په سوات کې د جوړي شوي جعلي ویډیو څخه اخیستل شوی انځور

۷ کاله وروسته د پاکستان ستري محکمې ومنل چې د سوات ویډیو جعلي وه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، مرغومي ۲۳مه، ۱۳۹۴ ل): د پاکستان ستري محکمې ۷ کاله وروسته په سوات کې جوړه شوي هغه ویډیو چې پکې د چاند بي بي په نوم یوه ۱۷ کلنه انجلۍ په درو وهل کیږي جعلي وبلل او په اړوند یې دایره شوي دوسیه د محکمې څخه وایستل شوه.

د پاکستان د ستري محکمې قاضی القضات نن تر وروستی پریکړي وروسته وویل چې ۷ کاله وړاندي په سوات کې جوړه شوي د درو وهلو ویډیو جعلي ده او پر کره والي یې هیڅ شواهد نشته.

چاند بي بي او دهغې خاوند دواړو ویلي چې هیڅ داسي پېښه نه ده رامنځته شوي چې په هغې کې دي پاکستاني طالبانو نوموړي په درو وهلي وي، دوی ویډیو جعلي او له حقیقته لیري بللي ده.

باید ووایو چې د ۲۰۰۹ میلادي کال د اپریل د میاشتي پر درېیمه نېټه یوه داسي ویډیو خپره شول چې په هغې کې د پاکستاني طالبانو یوه ډله د چاند بي بي په نوم ۱۷ کلنه انجلۍ په درو وهي.

دغه دوه دقیقې ویډیو د موبایل په وسیله ثبت شوي وه.

د ویډیو تر خپرېدو وروسته په نړۍ کې د طالبانو ضد تبلیغات چټک شول او په سیمه کې یې منفي اثر وکړ.

په ۲۰۰۹م کال کې سوات د پاکستاني طالبانو تر کنترول لاندي وو، هغه وخت د طالبانو ویاند مسلم خان دغه ویډیو جعلي بللي وه او په اړوند یې ویلي وه چې دا نمایشتي ویډیو د ځینو هغو مؤسساتو له لوري جوړه شوي چې په سیمه کې د اسلام ضد منفي تبلیغات کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د