نظــر

په رسنیو او سایتونو کی د ایزمیانو لیکنی او شیطانی هڅی

بسم الله الرحمن الرحیم

 وایی کاپی له اصل نه ډیره ظالمه او ناسالمه وی ،  کومه وسیله نه ده چه نننی استعمار یی  یی د خپلو پلورل شوو ایزمیانو په واسطه نه کاروی . تاسو چه په رسنیو او  سایتونو کی د استعماری ایزمیانو شیطانی لیکنی  له ورایه  ښکاری  ، دا چه څرنګه استعمار  د  دوی  مغزونه پریمنځلی  او دی  ته یی اماده کړی دی  چه د استعمار د ګټو ساتونکی  او په دی لیار کی  هر ډول قربانیو ته امادګی لری تاسو ته به په  لاندی ډول تشریح کړم :  

اول ـ  د دوی ایزمیت ـــ د دوی ایزمی توب   د  ذیمه توب په شان د هغو ټولی غوښتنی او  اړتیاوی  په همدغه خوند کی خلاصه شوی وی  ، تجربو  ثابته کړی   چه د ټیتی سویی   ځوانان   ایزمیان کیږی ، پوهه   ځوانان هیڅکله  د خپلی کورنی ، کور کلی ،  چم ګاوند ، قوم او ملک بده  نه غواړی  او  د دوی عزت ، خبلواکی ، ناموس او وقار   په نورو  په نورو نه پلوری . خو ناپوهه . ګمراه  ، بد اخلاقه او بد کرداره ایزمیان کیږی او د څه مادیانو د لاسته راوړنی د پاره  ایزمیتوب اسانه  لیارګڼی .    

دوهم ـــ د دوی بدمرغی ـــ تاسی ګوری په ټولنه کی ټول خلک  ډاکتران او انجنیران نه وی  ، خینی پکی د ښار کثافات او ناولتیا پاکوی  ، ځینی پیا ډمان،  غله  او ځینی بی بیا  الله ج هسی د  شتو خاوندان کړی  بی له دی چه دومره  وړتیا زیرکتیا  او پانګه ولری  . ځینی پکی  ښه مبارز مجاهد  او د ټولنی خدمتګار شی  خو خینی پکی بیا  ایزمیتوب غوره کړی    دا ډول ځوانان  بدمرغه  وی چه د شیطان په لمسون کفر ځانته غوره کړی ،  د څو ډالرو په بدل کی   خپل ضمیر  پلوری   ،بی وج دانه او بی ایمانه  شی

دریم ــــ  ماده برستی  ــــ ځینی خلک  (  په هره روا  یا  ناروا وسیله  ) د ځان  د مړولو هڅی لری .  د استعمار د پاره کار کول  یا ایزمی کیدل تر ټولو غوره او  اسانه لیار ده  مثلا یو  زپاړن ته دوه نیم سوه زره  ډالراو  نوری اسانتیاوی ورسره  ورکوی  ، د ډیرو انګریزی  ژبه زده  (  زه د انګریزی ژبی استاد ووم  )  ، نو   ټولو خلکو به دا ژباړنه خوښه کړی وی چه کاریی اسان او معاش یی  له(  دوه نیم لکه )  هم زیات دی   خو برخلاف  ډیر کم خلک دا  بی ننګه  او بی غیرته دنده خوښه کړی ،    ولی ؟   دا ځکه چه ډیر کم خلک  خپل ناموس  په ډالرو  پلوری او ډیر کم خلک  ددی حوصله لری  چه  د خپلو ورونو  سرونه یی د دوی په مخکی غوڅیږی  ، وینی یی بهیږی ،  خویندی او میندی یی  بی عفته  ، په ملی او دینی مقدسانو یی   توهین  او  په  شهیدانو یی متیازی  ، خو د وی د هغه  دوه نیم لکه  ډالرو معاش له امله  څه نه شی ویلای  تر دی چه  د ډیرو ژباړنو سره   په خوښه یا په زوره لواطت هم کوی  ، کابل کی اوس  د اخبره ډیره  معمول شوی  چه  په لاره  څوک ارت ارت ځی  خلک ورته ناری  وهی  ( ولی ارت روان یی ترچمان خو به نه یی  ؟)  که ډیرو دا  بیغرته  کار  کولی نو بیا به  دا معاش هم  رالویدلی وی .  

