راځئ د لوی الله جل جلاله پاکي بيان کړو !

یوسف عليه السلام چې د قحطۍ پر مهال غنم وېشل نو یو ماشوم درې ځله راغی او غنم یې له ځان سره يوړل .
اخر یوسف عليه السلام مجبور شو ماشوم ته یې وویل: ای وروره ! خلکو ته یو وار غنم نه رسیږي ستا دا څووم ځل دی چې غنم وړې نور یې بس که ! ډېر اړ او محتاج خلک پاته دي !
ماشوم جواب ورکړ : ای یوسف عليه السلام ته ما نه پېژنې که دي وپېژندم نو څه چې وایم هغه به منې او څه چې غواړم هغه به راکوې .
یوسف عليه السلام وویل : ته څوک يې ؟
کوچنی : زه هغه ماشوم یم چې د زلیخا په تور کې مي د پاکۍ شاهدي در باندي وویل .
یوسف عليه السلام غېږ ته نژدې کړ او بیا یې امر وکړ دا ځوان ته خزانې خلاصي کړئ څه چې وړی شي مه یې ترې سپموئ . . .
الله جل جلاله ورته وحي وکړه چې ای یوسف ! ته یو بنده یې یو چا ستا پاکي یاد کړه ټولي خزانې دي ورته خلاصي کړې نو څوک چې زما پاکي یاده کړي ، ذکر مي وکړي نو څه به ور سره کوم ؟ فکر وکړئ چیري د یوسف عليه السلام خزانې او چیري د الله جل جلاله خزانې ، چیري د یوسف عليه السلام ور کړه او چیري د خدای جل جلاله ورکړه .

راځئ چې الله جل جلاله تل یاد وساتو او پاکي یې یاده کړو !

مولوي عنايت الله العلمي صاحب

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

سبحان الله