
ایران د امریکا د سمندري ځواک دوې کښتۍ نیولي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲۳مه، ۱۳۹۴ ل): ایران د امریکا د سمندري ځواک دوي کوچنۍ کښتۍ تېره ورځ سه شنبه هغه وخت ونیولي کله چې ددوی اوبو ته په فارسي جزیره کې داخلي شوي.
په دواړو کښتیو کې د سمندري ځواک لس عسکر هم نیول شوي دي.
ایران د امریکایې کښتیو نیونه تایید کړي، د ایران پوځ ویلي هغه دوې امریکایې کښتۍ یې نیولي چې ددوی اوبو ته داخلي شوي وي، په کښتیو کې ۹ نارینه او یوه ښځینه عسکره نیول شوي دي.
واشنګټن ویلي چې د ایران اوبو ته ددوی کښتۍ قصدا نه دي ننوتي بلکه دا یوه تصادفي پېښه رامنځته شوي، دوی امید لري چې نن ورځ به ددوی کښتۍ او عسکر ایران خوشي کړي.