
غزني: اربکی قومندان له دوه ملګرو سره وژل شوی دی
شجاعي وويل چې ماين د طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی و چې د قومندان او ملګرو پرته په کې نور ولسي وګړي نه دي وژل شوي.
د يادونې وړ ده چې د قومندان محمد اسماعيل په نامه د اربکيو دغه قومندان له څه مودې راهيسې د مقر ولسوالۍ په شير کلا سيمه کې دنده لرله چې تر دې وړاندې يو شمير سيمه ييزو خلکو له هغه څخه شکايت کاوه چې کسان يې له ولسي خلکو څخه په زوره مالونه لوټي او ځوروي يې.
تر اوسه طالبانو ددغې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.