نظــر

د جاسوس د مدافع وکیل نورالله خان ځواب

له  کابل څخه  خپریدونکي  ویب پاڼي ( تاند) په نیټه  د (۳/ ۳ / ۲۰۱۳) ز کال  ورځ یکشنبه  تردې عنوان لاندي  (دمسلمان جاسوس حکم د اسلامی شریعت په رڼا کي) د مولوي نورالله  په نوم  یو مطلب  خپور کړی  دی چې هدف  يي  د یرغلګري امریکا او ناټو ځناورو وحشي کافرو لښکروته  د هغو جاسوسانو ژوند وژغوري  او سرونه يي  خوندي  کړي چې د اسلام  په جامه  کې  په  نستړي کیدونکي  ډول  شپه او ورځ  دکافرو لښکرو په  چوپړ کې دي ، دکابل  دګوډاګۍ کفرساتي ، بلواکي ادارې  د نورو اراکینو اړوند يي  نورڅه  نه دي  لیکلي ، دخپلو خبرو محور يي  یوازي  په  ځناور صفته  جاسوس  راګرځولی  دی  بې دریغه  هڅه  يي  کړې ده چې دشرع  په  سپېڅلو دلائلوکې  يي  ونغاړي  او دانتقام  له  چاړې  يي  خلاص  کړي  .

ترهرڅه  دمخه  مولوي  نورالله  خان  ته  وایم  چې  د غربي  لنډغرو او دهغوی  د لاس  آلو په  خلاف  د لوی  خدای  په  لاره  کې  د وسلوال  جهاد  لړۍ  په  مسلسله  توګه  څه باندي  یوولس کلونه  تیر شول  په  زرګونو کسان  ونیول  شول  ووژل  شول  ، غرونه  یو په  بل  واوښتل ، ولسونه  تباه  شول ، ماشومان  بې  پلاره  شول ، ښځي  کونډي  شوي ، میندي  بوري  شوې  ، د سر  سړي له منځه  یوړل  شول ، ته  چیري د غفلت  په  خوب  ویده  وي  چې  ایله  اوس  دي  سترګي  وغړولې  مسلمان  جاسوس دي  په  سرو وینو لت  پت  ولید ته يي  وهڅولې نا څاپه  دي  یوه چیغه  تر خوله  ووتله  : دا چا وژلی دی، ددغه  وژل  خو په  شرع  کې  حرام دی  ،  ولي  ړوند يي  ؟   کوڼ  يي ؟  په  هیواد کي  د غربي  لڼدغرو شور ماشور نه اورې ؟  د مظلومو مسلمانو هیواد والو د فریاد ځوږ  ستا د غوږ  پرده  نه ده  ټکولې ؟  د کافرانو په  شکنجو کې  د مظلومانو زګیروی  نه اورې ؟  د شهیدانو د بدن  ټوټې چې  په  غرو او میروکي  تیت  او پرک  پرتې دي ،  نه  يي  وینې ؟   شپه  او  ورځ  چې  د مسلمانانو په  کلیو او کوروکې  لنډغر لویدلي  وي  په  انسانانو يي  رڼا  ورځ  توره  شپه  کړځولې وي ، د بارتو لوخړي  پورته کیږي  ته  يي احساس  نشې کولی ؟  د کافرانو د طیارو  سږه  هار او د شوبلو غوړمبهار چې  مسلمانان  یي تر برید او محاصرې  لاندي  نیولي  دي  ته  نه  پرې  خبریږي  ؟   ددیني  مدارسو او مسجدونو عالمان ، دقوم  سپین  ږیري او مشران  چې تر نن ورځي  پوري  ترې تم  دي  ته  نه  شوې  خبر ؟   روز مره  چې  بې دفاع  ښځي  ، ماشومان  په  وحشت  وژل  کیږي  ته  نه خبریږي ؟  دیني  ارزښتونه ، دخدای  سپېڅلی  اومؤمن  به  کتاب  قرآن  ، نبوي  رواجونه ، چې بې دریغه  پایمالیږي  توهینیږي  تا ځان  پرې خبر نکړ ؟  د بې سرپرسته  یتیمانو ، دکونډو ، بورو میندو ، او هغو زخمیانو چې د بل  لاسته  محتاج  شول ، په تورو خونوکې  په  ځولانواو شکنجو کې درګیرو زندانیانو شیبه  په  شیبه ، ساړه  آهونه ، زګیروي ، او په  مړو اښکو آسمان  ته  فریادونه  ستا ذهن  او دماغ  ته  هیڅ  وخت  لاره پیدانکړه ، اونه  له  تاسره  احساس  پیدا شو چې  یوه  ورځ  دي  زړه له کومي  چیغه  ترخوله  وتلې وای اوبې اختیاره  دي  قلم  پورته کړی  وای  چې  دا دومره  بې انتها ظلم  ولي  کیږي ، دا خو حرام  او ناروا دی ، زه  فکرکوم  کیدای شي  چې  ستا  ایمان  او عقیدې  دا  تعجبي حکم کړی  دی  چې  دغه  ټول  ظلمونه  روا  اوجائز دي  خو یوازي  کافرانوته  جاسوس  مظلوم  په  نظر درغی  دهغه  وژل  دي  په  شرع  کې  حرام  او ناروا ثابت  کړل  له دې  سره سره  دا هغه  جاسوس دی  چې دغه  بې کچي  ظلمونه  دده  په  مټ  تر سره شوي  دي ، ددغې  شرع  ریښې  چې  تا ځان  دهغې  په  مټ  ددغه  جاسوس مدافع  وکیل  ټاکلی دی  دغه  جاسوس  له بیخه  ایستلې دي  .