څلورم  ـــ  اسلام د شمنه ـــ  ځینی خلک  فطری  شیطان فطرته او اسلام دشمنه طبیعت لری  ،دا ډول خلک  انسانی شیطانان وی ،  هغوی  له دی دیر خوند اخلی چه غیر اسلامی کارونه وکړی ، د اسلام او مسلمانانو پسی  ګډی  وډی ووایی  او توهین وکړی  .

پڼځم ـــ ملک او فرهنګ دشمنه  ــــ   خپل ټاټوبی  ، خپل کلی چم ګاوڼد ، خبل قوم او ملک سره مینه یوه قطری غریزه او نیک احساس دی ( خو  نه  پر نورو قومونو  ویاړنه او تر  هغوی برتره ګڼل )  ، حیوانات هم له خپل ټاټوبی سره مینه لری او د فاع یی کوی ، خو له بده مرغه ځینی خلک ډیر ژر  د نورو د فرهنګ د اغیزی لاندی راځی  او ځان بدلوی  د هغو په سټایل خپل ژوند عیاروی.  د ا ډول  مینه او فدا کاری ته وطن دوستی ویلی شی چه اسلام کی نه یواځی چوار بلکه ثواب  هم لری .  خو  دغه پلورل شوی بیا  د وطن دوستی پرځای د وطن پرستی چیغی وهی  کوم   د قومی یووالی  او د تولنیز جوړښت د ویچاړیدو سبب کیږی  ، وطن پرستی  اسلام که نه یواځی حرامه  بلکه شرک مطلق دی  چه څوک   خبله ژبه ، خپل قوم  او خبل ملک  تر نورو  برتره او اوچت ګنی  .   لوی کور اشغال شوی خو دوی   د دی دپاره چه د استعمار سره یی مرسته کړی وی او د هغو معاشونه هضم کړی  د پشتو زده کولو په غم کی دی   لکه د چا کور چه اور اخستی  و ی  او د کور خاوند د قران شریف   تلاوت کوی ارام ناست وی .

شپږم ـــ  ارتجاعی سیاست ـــ ډیر خلک   فکر کوی چه سیاست یعنی د خلکو تیرویستل ، دروغ ویل  ، فریب کاری ، هر ډول فسادونه  او داسی نورو منفی حرکاتو  په واسطه قدرت ته رسیدلو ته سیاست وایی  کومه چه دا د لویدیز غلط تبلیغ او فریب کاری ده ،  دی ډول   بدو خصلتونو لرلو او عملی کولو ته فتنه وایی  ، سیاست ټولو ښو کړنو او نظریاتو او د ټولنی مثبت کنترول  ته وایی چه  ټولنه د پوره سولی او هوساینی خواته بوځی  ، سیاست د اسلام بل نوم دی.  خو دغه ایزمیان  د یو څو لغتونو او جملو په کارولو ( استعمار مخکی له مخکی ور ښودلی  دی )، او د نیکټایی په تړلو او استعماری یونیفورم په لرلو  ځانونه د وچی د نړی لوی سیاست مداران ن خلکو ته پیژنی  ،  جوړی شوی  او خیالی قیصی  خلکو ته کوی چه خلک تیرباسی .     

اووم ـــ تطمیع او تمویل ــــ د استعماری قوتونو اوله سروی  په  نوو  ټولنو  کی د روحیاتو له مخی  کم ضمیره اویا بی ضمیره ولی  ماده پرست فاسد عناصر په نښه کوی  د هغو سره کار کوی هغوی ته  له اوله معاشونه  ټاکی  او د راتلونکی د پاره د مقامونو طمع او ژمنی ورسره  کیږی ، چه که تاسی زمونږ دا اهداف ترسره کړل نو  مونږ به بیا تاسی ته دا  مقامونه در کړو او معاشونه به مو هم زیات شی  نو هغوی بیا د هغه مقامونو او معاشونو  د لاسته راوړلو د پاره  دوه او دری زوره وهی  چه د استعمار اهداف او  غوښتنی  تر سره کړی.

