ټولنیزه برخه

د نبوي سیرت یوه کیسه او له میرمنو سره مشوره

حامد افغان

د مسلمانانو او د مکي د مشرکینو ترمنځ چې د حديبيي سوله وشوه رسول الله صلی الله عليه وسلم مسلمانانو ته وفرمایل: اې خلکو! څاروي مو حلال او سرونه وخریئ! ( يا أيها الناس انحروا واحلقوا). راوي وایي: د رسول الله په خبره هیڅوک پورته نشول، بیا او بیا یې هغوی ته دا خبره وکړه خو هیڅوک هم پورته نشول چې څاروي حلال او سرونه وخریي. له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په دې سفر کې د هغه میرمن ام سلمه هم وه، د هغې خیمې ته ورغی او دا کیسه یې ورته وکړه او ورته کړه یې: ام سلمه! په دې خلکو څه شوي دي، زما په خبره عمل نه کوي؟!

هغې ورته وویل: يارسول الله! تا خو هغوی ولیدل چې په دې سوله هغوی ټول خپه دي، په دوی کې هیڅ انسان ته بیا دا خبره مه کوه، ته خپل څاروی پخپله حلال کړه، او سر هم وخریه، کله چې هغوی ستا دا کړنې وویني پخپله به هغوی هم دا کړنې ترسره کړي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم راووت، هیچا ته یې هم څه ونه ویل، خپل د قرباني څاروی یې حلال کړ او بیا یې سر وخریه، کله چې هغه خلکو ولید ټول پورته شول او د څارويو په حلالولو او سرونو خرېیلو یې پیل وکړ. رواه احمد في مسنده

د حدیثو امامان د دې حدیث په رڼا کې لیکي چې رسول الله ته د هغه د ميرمني ام سلمه رضي الله عنها مشوره کره او مبارکه وه، عجیبه وه!! رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو ته درۍ ځله امر کوي خو هغوی خپل ناست دي او امر یې نه مني، خو وروسته یې چې ميرمني مشوره ورکړه نو هغه کارکره ثابته شوه او خلکو د رسول الله پیروي پیل کړه، د رسول الله له خپلې میرمنې مشوره اخیستل دا معنا لري چې که څوک کومه ستونزه او مشکل ولري باید له خپلې ميرمني سره یې شریکه کړي او چې هغه پوهه او د کره مشورې وړ عقل لري باید مشوره یې عملي کړل شي.

ښځو سره د مشوره اخیستلو ثبوت په اړه علماء په دې ایت هم استدلال کوي: قَالَتْ إِحْدٰىهُمَا يٰٓأَبَتِ اسْتَـْٔجِرْهُ ۖ إِنَّ خَيْرَ مَنِ اسْتَـْٔجَرْتَ الْقَوِىُّ الْأَمِين. ُ[سُوۡرَةُ القَصَص : 26]. یعني له هغو دوو ښځو څخه يوې خپل پلار ته وويل: “پلار جانه، دغه سړی نوكر ونيسه؛ دی تر ټولو یوه غوره څوک دی چي نوكر يې نيسې، ځکه چي قوى او امانتدار دی.” دلته د شعیب لور خپل پلار ته مشوره ورکړه چې موسی علیه السلام په اجرت ونيسه او هغه یې مشوره ومنله. خو متاسفانه موږ کې یو حدیث مشهور دی چې هغه سم نه دی او آن محدثينو موضوعي بللی دی، او هغه دا چې ښځو سره مشوره وکړئ او بیا یې مخالفت وکړئ. داراز نورې ګڼ شمیر داسې خبرې خلک کوي چې د هغو موخه همدا له ښځو سره د مشورې مخالفت ده.

زموږ عامیانه کلتور هم په ځیني جاهلانه خبرو ولاړ ده، ډېر خلک چې د خپلې میرمنې یوه خبره هم نه مني، د هغې ښې او د کار مشورې ته اهمیت نه ورکوي؛ هغوی ځان تکړه او پیاوړی بولي، او عجیبه خو دا ده چې ډېر داسې خلک همدشته چې هغوی مکمل واک او اختیار خپلې میرمني ته سپارلی وي خو د خلکو منځ کې داسې تظاهر کوي چې ګواکي دی هم د ښځې په باره کې تکړه دی! د الله د سپیڅلي پیغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ګام په ګام الهي وحي راروانه وه او د ژوند په مختلفو پېښو کې الهي لارښوونې ورته کیدلې خو هغه بیا هم له خپلې میرمنې سره مشورې ته اړتیا لیدله او د هغې مشوره یې عملې کوله. خو زموږ ډېری په تشو سرونو او آن د خپل ژوند له ګڼو تجاربو سره نااشنا هم ځان د خپلې ښځې تکړه بولي او مشورې ته یې اړتیا نه ویني!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x