شعـــــرونه

د عشق درياب ـ عرفاني

عرفان الله عرفاني

د ژوند ارمان د ژوند کېــسه به مې شې
مه ځه راتم شه نن مېلمه به مې شې

د بـــــــــــدرنګيو کــــــــــــلا و نړوه
سمه د حسن فلســــــــفه به مې شې

زه دې شــــــــــپونکی د بيـــابانونو يمه
په سپېره دښته کې خېمه به مې شې

بــــــيا تږی تږی جــــــــل وهلی راغلم
د غره لمنه کې چينه به مې شــــــــې

د اوږدو لارو لارويــــــــــه تــــم شــــه
د دېوال ســــيوري ته دمه به مې شې

د عشق درياب مې بيا مـــــوجونه وهي
غرق نشم ګرانه سَفِينه به مې شــې

تکل مې کـــړی ديـــــار کــــلي ته ځم
راځه په مـــــينه بدرګه به مـــې شـې

چــې انعــکاس يې ګړنــګونه وکـــړي
د وطن مســته تــــــــــرانه به مې شې

دعـرفانـــــــــي د زړه حجرې ته راشه
غزل غزل ټپه ټپه به مې شــــــــې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x