fbpx
ميک تورنبيري

امريکايي رسنۍ: د داعش پر ضد د امريکايي ځواکونو لاسونه تړل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲۳مه، ۱۳۹۴ ل):د افغانستان جګړې پنځلسم کال پيل شو، مګر تر اوسه هم د جګړې د پای ته رسېدو رښتينی خبر نه اوريدل کيږي، د طالبانو پر ضد جګړه اوس هم روانه ده، مګر د افغانستان ختيځ کی د داعش پر ضد د امريکايي ځواکونو لاسونه تړل شوي.
دا خبرې د امريکا د کانګريس غړي او وسله‌والو ځواکونو د څار کمېټې مشر ميک تورنبيري تېره شپه ناوخته امريکايي رسنيو سره کړي دي.
تورنبيري وايي، چې افغانستان کې د جګړې ماموريت له دوو ځايونو اداره کيږي، د طالبانو او القاعده پر ضد جګړه د پنټاګون او د داعش پر ضد عمليات سپينه ماڼۍ اداره کوي. د تورنبير په وينا د د اعش پر ضد عملياتو لپاره د امريکايي ځواکونو لاسونه تړل شوي، يوازې هغه مهال «محدود» عمليات کولای شي، چې سپينه ماڼۍ اجازه ورکړي او هر ډز بايد د سپينې ماڼۍ په اجازه وشي.
«زه نه پوهېږم، چې دا جګړه څنګه روانه ده او په کومو غوښتونو پر مخ بوول کيږي دا سوال نه يوازې ماسره دی، بلکې زموږ ټول ولس يې اندېښمن کړی دی، که زموږ خلک پر دې پوه شي، چې د جګړې په اړه زموږ د ځواکونو لاسونه تړل شوي، نو خلک به مو ډېر خوابدي شي.»
افغانستان کې د امريکايي سرتيرو وياند ډګروال مايکل لورن د ميک تورنبيري څرګندونې رد کړي او په دې اړه يې له نور څه ويلو ډډه وکړه.
د کانګريس غړو د امريکايي ځواکونو پر قوماندې هم نيوکې کړي، چې تېره اوونۍ د هلمند مارجه کې د طالبانو په بريد کې چينوک نظامي چورلکه نسکوره شوه، يو سرتيری په ووژل شو، دوه نور ټپيان وو، مګر مرستندوی ځواکونه د پېښې ځای ته پر وخت ونه رسېدل او امريکايي سرتيري څو ساعته د طالبانو له لوري کلابند وو.
د پنټاګون وياند پيټر کوک دغه تورونه ردوي او وايي، چې مرستندوی ځواکونه او هوايي مرسته سيمې ته پر وخت رسېدلي او پوځيان يې د طالبانو له محاصرې ازاد کړي دي.
د ميک تورنبيري تر څنګ د کانګريس نور هم ډېر غړي افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عملياتو او قوماندې په اړه نيوکې کوي او پنټاګون ته يې په دې اړه ليکونه لېږلي دي. د امريکا هوايي ځواک پخواني افسر او د کانګريس اوسني غړي دفاع وزير اشټون کارټر څخه په يو ليک کې پوښتنه کړې، چې افغانستان، په ځانګړې توګه هلمند کې امريکايي سرتيري په مخامخ جګړو کې برخه اخلي، هلته له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي، د دې جګړو ګټه څه ده، چې امريکايي پوځيان په کې وژل کيږي. همدا رنګه د کانګريس نورو غړو هم دفاع وزير ته په دې اړه اعتراضي ليکونه لېږلي دي.
تورنبيري پر بارک اوباما هم نيوکې کوي، چې د ۲۰۱۴م په پای کې يې افغانستان کې د امريکايي پوځيانو د جګړه‌ييز ماموريت د پای ته رسولو اعلان وکړ او زياته کړې يې وه، چې ۹۸۰۰ پوځيان به افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې او مشورو لپاره پاتې وي، مګر اوس هم وخت پر وخت داسې خبرونه ترلاسه کيږي، چې امريکايي ځواکونه په مخامخ جګړو کې برخه اخلي او د وژنو خبرونه يې هم اورو.
افغانستان کې د امريکايي ځواکونو جګړه‌ييز ماموريت په اړه امريکايي رسنۍ هم نيوکې کوي.
بلومبرګ امريکايي تحليلي ويبپاڼې ليکلي، چې ۲۰۱۵م د امريکايي پوځيانو لپاره د افغان ځواکونو د مرستې کال و، خو تېر اکتوبر کې کندز کې د بې پولي ډاکټرانو پر روغتون د امريکايي جنګي الوتکو بمبارۍ کې د روغتون ډاکټرانو، عملې او ناروغانو په ګډون لسګونو کسان ووژل شول او په ټوله نړۍ کې يې د امريکايي ځواکونو د جګړه ييز ماموريت پت راز څرګند کړ.
افغانستان، پاکستان او مرکزي اسيا لپاره د پنټاګون پخوانی مرستيال ډيويډ‌ سيډني هم افغانستان کې د امريکايي پوځيانو په شتون او ماموريت خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
نوموړی وايي: «افغانستان کې زموږ د ځواکونو د جګړه‌ييز ماموريت ميکاينېزم اندېښمنوونکی او زموږ د ملي مصالحو په زيان دی، د امريکايي ځواکونو ځمکني او هوايي عمليات نه يوازې د امريکا لپاره ګټور نه دي، بلکې د افغان امنيت د خرابولو لامل هم ګرځي.»
سپينه ماڼۍ هيله‌منه ده، چې جګړې به کمې شي او د اسلام اباد څلور اړخيزې ناسته د سولې لپاره ښه ګام بولي.
avatar
7 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

