افغانستان

عاجل خبر: جلال اباد کې د پاکستان کونسلکرۍ ته څېرمه چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲۳مه، ۱۳۹۴ ل): د ننګرهارپه مرکز جلال اباد ښار کې څو شيبې وړاندې د پاکستان کونسلګرۍ ته څېرمه سرتېری بريد وشو

تر اوسه د ننګرهار چارواکو د بريد د تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي خو د پېښې يوتن عيني شاهد فضل الهي پژواک خبري اژانس ته ويلي چې « د پاکستان کونسلګرۍ ته څېرمه د پوليسو يو رنجر موټر ولاړ يو کس راغی له پوليسو يې ټوپک واخيست او بريد يې وکړ»

هغه وويل چې دوه جسدونه او يو شمير ټپيان يې وليدل چې د پېښې په ځای کې پراته وو.

يوبل تن عيني شاهد هم ويلي چې پر کونسلګر له بريد وروسته د ډزو غږونه هم اورېدرل شوي دي.

تر دا مهاله د بريد مسووليت کوم لوري په غاړه نه دی اخيستی.

د پېښې په اړه د نورو جزئېاتو له پاره له نن ټکي اسيا سره اوسئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x