نظــر

د ډيموکراسی دین

بسم الله الرحمن الرحيم

په یونان کی په اول ځل د جمهوریت یا ډیموکراسی اصطلاح په داسی وخت کی عامه شول چی یونانیان له جابر او ظالم بادشاه نه د نجات په لټه کی وه، نو په همدی موخه یی مفکرین او فلاسفران دیوداسی نظریی په چمتو کولو وتوانیدل چی خورا دلچسپه وه هغه داسی چی:
ژوند، مرګ، صحت،مرض، باران، قحط وغیره ګواه ځانته ځانته خدایان لری،

د هر نعمت یا افت مسول خدای د بل خدای په مسولیت کار نه لری نو ځکه د ژوند په لمن کی اوسیدونکی انسانان په یو وخت کی له متضادو مسایلو سره لاس او ګریوان وی، مثلا دولت وی صحت نه وی یا دکور یو غړی ومری او بل وزیږی،  هر خدای خپل خپل اختیارات استعمالوی، کچیرته دا هر څه د یوه خدای په کانټرول یا تصرف کی وای نو په دنیا کی به متضاد حالتونه نه راتلای.

کله چی خلګ  کرار کرار همدی منطقو ته قایل شول او د زړه له کومی یی د همدی نظریی حمایت وښود، نو دهمدی فکر او فلسفی ماهرانو ته یی د خپلی نظریی د دوهم پړاو پیلولو موقع برابره کړل،  اوس یی په دی دوهمه مرحله کی عوام په دی قایلول غوښتل چی وختی کی  ستاسو خدای خپل واړه اختیارات  پخپل لاس کی نه اخلی او نورو خدایانو ته یی سپاری نو د یونان بادشاه خو د خدای څخه نه دی لوی کوم به چی په یواځی سر د ټولو اختیاراتو واکمن وی، نو همداسی یونانیانو د یونان پر بادشاه زور  اچول شروع کړ چی باید په معاشره کی د اختیاراتو تقسیم وشی.
او له همدی یونان څخه جمهوریت خپل د سفر اغاز شروع کړیدی، کچیرته د جمهوریت تاریخ ته ځیر شی نو د جمهوریت ړومبی خښته پر شرک باندی ایښودل سویده.

جمهوریت عربی لفظ دی کوم چی جمهور دی او په اخر کی یی (یت) لګیدلی، د جمهور معنا عوام، خلګ، خلق، او اکثریت و غیره دی.  په انګریزی کی د جمهوریت هم معنا لفظ ډیموکراسی ده.

دا خو د لفظ جمهوریت لغوی معنا ده کومه چی زما موضوع نه ده، زما موضوع د بحث خو د جمهوریت هغه معنا ده چی د علم سیاست په اصطلاح کی مروجه ده. د کوم تر ټولو بهتر تعریف خو هغه څوک کولای شی کوم چی د جمهوریت زړه دی، د امریکا قتل کړی شوی صدر ابراهام لینکن یی داسی تعریف کړی.
Democracy is the government of the people by the people and for the people.
 جمهوریت هغه طرز حکومت دی کوم چی د عوامو وی، د عوامو په ذریعی وی، او د عوام لپاره وی، یعنی یو داسی حکومت په کوم کی چی حاکمیت، شارعیت، قانون جوړونه، لوړ اقتدار، یوازی او یوازی د عوامو وی دحکومت د تاسیس بقا او مستحکم اوسیدو طاقت سرچینه یواځي عوام وی او د همدی حکومت قبله مقصوده هم باید عوام وی یعنی د حکومت هم باید عوامی رضا مطلوبه وی.

 اوسنی ترقی یافته جمهوریت د ژوند له یوی شعبی سره تړاو نه لری، بلکی اوس خو جمهوریت د نظام حیات مکمله ضابطه ده، او د مخصوصو عقایدو او نظریاتو یوه مجموعه ده، په همدی بناء دیته دین ویل کیږی. نو باید د ډیموکراسی په دین ونومول شی!
په جمهوریت د لا پوهیدنی لپاره داهم باید واضحه کړل شی،  د جمهوریت بنیادی او اساسی عقیده څه ده؟  جمهوریتیان مذهب او  جهان بانی یعنی عام ژوند دوه جدا جدا مسایل بولی، نه یوازی دا چی د دوی خپل ترمینځ تعلق نشته بلکه دا دواړه د یو بل ضد دی، کوم چی هیڅکله نشی یوځای کیدای.لکه څرنګه چی میکاولی اخلاق دوه قسمه ویشلی دی،

پبلک! (عوامی)
پراییویټ! (شخصی)
او دایی زیاته کړی چی هو مذهب ته اړتیا شته خو دا یواځی د انسان ذاتی او انفرادی خوښه ده، کوم ته چی د سیاست په امورو کی هیڅ دخل نشته،حکومت پر هرشی مقدم او بیش قیمته دی، که چیرته یو چا ته د حکومت د بقاء لپاره د مذهب  قربانی اړینه وی نو هیڅ خبره نه ده، بلکی دا اړینه ده چی له مذهبی روایاتو تیر شی.

