
هلمند: په ګرشک ولسوالۍ کې ۱۸ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲۳مه، ۱۳۹۴ ل): طالبانو یوځل بیا په ګرشک ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي، تېره شپه د ګرشک ولسوالۍ مرکز ته نژدې په ده ادم خان سیمه کې امنیتي پوستې د طالبانو تر بریدونو لاندي راغلي دي.
بریدونه د شپې مهال ناوخته پيل شوي او تر سهاره یې دوام کړی، د جګړې په ترڅ کښي تر اوسه د لسو پولیسو وژنه او د اتو نورو ټپي کیدل د ګرشک ولسوال شریف خان منلي دي.
امنیتي چارواکي همدارنګه ادعا کوي چې په جګړه کې یې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اړولي.
طالبانو تر اوسه د تېري شپې د بریدونو په اړنه معلومات نه دي وړاندي کړي.