
کویټه: د پولیو پر مرکز چاودنه کې ۱۴ تنه وژل شوي
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲۳مه، ۱۳۹۴ ل): د پاکستان د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه کې د سیټلایټ ټاون په نامه سیمه کې د پولیو د مخنیوي پر مرکز چاودنه شوې چې له امله یې د ۳ پولیسو په ګډون ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د پيښي سمدستي وروسته امنیتي ځواکونه سیمي ته رسیدلي او شاوخوا سیمه یې کلابنده کړې.
ویل کیږي چاودنه نن سهار په داسي وخت کې را منځته شوه کله چې د پولیو د مخنیوي په مرکز کې دننه کارکوونکي خپل کارونو ته را روان وه چې په دغه وخت کې د امنیت لپاره پولیس هم موجود وي.
د چاودني غږ تر لرې پرتو سیمو اوریدل شوی، ځايي اوسیدونکي وايي چې د چاودني د شدت له امله د شاوخوا کورنو شیشې هم ماتي شوی او نیژدې ولاړو موټرانو ته هم زیان رسیدلی.
ټپيان روغتون ته رسول شوي خو د ځینو حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر سرفراز بګټي د رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې چاودنه د سرتیری برید په نتیجه کې را منځته شوې.
نن د پولیو د مخنیوي په خاطر د درې ورځني کمپاین دریمه ورځ وه، په دغه کمپاین کې د پولیو د مخنیوي ادارې هڅه کوي چې په کویټه او بلوچستان کې تر هر ماشومه ځان ورسوي او هغوی ته د پولیو واکسین په خوله کې ورکړي.
تقریباً یونیم یا دوه کاله وړاندې د اسلامی امارت له خوا اعلان شوی وه چې دوۍ د پولیو والا سره هیڅ مشکل نلري …. که چیرې اسلامي امارت په افغانستان کې تر خپلې ولکې لاندې سیمو د پولیو (د بیزو/شادي او خنزیر څخه جوړې شوي څاڅکو ) ته اجازه ورکړه نو دا به د اسلامي امارت په تاریخ کې یوه نه هیریدونکې تیروتنه او هم د ولس سره په لویه اندازه خیانت او جفا وي …….. تاسو باید د خیبر پختونخوا او بلوچستان لاس تړلو علماو فتواوو ته ونګورۍ باید خپله آزاده پالیسي ولرۍ کومه چې د اسلام پالیسي ده… نور لوستل »
جبارخيل صيب
تاسو د پوليو واکسين په کوم لابراتوار کی تيست کري دي?
تاسو به کيداي شي اشتباه پوهيدلي وی، واکسين په خپل ذات کی د مهلکو بيماريانو پیشگیرانه درمل دي، دا چی امارت ورسره مشکل لري مطلب پکي بهرني کلرکوونکي دي چی د واکسينو تر سنگ جاسوسي هم کوي، لکه شکیل آفریدی،،
د پوليو د واکسينو سره روغه کله هم تيروتنه نه ده، مامورین يي باید تزکیه او تر سارني باندی فعالیت ولري.
مننه