د جمهوریت د دین ایمان مجمل لاندی څو دی!
د عقیدی ازادی، د رایی ازادی، د ملکیت ازادی، او شخصی ازادی،

څومره چی الحادی او خدا بیزار نظریات دی که څه هم د هغوی تعلق له تیری زمانی سره وی یا له اوسنی سره، د ټولو تر مینځ دومره قدری دا خبره شریکه ده چی انسان باید له مذهب او روایاتو لیری پاته سی، ولی چی دانسان وحشی نفسی خواهشات غواړی چی شتر بی مهار د د نیا له مادی لذتونو نه مکمله فایده پورته کړی، نو په همدی موخه یی د جمهوری نظام په بڼه د انسانیت نه دجالیت ته ستنیدل د همدی نظریاتو مهمه غایه ده.

د ډیموکراسی په دین کی د قانون او احکاماتو، جایز، ناجایز،حق او باطل اساس او بنیاد نه خو نقلی دی یعنی نه له اسمان څخه وحی دی، او نه عقلی دی، بلکی د ډیموکراسی د دین بنیاد پر نفسی خواهشاتو باندی راګرځی، لکه څرنګه چی هر وخت او ځای د انسان خواهشات متضاد او یو له بل سره توپیر لری، نو دهمدی نزاع دختمولو په هدف  د ډیموکراسی د دین بانیانو د هری مسلی د حل لپاره د عوامو د اکثریت خوښه د حق معیار جوړه کړی، دکوم په مقابل کی چی بیا دین، مذهب، ښه او بد هیڅ حیثیت نه لری، نو دهمدی وجی همیشه اکثریت د خدایی پر مسند او اقایی باندی واکمن وی او اقلیت همیشه داکثریت د خوښی په مقابل کی خپلی واړه ازادی له لاسه ورکوی تر دی چی له بنیادی حقوقو هم محروم پاته کیږی.

اوس سوال دادی چی ایا کثرت د رایو د حق معیار دی او کنه؟ د همدی پوښتنی جواب مولانا نور محمد رحمه الله پخپل کتاب (جمهوریت د عقل او نقل په هنداره کی) لیکی:
لکه څرنګه چی د جمهوریت یا ډیموکراسی په دین کی د دین، مذهب یا دلیل (یعنی د عالمانو او ماهرانو د رایی) کوم قدر او قیمت نشته نو ځکه خو د ډیموکراسی دین پرته له دی چی کثرت د رایو د حق معیار ونه ګرځوی یو قدم هم مخکی نشی تلی، همدا وجه ده چی د جمهوریت په دین کی د رایو کثرت او ډیروالی د حق معیار جوړیدل هغه اساسی عقیده ده چی د جمهوریت دین ورباندی تعمیر شویدی.

څرنګه چی په دی اساس کی بنیادی عنصر د زړه غوښتنه او خوښه ده په کوم چی بیا علم او جهل د دواړو قیمت او قدر یو شان وی، همدی اصول ته یی د سیاسی مساوات نوم ورکړی، او بیا یی د حقیقی مساواتو جامه ور اغوستی چی د عالم او جاهل، حکیم او احمق، نیک کردار او بد کردار، تجربه کار او کوڅه ډبه، عیاش او فحاش، غل، چرسی، بنګی، شرابی، قمار باز، د خاین او باوقار، شریف، امین، نیک چلند، متقی، فرض شناس، او د صادق مسلمان د ووټ او رایی قیمت یو برابر وی.

راځی وګورو قران د اکثریت رایی په رابطه څه رایه ده!
قران کریم نه یواځی دا چی پر جمله اسمانی کتابونو او صحیفو باندی مشتمل دی بلکی د انسانی تاریخ او قومونو د واقعاتو، د ښو او بدو یوه مستنده مجموعه هم ده، هر مسلمان لره ناقابل انکار حجت او دلیل دی، نو د همدی لپاره راځی د جمهوریت د دین اساس د اکثریت  حقانیت وګورو.

