولې دا نه وايي چې د افغانستان ملت تاسې نه غواړي ، مخکې هم افغانان نه بهرنيو يرغلګرو ته تسليم شوي او نه يې لاسپوڅو ته ، که په افغانستان کې ژوند کوئ ، توبه وباسئ ، د آرام ژوند حق به درکول شي ، او که نه وي لاړ شئ له خپلو بهرنيو دوستانو سره د هغوی هيوادو ته او افغانان کرار پريږدئ چې په خپل منځ کې خپل سرنوشت په خپله وټاکي.

که يو څوک په افغانستان کې د ريښتونو مسلمانانو په لاس د يو اسلامي نظام د راتګ تضمين وکړي ، په افغانستان کې دا نن هم جنګ ختم ده ، هېڅوک يې هم نکوي ، بيا د راشي هيواد د سور ګلزار کړي ، هيڅوک يې هم په نيت شک نکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x