نظــر

زموږ د کلي وران جومات

لوګری ځوان –

وګوره دکابل غلام اومزدور رژيمه ښه يې وګوره موږ مسلمانان خويې د ليدلو توان نلروخپل مقدس اماکن په داسي حال کې نشوليدلای دا زموږ د کلی جومات ده غوږ ښه څه وايې د حال په خاموشه ژبه د نجات ! نجات ! چيغي وهي زموږ جومات موږ ته نارې وهي چې ستاسوکليوالو په جرم چې پنځه وخته دلته راځي زه صليبيانوداسي په وينوولمبولم ،جامي يې رانه وويستلې ، زماشان ، شوکت ، حسن ، عظمت ، ديانت اوسپېڅلتيايې تر پليتو پښولاندي له خاورو سره خاوري کړ ه . . .

هوکې داستاسوکليوالوجرم دی صليب اوزيره خواره يې دشپې دوه بجې دلته راغلل زماوريې را مات کړ ، دننه راغلل سپيان هم ورسره وو زه يې ښه سم تلاشي او بيايې لوټ کړم کله چې بيرته تلل زه پوی نشوم سهوه رانه وشوه اوهغه ځکه چې له کافره مي ګيله وکړه نوهغوی راته وويل : ډيرښه مووکړل ته مجرم يې اوهغه ځکه چې پنځه وخته دلته يوه خدای ته سجدې کيږي او زموږ د ځپلو د پاره دلته له همدغه خدای جل جلاله نه مرسته غوښتل کيږي ، زموږخدايانوته پکې سپکي سپوري ويل کيږي . . . هوکې لابل جرم دي دادی چې تېره ورځ دلته د مجاهدينوکاروان تم شودمه يې وکړه ، چايي او ډوډۍ يې وخوړه اما تا موږ ته يو راپور قدري هم رانکړ . . . هوکې کله چې سهاروختي راغلوجومات ته نو زموږ جومات موږته په سلګوسلګوګيلې درلودي . .

غليمه ! ته يې واوره موږ د خپل جومات کريغي اوکوکاري نشو اورېدلای ، موږ بيخي ډير ژړلي ، هره ورځ موپه کلی اوکورکې شهيدان وي ، دکونډواويتيمانو بوغارو مو زړونه چولي . . .

غليمه ! ته يې واوره تاخو ټول عمرپه خنداتيرکړئ ، په کابل کې خو نه چاپه شته اونه شهيدان ، روشونه ، کبابونه ، شرابونه اوهره شپه په لکسوهوټلونوکې نڅاګاني او ګډاوي وي ، زموږ په سترګوکې اوښکي او په بدن کې ويني ندي پاتي . . . اما تاسو يې ليدلای شئ اوکېدای شي يوڅه خوند هم ځيني واخلئ او هغه ځکه چې جوماتونه اومدرسې ستاسو په عقيده د ترورستانو،طالبانواومجاهدينومراکز دي نوچې څومره يې ورانوی هغومره خوندځيني اخلی په کليواو بانډو کې مو زموږ ټول جوماتونه په ډير وحشت اوظلم سره شهيدان کړل ، د ښار په مساجدوکې بياکله کله د تظاهرپه غرض قاليني پرشوی ، هلته بېرېږی چې خبريال مبريال به مووويني د مساجدو ورانولو ويډيو به وکړي ، ددنياوالوغوږوته به يې ورسوي . . . اما دلته په اطرافي سيموکې خبريال نشته وروره يومعلم مو درلوده د هغه زوی اومېرمن ستاسو په بمبارکې شهيدان شول . معلم صاحب کابل ته کډه وکړه ويل يې هلته ((کابل کې )) چاپه اوبمبار نشته دکليوالو خبره خو درته د طالبانوخبره اولمسون ښکاري اوله خدايه خوويره ستاپلارهم نه درلوده ځکه يې له نطفې نه ته ظالم کافر راووتلي . . .

ای ظالمه ! زموږ مساجد مه ورانوه بس ده بس ده زموږ د خلګو په وژنه ، چورچپاول ، چاپو وحشتونو ، بې ناموسيو دي باداران ډېرخوشاله کړل نور نوهغوی درنه ځي ، کوم شاباسی يې هم درنکړ ، د خدای جل جلاله روی ته وګوره ! که د خدای جل جلاله روی نه پېژنې نو لږ له طالبه خو وويرېږه دا جوماتونه مو مه ورانوه . . . ای ظالمه ! ای غلام عسکره ! تاخو د صليب په چوپړکې د صليب د خوشحالۍ د پاره هر ډول جنايات وکړل . . .

وشرمېږه دکابل رژيمه وشرمېږه مړشه دکابل رژيمه الله جل جلاله دي تباه کړه لکه تباه شوی چې يې .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x