نورالله  خان  داسي فکر کړی دی  چې  ددین  ساتونکی ، څارونکی ، ماهر ، فقه  پوهه عالم  د نړۍ او هیواد په کچه  یوازي  دئ  پاتي شوی  دی ، د هیواد نور عالمان  د امریکایانو له خوا د همدې  مسلمان جاسوس  په  وسیله  او مټ  په  شهادت  رسول  شوي دي  یا د بګرام او ګونتنامو په  زندانوکې  دکافرانو ترشکنجو لاندي  ساړه  اسویلي اخلي ، او یا په لیري  پرتو سیموکې  د غرونو په  ګانګروکي د ناټویانو تر محاصرې  لاندي دي  اویا له  هیواد څخه  شړل شوي  اوهملته  هم  د غربي  لڼدغرو تر تعقیب  لاندي دي ، دده په  فکر میدان  خالي دی  لوبغاړی  یوازي  دئ  دی  چې  څه  چي  يي  ویل  ساده لوحه  خلګ دي  او د ته  به  یو غوږ وي  .
اغلي  چې  کوم د لائل  ذکر کړي دي  هغه  په  خپل  محل  کې شرعي  اصول دي  همدا  راز د حنفي فقهي  د مؤسسینو اقوال  دي  انکار نشي  ترې کیدلای  .  
په  پشتوکې  مشهور متل  دی  ( یوسړي  د استنجا په  مهال  دعا کوله  ( اللهم ارحني رائحة الجنة) په  څنګ کې بلڅوک دی  هغه  ورته  وویل  : چې دعا خو بزرګه ده  لکین  له تا څخه يي  سوروی  غلط شوی دی  دا د پزي  وینځلو په  مهال  ویل کیږي )  اغلي تا چې دکومو دلائلو حواله  ورکړې ده ، په  یوه موسوعه  باندي  دا مسئله  موږ  دحدیثو په  یوسلولس کتابونواو د فقهي  حنفي او فقه  عامه  په  شپږ څلویشت  معتمدو او معتبرو کتابونوکې څیړلې ده ، د حنفي فقهي  بنسټیز اصل دی چې ځینې داسي  مسائل دي  چې د وخت زمان  په  بدلون کي  دهغوی په احکاموکې  تغیر راځي  همدا راز د جنایاتو ډول  او تکرار  ځانګړي  یو د بل څخه  بیل احکام  لري ، او ځینې داسي  مسائل دي چې  د مسلمانانو دلوی امیر تر صواب  دیدپوري اړه لري ، چې  دهغو مسائلو یوه  داده : د رسول الله  صلی  الله  علیه  وسلم  په  وخت کې  په کافره  ډله  باندي  تر هغه  وخت  پوري  یرغل  نه کیده  ترڅو چې به  هغوی ته  لومړی  دعوت  نه وو ورکړل  شوی  اوس د حنفي  فقه  داسي  حکم  دی چې کافرته  په  هیڅ  صورت  اطلاع  او دعوت  نه ورکول کیږي  ځکه  دا هماغسي  کافران  نه دي  لکه  چې  د رسول  الله  او اصحابو په  وخت کې چې ؤ، اوس د مسلمانانو له لوري  د جګړې  اهداف د ټولي  نړۍ  کافرانوته  جوت دي ، همدا راز ددوی  اهداف  مسلمانانوته  جوت دي ، مسئله : ثم إنما تستحب الدعوة بشرطين ، أحدهما أن لايكون فی تقديم الدعوة ضرر علی المسلمين أما إذا كان فی تقديم الدعوة ضرر علی المسلمين بأن علموا أنهم لوقدموا الدعوة يستعدون للقتال أويحتا جون بحيلة أويتحصنون لايستحب تقديم الدعوة والشرط الثانی أن يطمع فيهم مايدعون إليه أماإذا كان لايطمع فيهم مايدعون إليه لايشتغلون بالدعوة .  فتاوي تاتارخانيه  والهنديه  ج (2) ص (193) .
