نظــر

د سولي په غېږ کي ټینګ جنګونه

حاجي غلام محمد معصومي –

په دی وروستیو کي افغان دولت او ګاونډیانو د سولی خبری د وسله والو طالبانو سره بیا تیزی کړی دي، چي تیره ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کی څلور اړخیزه غونده جوړه سوه.

په دې غونډه کي د امریکا پاکستان چین او افغانستان د استازو تر منځ خبری وروسته تر څو میاشتو بیا پیل سوی، خو اوس چی ویل کیږی دا خبری به د همدی رواني میاشتی (جنوري) په ۱۸مه نیټه دافغانستان مرکز کابل کی هم شروع کیږي.

دلته خبره د ولس څخه ورکه ده چی د هیواد په ډیرو برخو کی سخته جګړه او دوسله والو طالبانو سر په سر بریدونه او د نړیوالو او افغان دولت خوش باوری په څه معنی ده ؟

اوس دولت دا خبره کوی چی هغه طالبان چی دسولی پروګرام ته داخلیږی هغه به معلوم سی او پاته نور چی سوله نه غواړی د هغو سره به سخت جګړه وسی. زه فکر کوم چی تر اوسه هم دولت په دی خبره نه دی خبر چی زموږ جکړه له کومو افغانانو سره ده ایا رشتیا هم دا جکړه د قدرت جکړه ده؟

اوس چی د داعش د خلافت جګړه په ننګرهار کی په شدت روانه ده او هلته یی د راډیو تر څنګ نور تبلغات هم په پېخر شروع کړی دی، نو لیری به نه وی که دولت یی مخه ونه نیسی دا ډله به دهیواد نورو سیمو ته هم خپله جګړه او تبلغات وغزوي.

په اوسمهال کي دهلمند سختی جکړي نه یوازی پر سیاسی او اقتصادی حالت بد اثر غور ځولی ولی دی، بلکی د عام ولس څخه هم لار ورکه ده، چی خپلی سیمی له چا څخه وساتی؟

ورځ تر بلی خلګ د خپلو کورونو څخه راوزی، خو له بده مرغه دولت ددې بېځایه سویو لپاره خاص پلان نه لری ، یادو کورنیو ته نه د کار زمینه برابره ده نه هم ددولت په لیکو کی ورته د جلب او جذب لاري چاري اسانی دي، چي د دولت او خلکو په حمایت سنګرونو ته ولاړ سي.

دا چی وسله وال طالبان خپل ۱۵ غړی د یوه کانادایی عسکر پر سر تبادله کوی، دا په سیمه کی نه یوازی د سولي روانو خبرو ته یو ګواښ دی، بلکی نور هم ددولت او سله والو طالبانو تر منځ واټن پیدا کوی.

د یوی خارجی ورځ پاڼی انډیپنډټ په وینا، اوس داعش غواړی چی په افغانستان کي ناراضی طالبان د پیسو په بدل کی د ځان ملګری کړی.

پورته خبرو ته په کتو، نو ویلای سو، چي ډیری پوښتني په یوه خبره نه خلاصیږی چی یو کاناډايي تبعه په ۱۵ وسله والو طالبانو تباله سول دا کسان څوک وو، چیری بندیان او د چا په مشری او لار ښوونه راخوشي سول؟

داښه خبره ده، چي بندي افغان طالبان له خپلو کورنیو سره یوځای سول، خو له خلکو سره دا پوښتنه لا تر اوسه په ذهن کي يوې او بلي خوا ته منډي وهي، چي کاناډایان د طالبانو سره دومره غټه سودا کولای سی ، نو بیا د افغانستان حکومت موجودیت په څه معنی؟

دا ټولي خبری د را روان کال د سختی جګړی ښکارندوی دي او د سیاسی چارو کارپوهان نه یوازي په افغانستان بلکی په سیمه کی د یو لوی بشري ناورین خبر ورکوي، چي یو ځل بیا به افغان بچي وژل سوي، ورک، ستړی اود نامعلوم برخلیک پر لور به د نامعلوم وخت لپاره ځغلي.

ددې سرناخلاص ولس پرحال دي الله ورحمیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x