ټولنیزه برخه

سوچه پښتو، خوږه پښتو (۱)

پښتو هغه ښکلې، خوږه او بشپړه ژبه ده چې په ټوله نړۍ کې کابو پنځوس ميليونه ويونکي لري. د تاريخ په بېلا بېلو دورو کې دا ژبه د عربي، انګليسي او پارسي په شان ژبو تر اغيز لاندې راغلې ده او له نورو ژبو ورته ګڼ ويونه د ننه شوي دي. پښتو ژبې او ادب پر افغانستان د هوتکيانو د واکمنۍ پر مهال پرمختګ وکړ؛ ولې د ابداليانو د واکمنۍ پر مهال په شاهي دربار کې د پارسي ژبو د اغېز له کبله پښتو ډېره زيانمنه شوه. که څه هم د امير شيرعلي خان د واکمنۍ پر مهال پښتو د افغانستان ملي او رسمي ژبه ونومول شوه،

ولې بيا هم په عملي او علمي ډګر کې ورته ډېر کار ونه شو او ادبي او تاريخي منځپانګه ئې ډېره بډايه نه شوه. په دې وروستيو څو لسيزو کې پښتو ادب ښه پرمختګ کړی دی او تمه شته چې دا پرمختګ به لا ګړندی شي.

دلته ځينې داسې ويونه چې له نورو ژبو پښتو ته رادننه شوي دي او اوس په خبرو او ليکنو کې کارول کيږي؛ د هغوی له سوچه پښتو بديل ويي سره وړاندې کوم. هيله ده چې د دې ويونو پر ځای سوچه پښتو ويونه وکارول شي؛ تر څو له يوې خوا پښتو سوچه او خوږه شي او له بلې خوا د دې ويونو کاروونکي ډېر او د ورکېدو مخه ئې ونيول شي.

د مشکل پر ځای ستونزه وکاروئ.
د استعمال پر ځای کارول وکاروئ.
د صیب پر ځای ښاغلی وکاروئ.
د فخر پر ځای وياړ وکاروئ.
د زندان پر ځای اړتون وکاروئ.
د ضرورت پر ځای اړتيا وکاروئ.
د وظيفې پر ځای دنده وکاروئ.
د فکر پر ځای اند وکاروئ.
د اشارې پر ځای نغوته وکاروئ.
د نتيجې پر ځای پایله وکاروئ.
د ناکام پر ځای پاتيالی وکاروئ
د کامياب پر ځای بریالی وکاروئ.
د جنګ پر ځای جګړه وکاروئ.
د باغ پر ځای بڼ وکاروئ.
د عذاب پر ځای کړاو وکاروئ.
د موقف پر ځای دريځ وکاروئ.
د مشورې پر ځای سلا وکاروئ.
د قوم پر ځای ټبر وکاروئ.
د معاون پر ځای مرستيال وکاروئ.
د رئيس پر ځای مشر وکاروئ.
د اطلاعات پر ځای رسنۍ وکاروئ.
د کلتور پر ځای هڅوب وکاروئ.
د تعهد پر ځای ژمنه وکاروئ.
د عقيدې پر ځای ګروهنه وکاروئ.
د فيصلې پر ځای پرېکړه وکاروئ.
پېشبينۍ پر ځای اټکل وکاروئ.
نور بيا…
په پوره درنښت
محمود سعيد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x