نظــر

دکار پوهانو تېروتنه !

نړیوالي ټروریسټي ټلوالي پرافغانستان دپوځي وحشیانه یرغل ترڅنګ دمسلمانانوپه ځانګړې توګه افغانانوپرضدعقیدوي ،فکري ،رواني ،فرهنګي اوتبلیغاتي جګړه هم ګرمه ساتلې ده .هیوادوال په تیرودوولسوکلونوکي دښکېلاک دیادوشوومحاذونودخوراپراخوفعالیتونوشاهدان دي، ځکه نودلته پرټولوهغوبحث  ته  اړتیانه لیدل کیږي ،خوپه فکري یابل حساب تبلیغاتي ډګربه یې څه خبري   وکړو.

دچاپي اوبرېښنایې رسنیوله خواپه پرله پسې ډول دیوشمېراشخاصوسره دپروفیسرانواوپوهانوپه نوم دافغانستان دروان حالت په اړه مرکې کیږي ،همداپوهان !!دافغانستان روان وضعیت دومره په سطحي توګه ارزوي چي لوستي اونالوستي یې شنني ته حیران شي چي ایاهمداپوهان نه پوهیږي چي واقعیتونه برعکس منعکسوي اوکه په عارفانه تجاهل سره دمظلوم ولس په سترګوکي خاوري شیندي .دوی هیڅکله هم دافغانستان درواني کشالې اصلي زړی (دیرغلګروځواکونوپراخ پوځي شتون )ته اشاره ونه کړه اونه یې هم دنیواکګروپرضددروان سپېڅلي مقاومت اصلي انګېزې ته ګوته ونیوله – چي هغه دخدای (ج)په لارکي دجهادپاکه عقیده اودخپلواکۍترلاسه کولو نه ماتیدونکې مفکوره ده – .دوی دواقعي لوریوڅخه مخ ګرځوي دبحث موضوع یوې اوبلي خواته کشوي ،سرچپه تعبیرونه کوي ،نیواکګروته دسوله ساتونوم ورکوي اوکله یې بیادبیارغوني ټیکه داران بولي .خودافغان ولس جهادي بریاوي بیاپردیوته منسوبوي آن کله ناکله خودومره عجیب اوغریب توضیحات ورکوی چي دبحث سره هیڅ اړخ نه لګوی هغه دچاخبره هسي دخبرووارتېروي .

مثلادوی استدلال !! کوي چي دطالبانوپه وخت کي هم په افغانستان کي بهرنیان موجودوواواوس هم پکي مېشت دي، نوخیرکه هغه مسلمانان اواوسني کافران دي . پردې به بحث نه اوږدووچي مسلمان امت دیوه وجودحیثیت لري که یې لاس وپښې ودردیږي نوهم یې ټوله وجودناقراره وي اوکه یې دبدن کوم بل اندام یاحتی  یوه وړه برخه  خوږشي نوهم یې ټول بدن په عذاب وي .
 
سمه ده په افغانستان کي همدااوسني مېشت کافران اومخکیني هغوی مسلمانان دواړه بهرنیان وواودي .خواصلي خبره داده چي  مخکیني بهرنیان  دڅه لپاره ،په څه ډول اوپه کوم موقف کي دلته موجودوواوهمدااوسني هغوی په کومه وجه ،دڅه لپاره اوپه کوم رول کي دلته دېره دي .ایاهغوی (مجاهدینو)هم داوسنیو (یرغلګرو)په شان دافغانانوکورونه تلاشي کول ،په لویواووړولارویې افغان نارینه اوښځینه دموټروڅخه راکښته کول ځانونه اومالونه یې ورپلټل ؟.ایا هغوی هم دافغانانوپه ملي کلتوراواسلامي شعایروملنډي وهلې ؟ایا هغوی هم دبي ۵۲ډوله الوتکواوکروزتوغندیوپروزرونوسپاره راغلل ؟.ایاهغوی هم افغانان بندیانول اوپه خپلوزندانونوکي یې ترکلونوکلونوپوري دخپلي خوښي سره سم  شکنجه کول اوساتل؟ایاهغوی هم په پلازمېنه اونورولویواووړوښارونوکي پوځي کاروانونه تېرول راتېرول ؟ایاهغوی هم خلګ په خاص ډول ځوانان بې لارۍ اوفحاشۍ ته رابلل ؟ایاهغوی هم افغانان دیوې ګولې (مړۍ )په بدل کي له خپل دین اسلام څخه اړول اومنسوخوادیانواوکرغیړنوایډیالوژیوته هڅول اورابلل؟ایاهغوی هم زموږطبعي زیرمي کیندلې اوخام موادیې خپلوهیوادونوته انتقالول ؟ایاهغوی هم دمشاورینوپه نوم دوزیرانو،والیانو،رئیسانواو…..دندي اجراکولې ؟ایاهغه مهال  هم داوس په څېر دولسمشرۍ ماڼۍ کي په درځنوخارجي مشاورینووظیفې درلودلې او…..؟!ځواب کاملامنفي دی ! .
 
داوسنیوبهرنیانو(اشغالګرو)اومخکینیوهغوی (مجاهدینو) دموجودیت ترمنځ دمځکي اواسمان هومره فرق ؤاودی، ځکه هغوی په ملکي اوانفرادي توګه دخپلي اسلامي ګروهي پربنسټ دخپل مسلمان ورورملاتړته رادانګلی وو، یوازینۍ اسره یې دالله تعالی رضا‌ء اودشهادت تمناوه . نه یې ټانګونه اوطیارې درلودې اونه یې  هم دکوم هیواددپوځ رول لوباوه اونه یې  هم دقومونواوولسونوغلامول اوشتمنۍ یې تالاترغه کول هدف ؤ،لکه داوسنیوبهرنیانو(یرغلګرو)چي آرموخه همداده .
 
سړی نه پوهیږي چي همداپه اصطلاح  پوهان لاولی خپل اشتباهات تکراروي، اخردوی بایدپوه شي اوواقعیت درک کړي چي اشغالګرځواکونه که په هرنوم په افغانستان کي وي افغان ولس به دسولي اوپرمختګ مخ هم  ونه ویني ،ځکه همداځواکونه ووچي داسلامي نظام پرځای یې بې دینه  اداره رامنځته کړه .دولتي بنسټونه اوعام المنفعه تاسیسات (دابواوبرېښنابندونه ،هوایې ډګرونه ،روغتونونه ،راډیویې سټیشنونه ،مخابراتي دستګاوي او…..) یې بمبارکړل .په لسهاووزره بې دفاع هیوادوال یې شهیدان اوپه داخل اوبهرکي بندیان کړل  .فحاشي اودمخدره موادواستعمال یې رواج کړ.دخپلواک ملي اواسلامي حکومت ( امارت )په مقابل کي یې قاتلان ،جګړه ماران اوجاسوسان تقویه کړل اوبالاخره یې دهمدوی له ګډولې څخه دکابل موجومنفوربلواک ترستوني په اخلاقي اوادارې فسادکي غرق  رژیم وزیږاوه .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x