نظــر

سوله د خلکو غوښتنه ده، خو د خلکو دښمنان يې نه غواړي

عبدالمالک همت-

دا يو څرګند حقيقت دی چي زموږ خلک او د نړۍ ټول عام وګړي د سولي پلوي کوي او چي اړ نه سي جګړه نه کوي، بلکي له جنګ او جګړه مارو ځواکونو څخه په عذاب دي او له دې امله يې خداى ورکړى ژوند تريخ او د ډول ډول ناخوالو څخه ډک دى. خو له بده مرغه ظالمان او ظالم پالي بيا خپلي ګټي پر نورو باندي په تېري، جګړه ماري، د جګړې د اورونو په بلونه، شر او فساد، او حق ته په غاړه نه ايښوولو، حق تلفي ، سرکښي ، پرنورو باندي په لوړتيا او سرناخلاصي کي ويني.

لکه چي پوهيږو دا ډېر کلونه بهرنيو او کورنيو زورواکانو او د دوى شريکانو زموږ په ګران او ښکلي هيواد کي د جنګ او مرګ ژوبلي اورونه بل کړي اوخپلي ګټي، موخي او خوښي  پکښي ترلاسه کوي. په دې توګه په پرله پسې توګه عام، بې ګناه او بې دفاع خلک له خپلو کورونو او هست ونيست څخه بې برخي کيږي، هجرتونو ته اړکيږي او يا هم ژوبل کيږي يا وژل کيږي. د کاروبار، اقتصاد او د هيواد د ډول ډول پرمختګونو مخه نيول سوې او پر دې سربېره د بې کاريو له شامته څو پيسو ته اړ عسکر او له بلي خوا پاڅون کوونکي او د هيواد د ژغورني او د هغه د خپلواکۍ د بيا ګټني مجاهدين د دې تپل سوي جګړې قرباني کيږي.

دغه ظالم  عناصر چي يو د بل په مرسته په دغسي حالت کي خپلي ګټي، ژوند او بقا ويني، نو په هيواد کي سولي او کرارۍ ته څه اړتيا لري؟ په سوله کي خو دوى دا هرڅه امتيازونه چي دوى خپل کړي دي، له لاسه ورکوي، بلکي د خپلو ناوړو کړنو او تر سره کړو جنايتونو له امله به د محاکمې سره مخامخ کيږي. په دې که څوک دوى ووېروي که يې ونه وېروي، دوى دا وېره لري او زړه ته يې لوېدلې ده، نو دوى ولي سوله وکړي؟ له دې امله دى چي کله په افغانستان کي خبره سولي ته نژدې کيږي، دوى خبري په يوه پلمه او بله پلمه سبوتاژ کوي.

د پګواش په غونډه کي چي د ګډ حکومت له لوري کومو کسانو برخه اخيستې وه، زياترو ته يې مقابل لورى حق په جانب جوت سو، ځکه  نو د غونډي برخه والو په اتفاق سره داسي يو  پرېکړه ليک صادر کړ چي په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو وتلو، د هغو د لاسوهنو مخنيوي او سولي او سم سمکي ته لار اواروي.

خو له بده مرغه چي دا پرېکړه ليک او د غونډي پايلي د ګډ حکومت او د هغه د شريکانو او ملګرو د منفي تاثر او غبرګون سره مخامخ سوې. اوس چي بیا دادی په اسلام اباد کې د سولې په اړه د امریکا، چين، پاکستان او افغانستان د استازو په ګډون څلور اړخیزه غونډه وسوه، کله چي د کابل د ادارې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی تازه له دغي غونډي څخه کابل ته راستون شو، رسنیو ته يې وویل چې هغه طالبان به ځپل کیږي کوم چې د سولې پروسې سره نه یو ځای کیږی.

حکمت کرزي زياته کړه : په څلور اړخیزه غونډه کې دا پریکړه وسوه چې امریکا، افغانستان او پاکستان به هغه طالبان په ګډه ځپي کوم چې د افغانستان پر شرطونو برابرې سولي ته غاړه نه ږدي.

د دې څلوراړخيزې غونډې تر پیلېدو وړاندې د اجراييه ریاست ویاند جاويد فیصل هم ورته څرګندونې کړي وې او ويلي يې وه چې د سولي نه منونکو طالبانو پر وړاندې به «ګډ عملیات» ترسره کړي.

جاويد فیصل د رسنیو سره په خبرو کې وویل: په دې غونډه کې به پاکستان دوی ته د هغو طالبانو نومونه ورکړي چې د دوی په خبره له سولې انکار کوي.

تر دې وړاندي اشرف غني هم په ننګرهار کې یوې لويي غونډي ته د وینا پر مهال وویل چې چا ته د سولې لپاره ننواتی نه شي کولای.

نوموړي همداراز څو ورځي وړاندي ویلي وه چې طالبان به د کابل حکومت مني، وسلې به پر ځمکه ږدي، اساسي قانون ته به احترام کوي او د افغانستان اوسنی نظام به مني، بیا به ورسره د سولي خبري کیږي.

نو اوس بايد دا هر د عقل خاوند ته معلومه سي چي دغه عناصر د دې لپاره په مبالغه سره د سولي شعار ورکوي چي ولس وغولوي او دا تاثر ورکړي چي ګډ حکومت د سولي پلوى دى او بله دا ګټه ځني اخلي چي که د هيواد ژغورني د ملي مبارزينو له ليکو څخه يو څو تنه را بېل کړي او يا خو که وسي څه نه پخلاکېدونکی اختلاف پکښي رامنځ ته کړي.

له دې پرته دغه کسان د سولي له نامه څخه داسي بدوړي، لکه ابليس له اعو‌ذ بالله څخه.

يو به داوي چي پر دغو د سولي ضد عناصرو به داسي حالت راسي چي بې له دې چي سولي ته غاړه کښېږدي، بله چاره به نه لري، که نه له دوی څخه د سولي هيله خيال است ومحال است وجنون، والسلام.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x