نړۍ

ایران د امریکا سمندري پوځیان خوشي کړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲۳مه، ۱۳۹۴ ل): ایران د امریکا هغه سمندري عسکرو خوشي کړه چې تیره ورځ یې په سمندر کې نیولي وه.

دغه عسکر چې په دوه کوچنیو کښتیو کې سپاره وه، د ایران سمندري سرحداتو ته داخل شوي وه، چې له امله یې د ایراني عسکرو له لوري نیول شوي وه.

پيښه تیر ماښام را منځته شوې، خو ایران په دوهمه ورځ دغه عسکر خوشي کړي.

تیرورځ ناوخته خبر ورکړه شو چې د ایران سمندري ځواک د امریکې دوه کښتۍ نیولي چې په هغه کې لس تنه امریکايي عسکر سپاره دي.

دغه کښتې له خلیجي هیواد بحرین څخه د کویټ په لوري روان وه، چې په لاره کې یوه کښتۍ د تخنیکي ستونزي له کبله لاره غلطه کړی او د ایران په اوبو ننوتلې.

د پيښي سمدستي وروسته د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جون کیري د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره خبره کړې او د خپلو عسکرو د خوشي کولو غوښتنه یې ځینې کړې ، چې ظریف هم ورسره منلې او ډاډ یې ورکړی وو.

بل لوري ته د ایران ځینو سرچینو خبر ورکړی وو چې ددغه عسکرو سره به لومړی پوښتني کیږي او بیابه خوشي کیږي، خو دا چي اوس څرنګه بې پوښتني خوشي شول په اړه یې ایراني رسنیو هم څه نه دي ویلي.

us army in iran 1

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x