ټولنیزه برخه

منيجر څوګ دی؟

لیکوال: فضل الرحمن صدام
لیکوال: فضل الرحمن صدام

لیکونکی فضل الرحمن “صدام “

منيجر هغه څوک دي چي پلا ن جوړوي داداري دمربوطه څانګو چاري تنظيموي ، تصميم نيسي او مربوطه تصدي اقتصادي ، موسيسي کاري ګروپ څارنه کوي او کارکونکي اداره کوي .

ديو اقتصادي اداري منيجر خپله اداره يا موسسه بايد ديو مجمو ع په توګه وگڼئ چي دهغي بيلابيلي څانګي يو دبل سره تړلي دي او يو پر بل تکيه لري . هرو مرو ديوي څانګي بدلو ن ، قوت يا ضعف په ټولو برخو او په نهايت کي په اداره باندي تاثير لري بايد داداري منيجر دټولني دتقاضاکونکو ، مشتريانو ، مستهليکينواو نورو ټولنيزو واحدونو سره ډيري کاميابي اړيکي ټينګي کړي او دموسسي دننه هم رهبري ښه پر مخ بوځي .

2 — درهبري له نظره منيجر

د رهبري له نظره منيجر په دوه برخو ويشل کيږي.

1. ديکتاتور منيجر.
2. ديموکرات منيجر.

1 – ديکتاتورمنيجر:

ديکتاتور منيجر غواړي فقط خپلي غوښتني په ټولو ومني او د کارکونکو نظرياتو او ستونزو ته پاملرنه نکوي

2 – ديموکرات منيجر: ديموکرات منيجردخپل لاس لاندي کارکونکوغوښتني اونظرياتوته غوږ نيسي اودهغوي ستونزودحل لاري چاري پيداکوي اودهغوي سره داداري پرمخ بيولوکي صلاح مشوري کوي .

د ديکتاتور رهبر يا منيجر نيمګړتياوي

کله چي يوه اداره کي ديکتاتوره فضا حاکمه وي هلته لاندي ځانګړتياوي ليدل کيږي .

1 په اداره کي دعدم اعتماداوبي باوري فضاءرامنځ ته کيږي .

2 ترڅوهره شيبه هدايت ورنکړي شي کارکونکي په خپل شوق کارنکوي .

3 کارکونکي ،مامورين اوپرسونل دحقارت اوسپکاوي احساس کوي .

4 بي مسؤليتي زياتيږي .

5 دنوښت ،ابتکارتشويق کوونکي د تلاش زمينه له منځه ځي .خوهغه وخت چي عاجل تصميم ضرورت وي .

اوهغه کارکونکي چه ناپوهه وي کم تجربه وي بي مسؤليته وي اوداعتماد وړ نوي نوپداسي حالاتوکي ديکتاتوري رهبري پکارده .

د ديموکرات منيجر ښيګڼي .

ديمو کرات منيجر دخپلو اړوند ه پر سونل سره په هر کار کي صلا ح مشوره کوي او مشکلاتو دحل په اړه تري نظر يات اخلي او کار کونکي خپلوورسپارل شوو دندو ته حسوي او دتفاهم فضاءرامنځته کوي چي په نتيجه کي لاندي ګټي تر لاسه کوي .

1. کار کونکي په خپله موسسه کي چي دي پکي کار کوي دلوړ شخصيت احساس کوي

2. دمسو‌ليت احساس پکي لوړوي .

3. دکارکونکي په ټولو چارو کي خپل نظر څرګندولي شي .

4. په ديموکراته فضا‌ءاو رهبري کي دنوښت زمينه برابره وي او کار کونکي خلقه او نوښتګر وي .

د وظيفي له نقطي نظره دمنيجر ډولونه

١ دلوړي سطحي منيجر: (top level manager )

هغه منيجر کوم چي ټول سازمان کنترولوي او اداره کوي دغه منيجر دسازمان داهدافو ترسره کولو لپاره ستراتيژي جوړوي څرنګه چي له تکنالوژي او وخت په تعير سره دخلکو طرزالعمل ، ذوق کي هم تعيرراځي نو دلوړي سطحي منيجر دخلکو درضايت دحاصلولو لپاره مختلفي ستراتيژي جوړوي او سازمان اهداف تر لاسه کوي اودسازمان بيا جوړښت دلوړي سطحي دمنيجر پواسطه صورت نيسي دسازمان بيا جوړښت دسازمان ښه کنترول او دمصارفو دکموالي اوښه کردار پخاطر صورت نيسي په ځني وختونوکي دلوړي سطحي منيجر تصميم نيسي چي موجوده پرسونل کم کړي او پرځايي يي نوي مهارت لرونکي پرسونل استخداموي ترڅو دمحيطي تعيراتو سره سازمان تيارکړي او دسازما ن اهداف په ښه شان سره تر لاسه کړي .

٢ دمنځني سطحي منيجر : (medal level manager )

داهغه ډول منيجر دي چي دټيټي سطحي منيجران کنترولوي او ددي منيجرانو دفعاليتونو مسوليت په عاړه لري او ديپارتمنټونو په سطحه ستراتيژي جوړي دسازمان ټاکلي اهداف تعقيبوي .

٣ دټيټي سطحي منيجر :(first level manager )

هغه منيجر دي چي دکارګرانوورځني فعاليتو نه اداره کوي او ديو سازمان سوپر ويزران او کارګران په مستقيمه توګه کنترولوي

دمنيجر وظيفي: پ

1. پلان جوړول
2. رهنمايئ
3. کنترول

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x