افغانستان

څیړنیز راپور: طالبانو په کال ۲۰۱۵ کې تر لس زره زیات پوځي عملیات کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲۳مه، ۱۳۹۴ ل): د طلوع نیوز تلویزون د یوه څېړنیز راپور سره سم تیر کال ۲۰۱۵ کې طالبانو د امنیتي ځواکونو او امریکايي اهدافو پر ضد تر ۱۰ زره زیات پوځي عملیات کړي، چې د مخکنیو کلونو په پرتله یې یو بې ساری کال بللی.

په راپور کې راغلي چې دولتي ځواکونو هم د طالبانو پر ضد ۵۵۰۰ عملیات کړي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې تیر کال تر ټولو خونړی میاشت د مئي میاشت وه، خو وروسته که د طالبانو عملیات کم شوي دي خو ځانګړی بدلون په کښي راغلی تر دې چې د سپټمبر په میاشت کې یوه پوره ولایت کندوز د طالبانو په لاس سقوط وکړ، او ورسره یو شمېر نور ولایتونه او ولسوالیاني تر ګواښ لاندي راغلي.

طالبان په تیر کال کې د خپل مشر ملا محمد عمر د وفات د اعلان سربېره د افغانستان په سرتاسري کې وتوانېدل چې خپل وجود او یووالی خوندي کړي، او په ورته وخت کې د دولت او امریکايي اهدافو پر ضد پراخ عملیات وکړي.

په راپور کې راغلي چې د امنیتي پيښو زیاته کچه په ننګرهار، هلمند او فاریاب ولایت کې وه، او پنجشیر یې تر ټولو با امنه ولایت ښودلی.

اوس هم هلمند کې یو شمېر ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دی او د ژمي د راتګ سره سم جګړه کراره شوې خو بیا هم یو شمېر ولسوالۍ د طالبانو پر لاس د سقوط د ګواښ سره مخ دي.

په تیرو شپو کې د مارجې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امریکايي ځواکونه یوه چورلکه هم د طالبانو له لوري په نښه شوې وه چې د امریکایي ځواکونو په قول یو امریکايي مړ او بل ټپي شوی وو.

دهغه تر مخه د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې پنځه امریکايي عسکر د طالبانو په یوه برید کې ووژل شول.

د دفاع وزارت ویاند مرستیال دولت وزیري ویلي “له شک څخه پرته چې ۲۰۱۵ کال زموږ لپاره ستونزمن کال وو او دا لامل هم لري، لامل یې دا دی چې بهرني ځواکونه د جګړو له ډګرونو څخه بهر شول او ټول مسؤولیت پر موږ راغلی”.

په راپور کې راغلي چې تیر کال د هیواد په ختیځ او جنوب کې هم عملیات زیات شوي خو طالبانو په ځانګړې توګه د هیواد شمالي ولایتونو ته ډیره پاملرنه کړې وه.

که روان کال تر پسرلي پوري د ريښتیني سولي پروسه پيل نه شي، د کتونکو په نظر ۲۰۱۶ کال به تر ۲۰۱۵ هم خونړی کال وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x