
ایفون اپریټنګ سیسټم کې د ستاینې وړ ځانګړتیا اضافه شوې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲۳مه ۱۳۹۴ل): اپل کمپنۍ خپل د اپریټنګ سیسټم ای او ایس ۹.۳ (iOS 9.3) په ابتدايي ورژن کې د نایټ شفټ (Night Shift) په نامه نوی اپشن زیات کړی.
د دغه نوی اپشن په مرسته د اپل د کمپنۍ د سمارټ فون او ټبلیټونو د سکرین رڼا په خپله د شپې لخوا له شین رنګ څخه ژیړ رنګ ته بدلیږي.
د اپل د کمپنۍ په وینا د «نایټ شفټ» اپشن د شپې او ورځې اندازه په ایفون او یا هم ایپډ کې شته ساعت او جیولوکیشن په مرسته معلوموي او د سکرین رنګ بدلوي.
د روغتیايي څیړنو پر بنسټ د ټکنالوژي کمپنۍ د ورځې لخوا د اوزارو د سکرین غوره ډسپلې لپاره شین رنګ لروونکي اسکرینونه جوړوي په داسې حال کې چې دغه ډول اسکرینونه د انسان د خوب کولو پر وړتیا منفي اغیز کوي.
د روغتیايي څیړوونکو په وینا شنې وړانګې په بدن کې شته هغه هارمونونه چې په انسان خوب راولی او «میلاټونین» نومیږي باندې ناوړه اغیز کوي او د انسان د خوب کولو وړتیا اغیزمنوي.
په اصل کې د شپې لخوا د دغو اوزارو کارول د ورځې له لوري د انسان فعالیت اغیزمنوي ځکه چې د دغو اوزارو شنې وړانګې د انسان په بدن کې د ځینو روغتیايي بدلونونو او زیانونو لامل ګرځي.
د اپل کمپنۍ خپل اپریټنګ سیسټم دغه نوی ورژن کې د یو شمیر سافټ وییرونو او اپلیکیشنونو نوې بڼې هم زیاتې کړي کوم چې اوسمهال تر ازموینې لاندې دی او ډیر ژر به په رسمي ډول کاروونکو ته وړاندې شي.