و ان تطع اکثر من فی الارض یضلونک عن سبیل الله ان یتبعون الا الظن و ان هم الا یخرصون (۸، ایت ۱۱۶)

ژباړه: ای پیغمبره که چیرته ته داکثریت اطاعت وکړی کوم چی په دنیا کی دی، نو تا د الله له لاری بی لاری کوی، د خلګو اکثریت خو د خیال پيروی کوی.

انه الحق من ربک ولکن اکثر الناس لا یومنون (۱۲، ایت ۱۷)

ژباړه: بی شکه دا قران ستا د رب لخوا دی لیکن د خلګو اکثریت ایمان نه راوړی.

ان الله لذو ا فضل علی الناس ولکن اکثر الناس لا یشکرون (۲ ایت ۱۲۴)

ژباړه: بی شکه الله پر خلګو رحم کولو والا دی، لیکن د خلګو اکثریت شکر نه کوی، یعنی د خدای د اطاعت پرځای د نفس د خواهشاتو پیروی کوی.

بل اکثرهم لا یعلمون (۲۰، ایت ۶۱)
ژباړه: د خلګو اکثریت بی علم او ناپوه یعنی جاهل وی.

لوړو ایتونو په ډیر صراحت دا روښانه کړل چی همیشه اکثریت جاهل، او بی علم وی. نه خو پر الله تعالی باندی ایمان راوړی، او نه د الله تعالی پر نازلی شوی حقی خبری باندی یقین کوی، او نه خو شکر ګذاری او نمک حلالی کوی، بلکه دوی همیشه د خپلو خواهشاتو پلو نیولی وی، او خیالی پلونه پخوی.

نو په همدی موخه الله تعالی خپل عظیم پیغمبر  پر ځمکه د اوسیدونکو انسانانو خواه هغه مسلمان وی یا کافر د اکثریت د فیصلی د اتباع نه منع کړیدی.د نبی اکرم صلی الله علیه وسلم د اکثریت د فیصلی نه منع کول ګواه د هغه صلی الله علیه وسلم د فرمانبردارانو منع کول دی.
دا خو د قران عظیم الشان په مجموعی توګه د انسانیت د اکثریت د ووټ او فیصلی په باره کی وضاحت وو، اوس راشی اوګورو چی د انسانیت د مخصوصی زمانی، پيشی، او مذاهب  د اختیار په موخه د  اکثریت  دفیصلی په باره کی قران شریف څه فرمایی؟

 په مالی او معاشی مفاداتو کی د اکثریت فیصلی:
ان کثیرا من الخلطاء لیبغی بعضهم علی بعض الا الذین امنوا وعملو الصلحت وقلیل ماهم . (۲۳ ایت ۲۴)

ژباړه: پس اکثر شرکاء مشترکه په مفاداتو کی په یو بل باندی ظلم کوی، بغیر له هغه خلګو نه چی ایمان لرونکی، او د نیک چلند خاوندان دی، او داسی خلګ په اقلیت کی وی.
دا ایت کریمه واضحه کوی چی:
په دنیاوی او معاشی امورو کی په ټول انسانیت کی د اکثریت ووټ، خواهیش، بلکه عملی اقدام ظلم، زیاتی، او  ناجایزی ګټی پوری محدود  وی، او  د ایماندارو، نیک چلندو، حلال خورو ووټ په اقلیت کی وی.

د نوح علیه السلام خلاف د قوم عوامی فیصله:
کذبت قوم نوح المرسلین، وقول: قالو لئن لم تنته ینوح لتکونن من المرمین: (۱۶ ایت ۱۰۵، ۱۱۶)

ژباړه:د نوح علیه السلام قوم د پیغمبرانو تکذیب وکړ، (د یوه پيغمبر دروغژن ګڼل د ټولو پیغمبرانو دروغژن ګڼلو په معنی دی) د قوم خلګو ویل ای نوح که چیرته دی خپل کار نه لا س وانه خیست نو ته به ضرور سنګسار شی.

و ما امن معه الا قلیل (۱۲، ایت ۴۰)

او د نوح علیه السلام سره ډیرو لږو خلګو ایمان راوړو،
اوګوری د نوح علیه السلام د تعلیماتو خلاف بشپړ قومی اکثریت څه چی د انسانیت نسل بغیر له څو چاڼ شویو خلګو نه فیصله صادره کړل تر دی د عوامی اکثریت طاقت په مټ یی نوح علیه السلام ته د سنګسار دړکه هم ورکړل، او دا چی الله وفرمایل چی د نوح قوم د رسولانو تکذیب وکړ دا معنا ورکوی چی د نوح علیه السلام پیغام د نورو پيغمبرانو وو، نو د نوح علیه السلام پیغام ردول معنا دا چی د ټولو رسولانو پیغام یی رد کړی وی.

