boy with wings

ملایکه او شیطان

کیسه کا چې یو وخت د ایټالیا یوه واکمن یو وتلی رسام راوغوښت او امر یې ورته وکړ چې دهیواد د لوی روحي مر کز په دروازه دوه متضاد انځورونه رسم کړي ، یو د ملایکي انځور او په مقابل کې یې دشیطان انځور ، څو خلکو ته د ښو او بدو توپیر په انځوریز شکل روښانه کړل شي .

رسام په انځورونو له پیل مخکي د داسې دوو متضاد شکله انساني څیرو په لټه کې شو څو دا دواړه انځورونه د هغو په تقلید سره تیار کړي ، یو ښایسته ماشوم یې پیدا کړ ،

سپینه ښکلې څیره یې وه په مخ کې یې درنښت او ښکلا ځلیده او په سترګو کې یې نیکمرغي له ورایه معلومیدله ، د ماشوم کورته ورغی او دهغه له مور اوپلار نه یې اجازه وغوښتله چې دا ماشوم به څو ورځي له ماسره ځي هلته به راته ناست وي څو زه د ده په څیر یو انځور تیار کړم ،اوپه بدل کې به یې ستاسو په خوله پیسې درکړم ، هغوی ومنله ماشوم یې ورکړ اوپه څو میاشتو کې خورا ښایسته انځور تیارشو داسې چې هیچا یې ساری نه و لیدلی .

رسام د دویم انځور په تیارولو پیل وکړ ، اوپه پیل کې د شیطان شکله انسان په لټه کې شو ، رسام غوښتل خپل کار په رښتیني معنا سرته ورسوي ، او د مطلوب انسان ژوره پلټنه یې پیل کړه ، دې پلټنې یې ډیر وخت واخیست او څلویښت کاله پسې وګرځیدی ، پاچا وویریدی چې خبره اوږده شوه نو اعلان یې وکړ چې دچا څیره ډیره رعب لرونکي او زیاته خوړجنه وي هغه خلک باید حاضر شي او ډیر انعام به ورکړل شي ، رسام بندیخانې وکتلې ، د روحي ناروغانو روغتونونو ته ولاړ او ګڼ شمیر ځایونه یې وکتل خو ټول انسانان وو او شیطان یې ونه موند .

یوه ورځ یې ناڅاپه شیطان پیدا کړ ، چې هغه یو بدحاله ا نسان و ، په یوه تنګ او پلیت ځای کې ناست و او دشرابو مینا یې په خوله کې نیولې وه ، رسام یې خواته کیناست او د موضوع په اړه یې خبرې ورسره وکړې ، ورته ویې ویل چې ښې پریمانه پیسې به هم ورکړي ، او سړي موافقه وکړه . هغه ډیر بد مخی او بد بویه انسان و ، لغړه کوپړۍ یې وه او په تندې یې ګوتشمیر څو ویښتان وو ، په خوله کې یې غاښونه نه وو ، په لوړ غږ یې خبرې کولې ، او شکل یې کټ مټ د شیطان و .

رسام له ځانه سره کړ او د انځور په تیارولو یې پیل وکړ ، دانځور تیارولو ډیر دقت ته اړتیا لرله او څو ورځې کار یې غوښت ، یوه ورځ رسام په خپل کار بوخت و او دا شیطان شکله انسان یې مخته ناست و ، رسام چې هغه ته وکتل دهغه له سترګو اوښکې روانې وې ، رسام حیران شو او ورته ویې ویل : که ډوډۍ یاشرابو او هرشي ته اړتیا لرې ووایه چې درته رایې وړم . هغه په غریو نیولې غږ ورته وویل : تقریبا څلویښت کاله مخکي تا زه لیدلی وم … هغه مهال زه ماشوم وم ، او زما له څیرې دې د ملایکي انځور تیار کړی و …. او نن ته زما له څیرې دشیطان انځور جوړوې !!!
شپو او ورځو په ما کې بدلون راوست او زه یې د خپل ځان نقیض وګرځولم ، او دا زما دکړنو لامله … غریو یې په ژړا او کړیکو بدل شو ، سلګۍ یې زیاتې شوې ، درسام په اوږه یې سر کیشود د رسام زړه هم دده په حالت ودردیدی او دواړو یوځا ی د ملایکې د انځور خواته ښه ډیر وژړل .

موږ الله جل جلاله ټول د ملایکو په څیر پاک اوسپیڅلې پیداکړې یو ،
دا موږ یو چې خدای راکړې پاک نفسونه دشیطان په پیروې کې په ګناهونو او جرمونو ګنده او پلیت کړو ، قران کریم وایې : وهدیناه النجدین ، یعني موږ انسان ته (دخیراوشر) دوه لارې ښوولې دي ، ګناهونه پلیتي او بد بویه دي د انسان په سپیڅلې روح او پاک زړه تور داغونه او خوړجن خاپونه لګوي او د ملایکو په څیر پاک انسان دشیطان په څیر بد مخلوق وګرځوي .

خدایه ! موږ ته ستاد یاد او شکر توفیق
راکړه او ستا د ښه عبادت وس راکړه .

حامد افغان

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د