اتم ـــــ یرغمل شوی ـــ ـډیر ایزمیان  په بارنی  استعمار ی ملکونو کی هستوګنه لری ، هلته  د استعمار په مرسته  د کورونو او بزنسونو خاوندان وی ، بانکونو کی سرمایه لری  د هغه ځای حکومتونه  ته د دوی د ټولی سرمایی  او دارایی  پټه وی   ، هغو ایزمیانو  ته د استعمار له خوا  ویل شوی وی چه ستاسی سرمایه به نوره هم زیاته شی که زمونږ دستورونه مو عملی کول زمونږ د ندی  مو فعالانه  تر سره کول  او که نه هغه ذخیره شوی سرمایه او معاشونه  به له لاسه ورکړی. بهترین مثال یی په لندن کی  د خان عبدلغفار خان بابا  د کورنیو  پانګی او بی شمیره ذخیری  دی   د کورنی ډیر غړی یی همالته زیږیدلی او  هلته روزل شوی ،  اصلی ژبه یی انګلیسی  ، دویمه ژبه یی اردو او اخری ژبه یی  پشتو ده   یواخی ویلی یی شی مګر لوستل او لیکل  پری نه شی کولی  ،نو هغوی بیچاره ګان یرغمل شوی   هغه نه شی کولی چه د پشتنو په ګته وی ، بلکه هغه  به کوی چه د انګریزانو  کټه وی  که نه  ټول سرمایه  او ټول لندن  له لاسه ورکوی  چه  د دوی جنت  او اصلی  هغه تاټوبی چه ډوی  پکی زیږیدلی ، لوی شوی او روزل شوی دی .   

نهم — اعاشه او اقامه ـــ  د هغو ایزمیانو  د پاره  چه  د  ورسپارل شوو دندو د پاره  بهر تاګ راتګ ته اړه لری  د  تګ راتګ خرڅه   ، تکتونه ، د عیاشی او ساعت تیریو  اسانتیاوی  او د سفرونو ویزی او اقامی ورته وریا  او بی له دی چه دوی په تکلیف شی ورته اماده کیږی.

لسم ــــ بد اخلاقه ماقیاوی بڼه ـــ ددی کارونو ډ پاره چه کوم کسان غوره شوی اکثره یی  په نشه توکو ،الکهولو ، قیمار ، قاجاقبری  ، فریب کاریو  او نورو بدمعاشیو روږد وی او دا ډول بدمعاشی ، قهرمانی ددی ایزمیانو د پاره ویاړنه اوګته ورته کوی.  ډ  دندی د خپلولو شرط دی   

 یوولسم ــــ  روزنه  ـــ دی  ډول کسانو ته  وخت په وخت ځانګړی  روزنه  چه څرنګه اکتونه وکړی ، کوم دلایل ووایی ، کوم لغاتونه استعما ل کړی  ، کوم   یا  څه دروغ ووایی ، څه ډول  توهین وکړی ، او څرنګه خپله  اسلام نمایی ، افغان نمایی  او سیاست نمایی  خلکو ته  و ښیی.  

دولسم ـــ  قوم او ژبه پرستی ــــ  ددی ډول خلکو د پیژندی ښی نښی دا وی چه تل د  ژبی سمت  او قومی تعصباتو اور بلولو  ته لمن وهی  او بله داچه د خلکو پام  د اشغلګرو پرځای ګاوندی ملکونو ته ،  په ځانګړی ډول پاکستان ته اړوی .

دیارلسم ـــ د مقاومت  توهین او سپکاوی  ــــ  د دوی زیاته هڅه دا  ده  چه ملی او اسلامی مقاومت د افغانستان خلکو ته  دشمنان معرفی کړی ،  کله یی د پاکستان،  ایران ، انګریزانو  او روسانو په ج اسوسی  او کله یی بیا  د سی ایی ای په چاسوسی منصوب او  مشهوروی ، کله وایی چه دوی غیر اسلامی او غیر انسانی  انتحاری بریدونه کوی ، ماشومان د انتحاری بمونو د پاره کاروی او دوی د ښخو له لباسو استفاده کوی ، کله بیا وایی امریکا دوی راوستله  او یا امریکا دوی راوستی دی  ،  کله وایی چه   څینی یی  ښه او ځینی یی بد طالبان دی زمونږ ښوونځی ،  اسلای کتابخانی او مسجدونه سییزی ، د امریکایانو  او اروپایانو  پرځای  زمونږ انجینران ، ډاکتران او  معلمان ،  ملی اردو ، پولیس او د  ملی امنیت فعال غړی وژنی .  کله وایی چه طالبان  مونږ د غلامانو  غلاموی    او کله وایی دوی ناپوهه ، بی موده او د ډبرو د  وخت خلک دی.