د هود علیه السلام خلاف د قوم عاد د اکثریت فیصله:
کذبت عاد المرسلین: (۱۹، ایت ۱۲۳)
ژباړه: قوم عاد د پیغمبرانو تکذیب وکړو:
قالو سواء علینا او عظت ام لم تکن من الواعظین، ان هدا الا خلق الاولین (۱۹، ایت، ۱۳۷،)

ژباړه: قوم هود علیه السلام ته اویل که ته نصیحت وکړی یا یی ونه کړی، زمونږ لپاره برابره خبره ده، (مونږ ستاسو نصیحت نه منو) ستا نصیحت د قدامت پرستی نه سوا بل څه نه دی.

اوس نو ښه ورته ځير شی:
اوس چی د حق داعیانو ته روشنفکران، او جمهوریت خوښونکی کوم د قدامت خوښونکو او رجعت خوښونکو الزامونه ورکوی همدا الزام په زرهاوو کلو مخکی انبیاوو علیهم السلام ته ورکول کیده، او دا محضی له دی وجی نه چی د هغوی تعلیمات د عوامی اکثریت د خواهشاتو خلاف وه.
د قوم ثمود اکثریت او د صالح علیه السلام اقلیت:
کذبت ثمود المرسلین: ( ۱۹، ایت ۱۴۱)

ژباړه: قوم ثمود د پيغمبرانو تکذیب وکړ.
لنډه داچی همیشه د خواهشاتو پر بنیاد سره راټول شویو اکثریتونو د حق مقابله په ګډه کړی او همدا باطله نظریه ده چی په فکری او روانی لحاظ یی اوسنی نړیوال په غیږ کی نیولی، لکه مخکی چی مو اویل د اکثریتونو د حق خلاف مبارزه پټه نه ده او قران مونږ ته د عبرت په موخه ښه وضاحت راکړی.
د لوط علیه السلام خلاف د قومی اکثریت فیصله:
کذبت قوم لوط المرسلین ( ۱۹، ایت ۱۶۰)

ژباړه: قوم لوط د پیغمبرانو تکذیب وکړ.

د شعیب علیه السلام خلاف د قوم  ملکیت دازادی (د جمهوریت یو رکن) په حق کی د اکثریت فیصله:

کذب اصحاب الئیکة المرسلین، (ژباړه، ۱۷۶)

ژباړه: ایکه والو د پیغمبرانو تکذیب وکړ.

د حضرت ابراهیم علیه السلام خلاف داکثریت عکسل عمل:
لئن لم تنته لا رجمنک وهجرنی ملیا: (۱۶، ایت ۴۲)

ژباړه: پلار اویل: کچیرته له خپلو کارونو لاس نه اخلی، نو زه به ضرور تا سنګساروم، او تر یو وخت له ما ولاړ سه.

د حضرت موسی علیه السلام او د فرعون تر مینځ اکثریت د چا سره وو؟

ولقد ارسلنا موسی بایاتنا وسلطن مبین، الی فرعون وملائه فاتبعوا امر فرعون و ما امر فوعون برشید.
(۱۶، ایت، ۹۸)

ژباړه: بی شکه: مونږ موسی علیه السلام له نشانیانو او واضح سند سره یو ځای لیږلی وو، فرعون او د هغه قوی نمایندګانو ته بیا هم هغوی د فرعون پر حکم روان وو، او د فرعون حکم حق په جانب نه وو.

فارسل فرعون فی المدائن حاشرین، ان هوء لاء لشر ذمه قلیلون، و انهم لنا لغائطون، و انا لجمیع خذرون.
 (۱۹، ایت ۵۳)

ژباړه: بیا فرعون ښار ته جمع کونکی ډونډوره چیان ولیږل، چی بیشکه دا یوه مظبوطه ټولی ده، او هغوی مونږ ته ډیره غصه راوستلی ده، او بی شکه مونږ خورا هیبتناک او رعب لرونکی اکثریت والا یو.

