
«ايران غواړي، چې فارسي امپراتورۍ راژوندۍ کړي»
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲۳مه، ۱۳۹۴ل): د امريکا مرکزي استخباراتو «سي ای اې» پخواني مرستيال مايکل موريل ويلي، چې ايران د خپل پرمختيايي فکر له مخې غواړي، چې منځنی ختيځ لاندې کړي او فارسي امپراتوري راژوندۍ کړي.
مايکل موريل تېره ورځ د امريکا مشرانو جرگې ته د ايران او عربي نړۍ په اړه په خپلو خبرو کې وويل، چې اتومي ايران يوه لويه ستونزه ده او اول ګواښ يې دا دی، چې د فارسي امپراتورۍ په خوب کې غواړي، عربي هېوادونه لاندې کړي.
«ايران نړۍ کې يوازينی هېواد دی، چې د رياست او دولت په توګه نړۍ کې ترهګري خپروي.»
موريل وايي، چې ايران له هېواده بهر ترهګرې ډلې تمويلوي او که د ايران مرسته نه وای، نو د حزب الله «ترهګرې» ډلې به دومره پرمختګ نه وای کړی او له ټيټپوړي چارواکي نيولې، تر ولسمشره او ستر مذهبي لارښود اية الله خامنهيي ټول د فارسي امپراتوري تصور لري او د دې تصور د عملي کولو لپاره هر ډول ترهګرۍ خپل رسمي حق بولي.
د کانګريس ځينې غړو د موريل د خبرو په غبرګون کې وويل، چې د پخوا په پرتله د ايران په چلند او فکر کې بدلون راغلی او د دومره وېرې اړتيا به نه وي، مايکل موريل وويل، چې «نه هېڅکله نه د ايران په فکر او کړنلاره کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او موږ بايد سيمه کې د ايران د مردار خوی مخنيوی وکړو.»
د عربي چارو کارپوهان له ډېره وخته په دې اند دي، ايران عربي نړۍ کې د خپل پراختيايي فکر په لټه کې دی او د امريکا په خوښه عربۍ کې اور ته لمن وهي او غواړي، چې سيمه کې د يو ځواکمن هېواد په توګه رامنځته شي.
ژورناليست او د عربي چارو شناند عبدالوهاب بدرخان په دې اند دی، چې د ايران او امريکا ګډ سياست له ډېر پخوا را روان دی او جان کيري په همدې لټه کې دی، چې ايران سره د اتومي انرژۍ په اړه خبرې اترې بريا ته ورسيږي.
عبدالوهاب بدرخان زياتوي، چې ايران د امريکا په مشوره د عراق، سوريې، يمن، بحرين او نورو خليجي هېوادونو په چارو کې لاسوهنه کوي او هڅه کوي، چې هر څه د خپلې ستراتيژۍ په ګټه راوګرځوي او سيمه کې شيعه ګان د سنيانو پر وړاندې غښتلي کړي او سنيان پرې وډبوي او له دې وروسته ګرده سيمه په خپل کنټرول کې واخلي.