نظــر

ترورستان څوک دي؟

له مشهور او وتلې جرمني داعي صلاح الدین بیافوګن څخه یوه ژورنالیست پوښتنه وکړه چې اسلام او تروریزم څه اړیکه سره لري؟ هغه په ځواب کې ورته وویل :

لومړی نړیواله جګړه چا پیل کړه ؟ مسلمانانو ؟

دویمه نړیواله جګړه چا پیل کړه ؟ مسلمانانو ؟

20ملیونه د استرالیا اصلي اوسیدونکي چا ووژل ؟ مسلمانانو ؟

د چاپان دوه ښارونه هیروشیما اوناګاساکي چا په ایټمي بمونو ویستل ؟ مسلمانانو ؟

تر 100ملیونه زیات سورپوستې هندوان په شمالي امریکا کې چا ووژل ؟ مسلمانانو ؟

په جنوبي امریکا کې تر 50 ملیونه زیات سورپوستې هندوان چا ووژل ؟ مسلمانانو ؟

له 180 ملیونه زیات افریقایان چا غلامان ګرځولې وو ، 88% یې مړه شول او ټول داتلانتک بحیرې ته وغورځول شوو هغه جنایت چا وکړ ؟ مسلمانانو ؟ !

دا ټول ستر او تاریخي جنایتونه یو هم مسلمانانو نه ده کړی ، موږ باید د تروریزم مفهوم په سمه توګه وپیژنو ، که یو نا مسلمان کوم جرم وکړي ، هغه یواځي جرم بلل کیږي او همدا جرم که مسلمان وکړي ، نو دا ترور بلل کیږي !!! نن په نړۍ کې هغه د یو بام او دوه هواوي خبره ده او د حقیقي ترورستانو د څیرو د پټولو هڅې رواني دي .

http://www.facebook.com/pages/Hamed-Afg/263888250341446

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x