اوګوری فرعون د موسی علیه السلام د سپکاوی لپاره بعینه هغه طریقه او هغه ژبه استعمال کړی کومه  چی نن سبا جمهوریت پرست استعمالوی، چی د والی منصوبی له قراره یی د ملک په کونج کونج کی اواز وکړ چی موسی علیه السلام او دهغه ملګری ملامت دی او هر وخت مونږ ته ازیت راکوی، (دا ګویا چی د نن سبا ټی وی، ریډیو، اخبارات، په توسط د ابتدایی او غیر ترقی یافته شکل وو.) او بیا د موسی علیه السلام خلاف له کلیو او بانډو نه په لوی اکثریت راټول شویو د فرعون دی اقدام ته سل په سله کی مثبت ځواب اوایه.

که اوایم چی اکثریت همیشه د انبیاوو او حق خلاف اوسیدلی دی نو دا به هم درسته وی.
ولقد ارسلنا نوحا وابراهیم وجعلنا فی ذریتهما النبوة والکتاب فمنهم مهتد وکثیر منهم فاسقون، ثم قفینا علی اثارهم برسلنا وقفیان بعیسی ابن مریم و اتینه الانجیل وجعلنا فی قلوب الرین اتبعوه رافة ورحمة (الی ان قال) فاتینا الذین امنو ا منهم اجرهم وکثیر منهم فاسقون.        

اوګوری، له نوح علیه السلام نه نیولی تر عیسی علیه السلام پوری، واړه انبیا علیهم السلام او دهغوی مخلص پیروان همیشه په اقلیت کی اوسیدلی، او د اکثریتو ووټ او رایی د هغوی خلاف همیشه اوسیدلی.
 

راځی د یهودو، او نصارا د اکثریت کارنامی او فیصلی هم مطالعه کړو او وګورو چی د هغوی د اکثریت فیصلی څه شان وی؟
الله جل جلاله فرمایی: منهم المومنون و اکثرهم الفاسقون، (۵، ایت ۲۲)

ژباړه: له اهل کتابونه څخه لږ مومن دی او اکثر فاسق دی.

وکثیر منهم ساء ما یعملون، (۶، ایت، ۲۴)

ژباړه: اکثر له دوی نه (له اهل کتابونه) بد کارونه کونکی دی.
 

د مشرکینو او کافرانو اکثریت:
واکثرهم لا یعقلون، (۷، ایت، ۱۰۳)

ژباړه: له مشرکانو څخه اکثره احمق او بیعقله دی.
 

ولکن اکثرهم لا یعلمون، (۹، ایت، ۳۴)

ژباړه: لیکن له دی مشرکانو نه اکثره بی علمه دی.

و ما یتبع اکثرهم الاظنا، (۱۱، ایت ۳۶)

ژباړه: او مشرکان اکثر د ګمان او ظن پیروی کوی.

واکثرهم فاسقون، (۱۰، ایت ۸)

ژباړه: د مشرکانو اکثره فاسق یعنی بدعهده دی.

د خلګو اکثریت د اصلاح حمایت نه کوی.
فلو لا کان من القرون من قبلکم او لوا بقیه ینهون عن الفساد فی الاض  الا قلیلا ممن انجینا منهم، (۱۲، ایت ۱۱۶)

نو له تاسو نه په مخکی خلګو کی ولی داسی څوک نه وو چی په ځمکه کی د فساد مخه ونیسی، ماسوا له یو څو خلګو کوم چی د دوی نه بچ کړی شوی وه.

دمومنانو د اکثریت کردار:
وما یومن اکثرهم باالله الا وهم مشرکون: (۱۳، ایت، ۱۰۶)

ژباړه: په مومنانو کی اکثر داسی دی چی الله منی خو بیا هم شرک کوی.

ویوم حنین اذا اعجبتکم کثرتکم فلم تغن عنکم شیئا وضاقت علیکم الارض بما رحبت، ( ۱۰، ایت ۲۵)

ژباړه: د حنین ورځ دریاده کړه، کله چی تاسو پخپل ډیروالی باندی باور وو، یعنی اکثریت مو کافی او فیصله کونکیو وګاڼه، خو بیا دا کثرت ستاسو په کار درنغی، سره له دی چی ځمکه پراخه وه درباندی تنګه شول، یعنی کثرت فیصله کونکی ګڼل ستاسو غلطی ده.