  څلورلسم ـــد سایتونو او رسنیو غله ـــ  ځینی یی په رسنیو او سایتونو کی جعلی   ډیر اکوتونه د احمد او محمود په نامه مسمی کړی ، کله د نورو ایمیلونه غلا کوی او د نورو د ایمیلونو د ادرس لاندی  د خلکو د ذهنیتونو د مغشوشولو د پاره چه یی څه کثافات خو ښ وی  لیکی ،  کله  داستعمار صفت او کله یی بیا بدګویی کوی خو  اصلی هدف یی  ملی او اسلامی مقاومت وی چه  د خلکو ذهنیتونه ورباندی  مغشوش کړی . کله  دهری  او   کله بیا مجاهد شی  د اسلام  او   ملی یووالی خبری کوی.

پنځلسم ـــ انقلابی یا قومی نومونه او تصویرونه ــــ  دا ډول پلورل شوی خلک ، ډیر ښکلی او انقلابی اوملی نومونه  ځانته خوښوی  ، د نورو ښکلی او انقلابی تصویرونه یی  ځانته  نصب کړی وی  ،زمونږ د پخوانو  ویاړلو  او  مجاهدو مشرانو   لکه احمدشاه بابا ،میرویس نیکه او نورو  تصویرونه  او نومونه خپلی سایتونو  او رسنیو کی  نصبوی.

شپاړسم ـــ شعر او شاعری ـــ ټول عمر د شعر او شاعری په نړی کی  پروازونه کوی د ګل او بلبل  او یا د نارنج او پسرلی په نوم مشاعری او میلی  جوړوی  او کله شعرونه لکه د ایتونو او حدایثونو په شان تشبیه کوی . داسی ښکاری   چه زمونږ د ګران هیواد اصلی بچیان دوی دی  او ددی ملک قباله  او قبله  هم دوی سره ده  ،  د  پشتو ژبه  قران او حدیث او پشتونواله  د اسلام دین ګڼی  په داسی حال کی چه اسلی دین یی دیموکراسی او حکومتی سیستم یی  سکولریزم دی  یعنی دا سی حکومت چه هلته  ټول اساسات د  اسلام  نه بلکه د دیموکراسی په  بنیاد او اساساتو ولاړ وی  .  

اولسم  ـــ دوه مخی ـــ دایی ډیر لوی خصلت دی چه کله  هم د اشغلګرو او د ملی او اسلامی مقاومت دواړو بد ګویی کوی چه زمونږ پشتانه یی تباه کړل د بی ګناه  او بی دفاع خلکو وژنه چه هغه  هم  دری یا څلور برخی یی طالبانو ته منصوبوی  ، د لاسپوڅی اداری  فسادونه  او بی کفایتیی  ددی خاطر ه یادوی  چه دوی   لا نور لوړ پوړی شی  او یا  ټول واک او قدرت تر لاسه کړی لکه د یوه میړه دوه ښڅو په شان رول لوبوی.   

اتلسم ــ دیموکراسی ـــ  د دیموکراسی ډیره پلوی کوی ، په هره خبره کی یی د دیموکراسی د شیطانی دین ښیګڼی یادوی ،  د یموکراسی ته د یو ډير مقدس دین په حیثییت قایل وی  او خپل رقیبان  به همدی کوبی چه دوی غیر دیموکراسی کارونه کوی ( لکه مونږ چه وایو  غیراسلامی یا غیر انسانی کارونه ) . وایی دا د دیموکراسی شیوه او طریقه نه ده . لکه چه وایی د طالبانو لوی مشکل دا  چه  دنوی زمانی سره  سازش نه لری او له دیموکراسی  خو ناخبره  او یا دشمنی لری .   

       استعماری  نیانزکی   پورتنی  او داسی نور ورته منفی خصلتونه لری   ،  دوی خپلی  رسنی  لکه (افغان جرمن  ان لاین ، لرو بر  ، تاند او داسی نوری ډیری  پاڼی او بی شمیره  رادیو ګانی ، تلویزنونه  اخبارونه  او مجلی لری )  ، او داسی نوری رسنی لری  او کله د نورو په سایتونو او رسنیو کی  د ګیدړانو په شان سرونه ښکاره کوی . 

په درناوی

( الحاج استاذ بیانزی )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x