خبرتیاوی او پیغامونه

دافغان محصلينو نوې اتحادیه وټاکل شوه

نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد کې  افغان محصلينو د کال ۲۰۱۳- ۲۰۱۴ز لپاره نوې اتحادیه وټاکله.

د اتحاديې د ټاکلو پر مهال یوه پرتمينه غونډه ددغه پوهنتون د درېمې ليليې په خوړنځای کې جوړه شوې وه، چې په سلگونو افغان محصلينو په کې گډون کړې وه.

 غونډه  قاري صیب عبدالرحمن باز د قرآن کريم په مبارکو آیاتونو پېل کړه، ورپسې ملي سرود واورول شو چې په درناوي کې يې ټول افغان محصلين ودرېدل.

بیا ښاغلي ذاهد الله کمالي ته د ترانې لپاره  نوبت ورکړل شو.

ورپسې د ټاکنو د کميسون رئيس ښاغلي استاد دکتور احمد خالد حاتم  د نوې اتحاديې د ټاکلو په اړه او د تېرې اتحاديې د فعالیتونو  په اړه وغږيد. ښاغلي حاتم  افغان محصلينو ته گټورې مشورې ورکړې، نوموړي وویل چې د هر کار او هرې ستونزې په هوارولو   کې باید هر افغان محصل د اتحاديې له مسؤولينو سره اړيکه ونيسي. استاد په پای کې نوې اتحاديې ته د هغوی مسؤوليتونه ورپه گوته کړل.

له ښاغلي حاتم وروسته د افغان محصلينو د اتحاديې پخوانی رئيس ښاغلی افضل خان فطرت  غونډې ته دخپلې وینا په ترڅ کې دتېر یوه کال په اوږدو کې خپل فعالیتونه او لاسته راوړنې روښانه کړې.

همدارنګه دشرعیاتو او قانون پوهنځي استاذ او دغونډې مشر میلمه استاد دکتور فضل الرحمن په خپل وار غونډې ته عالمانه وینا وکړه، ښاغلي استاد دتېرې اتحادیې له اعضاوو څخه  مننه وکړه او دراتلونکې اتحادیې لپاره یې له الله جل جلاله څخه دتوفیق غوښتنه وکړه، او په افغان محصلینو يې غږ وکړ چې  دافغان محصلینو له اتحادیې سره هر راز مالي او معنوي همکاري وکړي.

بیا د اتحاديې نوي رئيس ښاغلي عبدالله سعيد د غونډې گډونوالو ته وینا وکړه او د را روان کال لپاره يې په خپلو پلانونو خبرې وکړې.

afghan students islamabad

ښاغلي عبدالله سعيد همداراز خپله کابينه د غونډې گډونوالو ته ورپېژندله، چې نومونه يې په لاندې ډول دي:
 
عبدالله سعيد                   رئیس

یعقوب بیگ                      مرستیال

نظام الدين کامل               دکلتوري چارو مسئول

مطيع الله قاسمي             دخارجه چارو مسئول

عدنان ناصري                    دنشاطاتو مسئول

احمد خالد امرخيل              دمالي چارو مسئول   

وروسته بیا محمد فهيم عثمان او کليم الله په خپلو خوږو آوازونه خپله تیاره کړې ترانه د غونډې ګډونوالو ته واوروله.

بیا دتېرې اتحاديې اتحادیې لخوا هغو استادانو ته چې علمي او ديني درسونه يې تیار کړي وو او دپخوانۍ اتحادیې اعضاوو ته یادګاري تحفې ورکړل شوې همدارنگه دتېر یوه کال په موده کې له اتحادیې سره په همکارو محصلینو ستاینلیکونه وویشل شول.

 غونډه د نصر الله  نيازی په دعائیه وینا پای ته ورسېده.

یاده  دې وي چې دغونډې ویندوی او انانسر ضیا الکوزی و.

دیادونې وړه ده چې د افغان محصلینو اتحادیه یوه نادولتي، بې پرې ټولنه ده چې له بنسټیزو موخو څخه یې په نوموړي پوهنتون کې دافغان محصلینو دیووالي، ورورولۍ فضا برابرول، نړیوالو ته د افغان رښتيني کولتور، دود او دوستور ورپېژندل، ديني، علمي، معلوماتي، تاريخي درسونه برارول او له نویو راغلیو او پخوانیو افغان محصلینو سره دکانکور په ازموینه او نورو چارو کې اړینه مرسته کول دي.

د نړیوال اسلامي پوهنتون- اسلام اباد دبنسټ ډبره په ۱۹۸۲م کال ایښودل شوې، او د نړۍ د ۴۷ هیوادونو تبعه محصلین پکې په زده کړو بوخت دي، چې د ۲۰۰۰۰ محصلینو او محصلاتو له جملې څخه تقریبا ۹۰۰ افغان محصلین او نېږدې ۸۰ افغانې محصلانې دي. په نوموړي پوهنتون کې هرکال یوه ورځنی نړیوال کلتوري نندارتون جوړیږي چې پکې دافغان محصلینو اتحادیې هرکال دافغانستان په استازیتوب ونډه اخلي. باید دا یادونه هم وکړو چې له تېرو څو کلونو راهيسې افغان محصلين په کلتوري نندارتون کې په ۴۷ هېوادونو کې لومړۍ مقام گټي.

باید وویل شي چې دافغان محصلینو اتحادیه دسږ کال کلتوري نندارتون چې د روانې مارچ  میاشتې کې جوړیږي د لا ښه ځلیدا لپاره د ټولو افغانانو وروڼو څخه د هرډول همکارۍ او مرستې غوښتنه کوي.

د افغان محصیلینو اتحادیه

نړیوال اسلامي پوهنتون – اسلام آباد

afghan students islamabad2

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x