دغی ورځپانی ته دی زما دغه تبصره څوک وژپاړی زه دغی پوښتنی ته ځواب وایم ، چه دوی وایی افغانستان کی د داعش په اړه د امریکایی فوځیانو لاسونه په دی تړل شوی چه داعش د دوی له خوا ودانۍ ده ،خلک یوه ودانی د یوه ځانګړی اهدافو او دندو د ترسره کولو د پاره جوړوی ، د ماشومانو ودانۍ به نه وی چه جوړوی او بیا یی سمدلاه ورانوی ، تر هغی به د داعشی ودانی نګهداری ، تمویل ، تجیز ، روزنه ، انتقال او اکمالات په غاړه لری چه دوی د کومو اهدافو او دندو د پاره… نور لوستل »

sanaullah khan
میلمه
sanaullah khan

لمر په دوو گوتو نه پتیژی خلافت حق دی اورازی به که سه هم مرتدین او کفار یی بد گنی دامریکی دساخت سره ولی امریکه خپله جنگ کوی حال داچی امریکه اوس متقیمه دداعش سره جنگیژی او تاسو وایاست دا دامریکی خلگ دی دا ویبپانه باید دنن تکی ای سای په نامه شی زکه تاسو دیر #### او دای سای لخوا اداره کیژی #####

khalid
میلمه
khalid

بالکل همداسی ده خلافت دلته په افغانستان کی د پاکستان په کونسلګری په حمله راځی او که څوک غواړی چی خلافت راولی نو همدا یی یوازنی لاره ده ځکه د ای ایس ای اصل ځای او مقر همدا د پاکستان قونسلګری په افغانستان کی ده هغه په پاکستان کی غټی غټی فوجی چوڼانی او مراکز هیڅکله هم د ای ایس ای مراکز نه دی مونږ دی الله او رسول وشرموی که به په هغو حمله کوو هههههه الله پاک مو تباه او برباد کړه.

