افغانستاننړۍ

اوباما: امريکايان بايد د راتلونکي په اړه ډاډ من وي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا ولسمشر بارک اوباما کانگريس ته په خپله وروستۍ وينا کې د ترهګرۍ ضد جګړې تر څنګ د امريکا په کورنيو او بهريو ستونزو، لاسته راوړنو او ګواښونو خبرې وکړې.

اوباما وويل، چې اوس هم د داعش او القاعده لوري مستقيم ګواښونه شته؛ ځکه چې دغه «ترهګر» د انسان وژنې په اړه هېڅ اصولو ته ژمن نه دي، مګر د خپلو خبرو په پايله کې يې امريکا د القاعده او داعش له بريدونو خوندي وبلله.

«موږ بايد دا سياست رد کړو، چې يو څوک دې د يو ځانګړي دين او مذب په تور ووژل شي، القاعده او داعش د اسلام استازي نه دي.»

ولسمشر اوباما د خپلې کابينې او کاري ټيم په اړه هم ډاډ څرګند کړ، چې د ولس، صحت، امنيت، کارپيداکولو او اقتصادي پرمختګ کې يې پام وړ کارونه کړي دي.

نوموړي زياته:«زه پر بدلون باور لرم، امريکايي ولس هم پر بدلون باور لري او له همدې امله زه ستاسې مخته ډاډه ولاړ يم او خبرې کوم، زموږ په هڅو ايران د اتوم بم له جوړولو لاس واخيست او يوازې د يوراينمو د غني کولو اجازه لري، افريقا کې ایبولا ناروغي زموږ په هڅو له منځه ولاړه او د ملريا په اړه هم د ورته ګام غوښتونکی يم.

د بارک اوباما په وينا د ده اووه کاله حکومتي دوره کې يې امريکا له سختو مالي ستونزو راويستې او هېواد کې يې د صحت په اړه هم پاموړی پرمختګونه او اصلاحات راوستي دي.

اوباما د افغانستان جګړې او امنيت په اړه څه ونه ويل، په داسې حال کې، چې د ۲۰۱۴ په پای کې نومړي افغانستان کې د خپلو پوځيانو د جګړه‌ييز ماموريت د پای ته رسولو اعلان کړی او ويلي و، چې ۹۸۰۰ امريکايي سرتيري به افغانستان کې د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې لپاره پاتې وي.

راتلونکي ۲۰۱۷م کې، چې د اوباما د ولسمشرۍ دوهمه دوره هم پای ته رسيږي، افغانستان کې به د امريکايي پوځيانو شمېر ۵۵۰۰ ته راټيټ شوی و، په داسې حال کې، چې افغانستان کې د امريکايي سرتيرو او ناټو مشر قوماندان جنرال کمبل له سپينې ماڼۍ او دفاع وزارت څخه د نورو سرتيرو غوښتنه کړې او ګواښ يې کړی، که افغانستان کې ژر تر ژره طالبانو سره روغه وشي او د ده په وينا افغانستان کې د خپل پوځي ماموريت د تجربې له مخې د افغانستان جګړه د ګټلو نه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x