د اکثریت د حکومت له نوم نه خو دا خبره جوتیږی چی د جمهوری حکومت ابتدا چی په کوم جوش او خروش باندی کیږی، (یعنی دا چی: په جمهوریت کی حکومت د عوامو وی، حکمرانان عوام وی، او هر یو فرد حاکم وی وغیره وغیره)  لیکن په عمل کی قیصه بالکل برعکس او دهمدی دعوی خلاف وی، او داکثریت (که څه هم ساده اکثریت وی) په مقابله کی د اقلیت یوه باوری ګروه یعنی د ۵۱ فیصده په مقابله کی ۴۹ همیشه په اکثر ملکونو کی له حکومت کولو محروم پاته کیږی، اکثریتی پارټی پر دوی باندی خپلی خوښی تطبیقوی یا مسلطوی،څرنګه چی په جمهوریت کی هیڅ یو بنیادی اصول او د اخلاقو ضابطه داسی نسته چی د اکثریت فیصلی رد کړی ځکه خو بنیادی حقوق هم پایمال کیدایشی، نو لکه څرنګه چی د ملک د بیا جوړونی فلاح او بهبود  تعین او اجرا هم د اکثریتی فیصلو باندی مرهون منت وی،  لهذا له ملک څخه د غداری یا وفاداری سرټیفیکیټ د اجرا فیصله هم د اکثریت صوابدید باندی وی. عدلیه هم د اکثریتی فیصلو د لاندی وی، نو ځکه پارلمان چونکی مقنن دی (قانون جوړونکی دی) له دی وجی کچیرته د اکثریت په رایی کومه ماده منسوخه شی، یا ترمیم پکښی وشی، او د دی پرځای کوم نوی قانون تصویب کړی، نو عدالتونه هم د همدی اکثریتی فیصلو پابند وی، کچیرته د کوم مذهب پر کومی مادی باندی بندیز لګول غواړی نو دا کافی ده چی په پارلمان کی د اکثریت فیصلی تر لاسه کړی، چی پلانی قسم قول، یا فعل، تحریر، یا تقریر د عامه نظم او منیت لپاره یا د ملکی مفادو منافی دی بس هغه به ممنوع  او ناجایز وګرځول شی، او که چیرته د پرون ناجایز ګرځولی شوی څيز جایز ګرځول غواړی  نو دا هم اسانه ده بس د اکثریت رایی تر لاسه کړه، اکثریت به یا خو پکښی ترمیم وکړی، یا به یی منسوخ کړی، یا به د کوم استثنایی شق اضافه ور وکړی، ته به وایی چی د اکثریت فیصله د دین څراغ ده د کوم مخکی چی بیا هیڅ څه ناممکنه نه ده.

همداشان د اکثریت درلودونکی پارټیانی د خپلو خواهشاتو د تکمیل په موخه د ډیرو ظالمانه اقداماتو او خودسری کارونو اظهار کوی، چیرته چی بیا نه د کوم اقلیت پرواه ساتل کیږی، نه د چا  ځان او مال محفوظ وی، نه عزت او ابرو باقی وی، او نه د دین او مذهب تقدس باقی پاته کیدایشی.

د انتخاباتو په ذریعه تر اقتداره پوری د رسیدلو پوړی دعوامو ووټونه وی، د ډیر عوامی حمایت حاصلولو لپاره د هر قسم فریب، دوکی، منافقت، دروغ، بدعهدی، بداخلاقی،بهتان، او ضمیر فروشی په څیر د واړه منکراتو په مټ د عوامو غلطول او د هغوی هم خیاله کول په همدی مروجه جمهوریت کی نه یوازی داچی مباح دی بلکه لاز م دی، له کوم پرته چی بریا او لاسته راوړنه شونی ده.

د یو بل مفکر جمهوریت په حواله دا قول نقل کوم، په جمهوریت کی شریف او متدین سړی نشی پاته کیدای، ولی چی دلته باید چالاکه وی، او دسیاسی موخو د تعقیب لپاره باید شرافت په کور کی پریږدی.

د جموریت د دین پيروان پر خلګو د حکومت لپاره د هغوی د غلطولو په موخه ستر ستر جنایات سرته رسوی تر څو له هری لاری چی امکان ولری ځان د فرعون په څير د واک په ګدی کښینوی. دوی خیانت کوی تر څو د خپل حریف یا مقابل جانب په ماتولو ځانته زیات ووټ ترلاسه کړی، په همدی موخه د مقابل جانب تذلیل کوی.  نه یوازی دا چی د مقابل جانب خلاف په جلسو، جلوسو، اخبارانو، اشتهاراتو، او نورو د ابلاغی ذرایعو له لاری د هغه پس پرده ګناهونه طشت ازبام کوی بلکه دهغه د نه کړو ګناهونو هم ښه تشهیر کوی، همدارنګه انسان په اجتماعی طور باندی دیده او دانسته، د قران د منصوصو احکاماتو د ماتولو په کبیره ګناه مرتکب کیږی، او ستم ظریفی خو داده چی دی یی ګناه هم نه ګڼی!

