خبرتیاوی او پیغامونه

په نړیوال سلامي پوهنتون اسلام اباد کښي د کتاب مخکتنه وشو

 نن د۲۰۱۳/۰۳/۱۴ نیټه په اسلام اباد کښي د افغان زده کړیالو د ټولني په نوښت د “الوجیز في مصطلحات ا لفقهية ” په نوم دکتاب د مخکتني غونډه جوړه شوي وه دغه غونډه ماخوستن ۹:۳۰بجي دسپیڅلي څښتن د سپیڅلي کتاب  په څو مبارکو ایاتونو سره پیل شوه وروسته غونډي ته داسلام اباد په نړیوال پوهنتون کښي نوموتي افغان استاد دکتور احمد خالد حاتم پرانیستونکي وینا وکړه او د اصول فقي په تاریخي شالید یي رڼا واچوله او د غونډي ګډون والو ته يي د محترم استاد فضل الرحمن عبدالغفورپه لاس د کښل شوي کتاب پیژندنه وکړه

نوموړي دغه کتاب یوه ستره لاس ته راوړنه وګڼله او یو ارزښتمند کتاب یي وبله ښاغلي استاد د خپلو خبرو په پاي کښي د کتاب په اړه محترم استاد فضل الرحمن ته نیکي سلاوي هم ورکړي داستاد ددغه تاریخي لاس ته راوړني قدرداني او درناوي یي وکړ.

وروسته د کتاب لیکوال اوپه نړیوال اسلامي پوهنتون  دشرعیاتو او حقوقو د پوهنځي استاد ستر دیني عالم او د زده کړیالو لارښود قدرمن استاد فضل الرحمن عبدالغفور پخپل کتاب رڼا واچوله او کتاب یي د زده کوونکو لپاره یوه ستره سرچینه او ګټور وباله د استاد په وینا چي د ځینو زده کوونکو د ستونزو په نظر کښي نیولو سره یي دغه روان او اسان کتاب ولیکه
دیادوني وړ ده چي دغه کتاب په عربي ژبه د اصولي فقي د مصطلحاتو په تعریفونو رانغښتي دي .غونډه د اسلام اباد په نړیوال پوهنتون کښي د افغان زده کړیالو د ټولني رییس ښاغلي عبد الله سعید په وینا او دعا پاي ته ورسیده ښاغلي رییس استاد ته د مبارکۍ  تر څنګ د اوږدمهاله ژوند غوښتنه وکړه او دغه تلپاتي خدمت یي نه هیریدونکي وبله هیره دي نه وي چي په غونډه کښي ګڼ شمیر زده کوونکو برخه اخیستي وه
 
عبدالواحد رضوانزي  

نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد  

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x