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

د هر چا اسلام او کفر په خوله نه دی چه څوک ووایی زه مسلمان یم ، دهغه د اسلامی اخلاقو ، اسلامی پوهی او تقوی څخه په ډاګه کیږی ، له هغه وروسته چه د هغه اعمال اسلامی وی بیا سمه ده چه د هغو په اړه د ښه مسلمان او یا لږ تر لږه عادی مسلمان حساب وکړو ، اسلام کی کنځل او توهین ناروا دی حتی د خپل دشمن په اړه حتی د کفارو مشرانو ته . همدا کنځل د سړی له مخه نقاب لیری کوی ، که ښه خلک د دغه اسلامی پاڼی بد ووایی دغه… نور لوستل »

تسل
میلمه
تسل

نن ټکي اسیا ځکه دی لیکنی ته په خپله پاڼه کی ځای ورکړی دی چی د لیکنی په متن کی اسلامي خلافت په امریکا پوری تړل شوی یوه پروژه بلل شوی ده. خو دغسی څرګندونی، لیکنی او خوالی تش د وخت ضایع کول دي. اوس هغه وخت رارسیدلی دی چی د اسلامي امت ټوټه وجود به یو کیږي، ډلی او ټپلی که په هر نامه وي له منځه به ځي او اسلامي امت به د اسلامي خلافت په چوکاټ کی د الله د سترو دښمنانو په مقابل کی تر هغه جنګیږي ترڅو چی له منځه ولاړ شي. که نن ټکی… نور لوستل »

khalid
میلمه
khalid

که همدا ‌ډلی ټپلی نه وای نو اوس به د کابل ښار په شهرنو، مکرویانو او داسی نورو سیمو کی امریکایانو او اوروپایانو علنی افغانی ګرل فرنډانی ګرځولی او بدکاری او بی حیایی به یی ورسره کوله که همدا ډلی ټپلی نه وای نو اوس به افغانی نجونی د روس او امریکا او وغیره وغیره په فاحشه خانو او ډانس کلبونو کی ګډیدلی ستا بغلاوی په هغه وخت کی چیری و چی دوخت په هر نوع پرمختللی تکنالوژی او وسله مجهزو د پنځوسو صلیبی هیوادونو فوجونو په افغانستان یرغل راوړ او چا یی اول ځل په مقابل کی وسله پورته… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

زمونږ لویه ستونزه داده چه د نقلی او عقلی معلومات دمخه فتوی ( بی خلطی فیر) کوو خلافت کوچنی خبره نه ده ، اسلامی نظام ته خلافت وایی ، (په دی اړه به لیکنه کی تفصیلی څه هم ولیکم ). د خلافت عملی ساحه له فرد شروع کیږی ، کورنۍ ، کلی کور ، چم ګاونډ ، قومونو ، هیوادونو او ټولی نړی ته رسیږی څومره چه یی ساحه لوییږی حکومتی اسلامی نظام او که ساحه یی وړییږی قومی ، کلیوالی ، کورنی او بلاخره انفرادی اسلامی کړنو ته وایی . یعنی یو کس ځانله چه د اسلامی اصولو له… نور لوستل »

محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

خلیفه بیانزی صاحب ستاسو دخبری په استناد به زه دا ووایم تاسو هم مبارکه خلیفه یاستی دخپل کور او کیدای شی دکلی خلیفه هم واوسی نو اوس دلته یو سوال مخته رازی چی ستاسو دخبرو په استناد زه هم خلیفه دخپل کور شوم نو اوس بل اصلی خلیفه چی زمونږ اوستاسو اودتولو مسلمانانو لوی مشر اوخلیفه وی ضرورت شته او که هغه نعوذ باالله اشرف غنی والی بیا خلیفه اوباما کفایت کوی او بیا دهغسی خلیفه سه شرایط شته شریعت کی که همداسی خلافت تشی خبری دی او هیس اصل نلری؟ اوبیا که همدومره کفایت کوی چی زه هم خلیفه… نور لوستل »