الله جل جلاله فرمایی: لا یحب الله الجهر بالسوء من القول الا من ظلم وکان الله سمیعا علیما.( سورة لنساء: ایت ۱۴۷)

الله تعالی هیڅ یوه پټه خبره ظاهرول نه خوښوی، لیکن که پر چا ظلم شوی وو. پر مظلوم د ظالم ظلم ظاهر کړه، او بیشکه الله جل جلاله اوریدونکی دی او پوهیږی.

په همدی موخه چی د اکثریت حمایت ترلاسه کړی د یو بل په ملامتولو کوښښ کوی چی ځان فرشته وښیي، هر کاندید د عوامو مخکی خپل ځان د هری مرض دوا ثابتوی، د ښاغلی په خیالی دوړو او تقریرونو باندی عوام یقین کوی، وایی کچیرته مونږ دا دریکتا کامیاب کړ نو زمونږ ټوله غمونه به پر خپل سر کښیږدی او که چیرته دهمدی مشفق او د زمانی له غمخوار نه محروم شوو نو هر څه به فناه شی، د انتخاباتو په دوران کی د عوامو د بی وقوفه کولو او د هغوی دا کثریت د حمایت د حاصلولو په موخه عوامو ته یو داسی دلفریب نعری ایجادوی، په صحرا کی باغونه ورته جوړوی، او دخیالی دنیا په ور جوړولو له عوامو نه د هغوی د حمایت طلب کوی،اسلام خوښونکو ته ویل کیږی، چی ضرور به اسلام رائجوو، او جمهوریت غوښتونکو، سوشلیسټانو، او کمیونیسټانو ته ویل کیږی، چی مونږ اسلامی جمهوریت، اسلامی سوشلزم، یا اسلامی کمیونیزم نافذوو.

               جانان ما بشیوه مغرب برابر است

               باما شراب خود به زاهد نماز کرد

کاشکی هغه ورځی هم خدای راولی چی عوام دظاهر بینی پرځای حقیقت بینی نه کار واخلی. د ووټ ورکونکی خرڅول او اخیستل هم د انتخاباتو په جریان کی شروع وی، کوم چی بیا ایجنټان خپلی مالونه ټولوی، او دهمدی ووټونو د حاصلولو په خاطر په لویو او وړو ملکونو کی بلا توپیر د قتلونو او جنګونو پشمول نور جرایم مثلا دړکه، دباو، اغوا، جعلی ووټ، او د ووټونو په وخت کی د صندوقونو د بیلټونو تبدیلول، وغیره جرمونو خو شمار نه وی، هو د عداوت او منافرت فضا هم سیلی او طوفانونه په خروښ کی ساتلی وی، له انتخاباتو وروسته  دشکست خورده پارټی افراد، حسرت، افسوس او غم کی ډوب وی، مایوس وی، او خودکشی کوی، په دوهم طرف کی کامیاب جانب نه یوازی داچی د شکست خورده جانب مخکی فخر، او جشنونو جوړوی، بلکه د دوی تذلیل کوی تر څو انتقام تر واخلی، او مونږ د داسی پيښو شاهدان یو چی تر مینځ یی قتلونه، شخصی بدی او دښمنی تر ډیره وخته وی، هو دوی اسلامی اخوت او وحدت ښه سم قتل کړی، له انفرادی او کوچنیو موچنیوی دښمنیو علاوه د انتخاباتو په نتیجه کی ټوله قوم د حزب اقتدار او حزب اختلاف په دوو داسی متحارب طرفونو باندی تقسیم شی په کوم چی بیا د خپل مخالف د هری ښه او بدی خبری په مقابل کی عوام سړکونوو سنګرونو، ته راوستل خپله جمهوری فریضه ګڼی،همداسی بیا هر فریق د جلسو او جلوسونو له لاری د خپلو قوتونو نه ختمیدونکی مظاهره کوی، او خبره تر هرتالونو، ماتولو، او لوټولو پوری ورسیږی، چیرته چی بیا د ملک بنیادونه وړقیږی، کله بازار بند وی، کله کارخانی بندی وی، او په مقابل طرف کی په لرګیو، اوښکی بهیونکو ګازی اسلحو سمبال فوځیان د خلګو څرمن باسی، د همدی په جواب کی بیا په بازارونو، منډیانو، عوامی اجتماعی ځایونو، بس سټیشنونو، پلچک او پلونو باندی د انفجاراتو سلسله جاری شی، تعلیمی درس ګاوی، نه صرف د سیاست هال وی، بلکه اکثر وخت خو د چاقو او ټوپک په مټ یو بل مړه کړی، او هلته هم بیا د جنګ د میدان په څیر حالات جوړ وی، نتیجه دا شوه چی تجارت تباه شی، کاروبار برباد شی، درسګاوی بندی شی، امن او امان نه عنقا جوړه شی، له کومی چی بیا د هری بدی سانحی لپاره حالات جوړ وی، ولی چی قومی، او ملی وحدت ټوټه ټوټه وی، بهرنی مداخلت ته هم لاره صفاه بلکی موافقه شی.

