
خوب «ازاد نظم»
طالب جان
زه بیګا غوږ غوږ سترګې سترګې ومه
ما په دا غبرګو ګنهګارو لیدل
چې د بیګا شپې په تیاره کوډل کې څه تیرېدل
هو، ما هر څه ولیدل
شپه چې د تورې تروږمۍ پړونی
یي و اغوستی د تیارو وزر یې
په هره خوا باندې خواره واره و
او ما ماښام هم ولید
لا یي له لاسو د شهید مازدیګر
سپیڅلي وینې څڅېدې څڅېدې
لا یي په سترګو کې د قهر لمبې
لکه د سره شفق وهلې وريځې
او تاوېدې تاوېدې
د شپې د تورې او تیاره کوډل تر مخ
په هرکلي ولاړ و
***********
شیبه لا تېره نه وه
چې مست توپان پر خښمیدلي مزل
چې یي تر پښو لاندې د شنو چینارو
د شنو نښترو او شینکیو شناختو
د ماتېدو خرپاری اوریدو مې
په غورځنګي ګامو یې
د شپې په تور لخکي پل کیښودو
او بیا سیلۍ وه چې د شنو پوړنو ، دنګو شملو
او د قبرونو د جنډو په څیريدو یي تنده نه وه ماته
د ویر وحشت او د ماتم سندره
یي هم په خوله وه
د تیارو کور ته راورسېده
څه شېبه وروسته بړبوکۍ مې لېده
په خړ ځولۍ ځولۍ کمیس کې زنګېده زنګېده
او د پیریانو او دیبانو مستانه ډول ته اتڼ یي واهه
له ډیره نازه یي بد ذوقه ځواني
مستانه ډول ته په هر بند بند ماتېده ماتېده
او په ګډا ګډا یي
د تورې شپې کره ځان ورساوو
***************
زه بیګا غوږ غوږ سترګې سترګې ومه
هو، ما هرڅه ولیدل
شپه چې د تورې تروږمۍ پړونی
یې و اغوستی د تیارو وزر یې
په هره خوا باندې خواره واره و
خپلو راغلو میلمنو ته یي همدا ویل چې
زما ملګرو! ګورئ هاغه وینئ !
هاغه ډیوه هاغه نیم ژواندې ډیوه
زمونږه ټولو دښمني بس له هغې سره ده
ځکه ،
( رڼا خپروي)
ټولو په یوه اواز همدا وویل
هو !
او بیا توپان له نازه وششنېدو
او په مغرور اواز یي وویل چې:
تاسو بیغمه اوسئ!
سیلۍ په تونده ژبه
داسې ټټر وواهه :
زه به یي واړه پتنګان له کوه قاف څخه هم واړومه
بړبوکۍ پورته شوه، ولاړه شوه، کږه وږه شوه ویي ویل:
زه به یي تش کالبد هم پرېنږدم د ځمکې پر مخ
اووم اسمان ته به یي پورته کړمه
او بیا په دې شعار دعایي وکړه
(موږ د رڼا په خلاف یو موټی یو )
**********
زه بیګا غوږ غوږ سترګې سترګې ومه
ما په دا غبرګو ګنهګارو لیدل
چې د بیګا شپې په تیاره کوډل کې څه تیرېدل
هو ما هرڅه ولیدل
چې زموږ غریبې ډیوه ګۍ ته ټول همجنس او ناهمجنس دښمنان
سره یو لاس شول یو لاس
د رڼاګانو ربه !
نور خپله ښه پوهیږې !
هو،
ما هرڅه ولیدل
زه بیګا خوب وړی وم
په غالب ګمان په شعر کې د اسلام اباد غونډې ته اشاره شوې چې د طالبانو په ضد نامتجانس جهتونه سره جرګه شوي و