افغانستان

يونيسف: په زده کړو کې افغانستان د نړۍ څلورم وروسته پاتې هيواد دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، مرغومي ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): په ملګرو ملتونو کې د ماشومانو د ملاتړ اداره «يونيسف» وايي چې افغانستان په نړۍ کې د هغو څلورو هېوادونو په کتار کې دی چې په لوی شمير ماشومان يې له زده کړو بې برخې دي.

د يونيسف په يوه تازه راپور کې راغلي چې افغانستان له سويلي سوډان، نايجيريا او سوډان څخه وروسته د زده کړو په برخه کې په څلورمه درجه پاتې هېواد دی.

په راپور کې راغلي چې د افغانستان له هرو څلورو ماشومان څخه چې عمرونه يې له ۵ تر ۱۵ کلونو پورې دي، يويې له زده کړو پاتې دی.

يونيسف وايي کله چې ماشومان له لومړنيو زده کړو بې برخې شي، نو ددوی په راتلونکي ژوند او ځوانۍ هم اغيز لرلای شي او د زده کړو نه شتون يې د اقتصادي پرمختګ تر څنګ په ژوند کې له ډول ډول ستونزو سره مخ کولای شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د پوهنې وزارت وياند مجيب مهرداد وايي چې په هېواد کې د بېلابېلو لاملونو له امله له ۱۱ ميليونو ماشومانو څخه يې ۳ ميليونه ښوونځيو ته لاس رسی نه لري.

مهرداد وايي چې په افغانستان کې ځينې دودونه لاهم د زده کړو په لاره کې خنډ دي او ځينې مشران نه غواړي چې بچيان يې زده کړې وکړي.

د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې دا مهال د هېواد څه باندې ۸ ميليونه ماشومان ښوونځيو ته ځي چې درې ميليونه اوس هم بې زده کړو پاتې دي.

بايد وويل شي چې په افغانستان کې د دولتي ښوونځيو د زده کړو بهير او چاپیريال هم ددې لامل شوی چې زده کوونکي يې له زده کړو بې برخې کړي دي او له زده کړو سره يې د هغوی علاقه کمه کړې ده.

د تعلمي چارو پوهان وايي چې د زده کړو له پاره نا مناسب، او غير خوندي چاپيريال هم د زده کوونکي پر ذهنونو او زده کړو منفي اغيز کوي چې له امله يې زده کوونکي له زده کړو څخه زړه توري کيږي.

افغانستان ته د نړيوالې ټولنې د ميلياردونو ډالرو سره سره بيا هم د افغانستان د اطرافو او حتی ځېنې يې ښارونو ته څېرمه ښوونځي لاهم تر شنه اسمان او يا په خيمو کې زده کړې پر مخ بيايي چې دولت لاهم ورته ودانۍ او نورې اسانتياوې نه دي برابرې کړي.

سويلي سوډان، نايجيريا او سوډان هغه هېوادونو دي چې له مودو راهيسې له غربت او راز راز ګواښونو سره مخ دي، نو ځکه په دغو هېوادونو کې د زده کړو بهير ټکنی دی، خو د افغانستان په ګاونډ کې پاکستان هغه هېواد دی چې تعليمي شعار يې « زده کړه د ټولو له پاره ده» چې په دې لار کې يې ټولې لارې چارې په کار اچولي دي او غواړي چې خپلو اتباعو ته د سل سلنه زده کړو زمينه برابره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x