د جمهوریت پرستانو ژبه ډیره لنده وی خورا ژر، او عجیبه اوړی، رنګارنګ خبری کوی، که په ساده ټکو کی مو پوه کړم نو دوی د منافقانو په صفت موصوف دی، په یوه خوله کی دوه ژبی ساتی، او هغه داسی:
د جمهوریت پرستو پر ژبه دوه خبری دی، کوم چی د دوی دناستی پاستی، له لیکنو او تقریرونو څخه عیانیږی، یوه داچی دوی په دومره شد ومد سره د خپلی بی طرفی، شرافت، او ژوند وکړه ژوندی مو پریږده پالیسی اظهار کوی چی اوریدونکی ګمان کوی چی ده همدا دګلونو ګلدسته ده. کچیرته د انسانیت د ټولو مسایلو د حل د ځنډ وجه د دی ډیموکراسی نه نفاذ دی،

او  دوهمه داچی د دین اسلام بالواسط مذمت، او له دین الهی نه دتيښتی په موخه د خدای پرستانو د تنګ نظری، دهشتګردی، افراطیت، او بنیاد پرستی واویلاوی او پروپاګنډ په دومره شور او زور سره کوی چی اوریدونکی دا ګمان کوی چی د اسلام د نافذیدو سره سم به اسمان را وغورځی، ځمکه به څيری شی، او خلګ به په کورنی جنګ واوړی.
   چه دلاور است دزدی که بکف چراغ دارد

لیکن دادی نړیوال وینی چی د جمهوریت د دین فراقه واریت (حزب اقتدار، حزب اختلاف اقلیت او اکثریتی نظام) نړی له تباهی سره مخ کړی، امن امان، راحت او ارام، شرافت او عافیت عدل او انصاف، لپاره خلګ تږی دی، د جمهوریت د دین د فرقه واریت  او حریت عامه( بی قیده ازادی) په نتیجه کی په سپنیه ورځ قتل، غارت، اختطاف، غلا، تخریبکاری، ابروریزی، بازار ګرم دی، نه په کورنو کی د ښځو عصمت او عفت خوندی دی، او نه د معصومو ماشومانو ژوند محفوظ دی،

دا هرڅه د انسانانو د خود ساخته دین جمهوریت له وجی راپیښ دی.
قوله تعالی: ظهر الفسادفی البر والبحر بما کسبت ایدی الناس لیذیقهم بعض الذی عملوا لعلهم یرجعون  ( الروم ایت ۴۱)

مګر د دی ټولو سره سره د جمهویت د دین د دی فرقه واریت ژوندی وکړی او ژوندی مو پریږده تحت نه یوازی داچی جایز دی، بلکی د جمهوریت لپاره ضروری دی

او که په بل طرف کی یو چاته امن سکون نصیب دی، یا حیا، تقوا، او له خدای جل جلاله نه ویره ورپاته ده نو هغه هم دعلماء کرام، مشایخ عظام له دعوت او تبلیغ، له منبر او محراب، مدرسه او خانقاه مرهون منت دی. د لمونځ په جماعت له اجتماع نه واخله تر حج پوری واړه عظیم مذهبی اجتماعات، مذهبی ناستی پاستی،  (کوم چی داسلامی سیاست لازمی برخی دی) په غور سره مطالعه کړی، نو په هر طرف به د محبت، یګانت، مساوات او اخوت یو معطر ماحول په نظر درشی،  هو له دی لیکنی می مطلب دانه دی چی له مذهبی فرقه واریت حمایت کوم او دفاع کوم، بلکه زه دا واضح کول غواړم چی د جمهوریت پرستو د مشاهداتی فرقه واریت په مقابل کی مذهبی فرقه واریت قابل ذکر قدری هم نه دی.

جابر نعماني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x