افغانستان

بلخ امنیه قومندان: د هند پر کونسلګرۍ د برید تر شا د پاکستاني جنرالانو لاس وو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، مرغومي ۲۳مه، ۱۳۹۴ ل): د بلخ ولایت امنیه قومندان سید کمال سادات نن له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې په مزار شریف کې د هندوستان پر کونسلګرۍ په برید کې د پاکستاني جنرالانو لاس وو.

نوموړي وویل: «بریدګر چې د پاکستان د پوځ افسران وو، د پولي د بلې غاړي څخه راغلي وو، ښه مجهز او روزل شوي وو چې له امله یې وتوانېدل د امنیتي ځواکونو سره ۲۵ ساعته جګړه اوږده کړي».

سید کمال سادات وايي چې «مونږ په خپلو سترګو ولیدل چې هغوی څرنګه جګړه کوله، زه ۹۹ سلنه متیقن یم چې بریدګر د پاکستان د پوځ افسران وو، هغوی د خپلو عملیاتو د اوږدلو لپاره خاص تکتیکونه کارول».

نوموړي زیاته کړه چې بریدګر روزل شوي پوځيان او له استخباراتي معلوماتو او امکاناتو سره سیمي ته راغلي وو.

سادات وايي چې دوی اوس څیړني پیل کړي تر څو هغه کسانو ته لاره پیدا کړي چې د ده په وینا دغه پاکستاني افسران یې تر مزار شریف را رسولي، هلته یې ساتلي او له هغوی سره یې کومک کړی دی.

ویل کیږي چې د هندوستان پر کونسلګرۍ بریدګر په دولتي زرې ضد موټر کې د کونسلګرۍ تر سیمې راوړل شوي وو او بیا کونسلکرۍ ته مخامخ په یوې ودانۍ کې ځای پر ځای شوي وو.

د بلخ امنیه قومندان وايي چې دوی د ملي امنیت مشر سره په رابطه کي دي، ترڅو معلومه کړي چې دغه کسان چې په اردو ژبه یې خبرې کولې او پښتو يا فارسي یې نه وه زده، څرنګه وتوانېدل چې تر دې حساسي سیمي پورې ځانونه ورسوي.

تېره اونۍ په مزار شریف کې د هندوستان پر کونسلګرۍ برید وشو، چې د امنیتي چارواکو په وینا یوازې یو عسکر په کې ووژل شو او نهه کسان نور ټپيان شوي وو. برید هغه مهال پيل شو چې د فوټبال په پای لوبه کې افغانستان له هند سره مخ شو او لوبه د هند په ګټه تمامه شوه.

د پيښي مسؤولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ویلي چې په دغه بريد کې د دوی هيڅ لاس نه شته او نه خبر دي چې دغه بريد د چا له لوري ترسره شوی دی.

داسې شکونه کېږي چې یاد برید پخپله د بلخ والي عطا محمد نور د کسانو له خوا پلان شوي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x