رابه  شو خپل  بحث  ته  ستاسو اعمال  موږ لوی خدای  ته  سپارلي دي  خدای  پوهیږي  اوستاسوعمل  ، اوس  هم  له تاسو سره  احسان  شوی دی  ته خو دجاسوس  غم کوې ځان دي  ولي  هیردی که  په  ظاهر د ایاتونو درسره  خبره پیل  کړو نو دګوډاګۍ  ادارې  به  یوفرد هم  مسلمان پاتي  نشي  ځکه  تر دې چتر لاندي خلک مخامخ  دکافرانو په  صف  کې  ولاړدي د کافرانو دفاع ، ساتنه ، څارنه  په  عمل  ، ژبه ، قلم ، او هنر  دهغوی  چوپړته  دهغوی  په  دروازوکي  شپه  او ورځ  حاضرباش  ولاړدي  دمسلمانانو په  بدل کې کافرانو ته  ددوستۍ  لاس اوږد کړی دی ، دا تاسو یاست  چې  دهغوی  ظلم  ، یرغل ، وحشت  اونیواک  ته  دجواز لارې  لټوئ ، او ددوی  د یرغل اوږدولو لپاره   اسباب  وسایل  سلا مشورې ، اماده کوئ  او د ساده لوحه  انسانانو تیر ایستنه   مو اصلي  دنده  تراشلي  ده  پخپله  هم  احترام  ورته  لرئ  او ساده  لوحه  کسان  هم  کافرانوته  په  احترام  قائلوئ  : { يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ (51) }   المآئدة
ژباړه : ای مومنانو یهودیان او عیسی یان خپل دوستان اوملګري  مه نیسئ ،دوی په خپلو منځوکې ځینې دځینې نورو دوستان دي ، اوکه تاسي له دوی سره دملګرتیا او دوستي خیال وي نو بیا تاسي هم ددوی په ډله کې شمېرل کیږﺉ، په دې کې شک نشته چې الله  ظالمان  له  خپلې  لارښوونی څخه  بې برخي کوي  .
{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَتُرِيدُونَ أَنْ تَجْعَلُوا لِلَّهِ عَلَيْكُمْ سُلْطَانًا مُبِينًا (144) } سورة النسآء
ژباړه : ای مومنانو! تاسي دمومنانوپه ځای له کافرانوسره دوستي اوملګرتیا  مه کوﺉ ایا تاسي غواړی چې دځان په خلاف الله  ته څرګند سند ورکړﺉ  .
{ الَّذِينَ يَتَّخِذُونَ الْكَافِرِينَ أَوْلِيَاءَ مِنْ دُونِ الْمُؤْمِنِينَ أَيَبْتَغُونَ عِنْدَهُمُ الْعِزَّةَ فَإِنَّ الْعِزَّةَ لِلَّهِ جَمِيعًا (139) } سورة النسآء
ژباړه : هغه خلګ چې مومنانوته  شا اړوي  دهغوی  په  ځای له کافرانو سره  دوستي کوي ، ایا دا ( منافقین )  له  کافرانوسره  ناسته  پاسته  کې  خپل عزت  لټوي ، په  داسي حال کې چې هر  راز  عزت  یوازي د الله په  خوشالولوکې دی  .
{ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا بِطَانَةً مِنْ دُونِكُمْ لَا يَأْلُونَكُمْ خَبَالًا وَدُّوا مَا عَنِتُّمْ قَدْ بَدَتِ الْبَغْضَاءُ مِنْ أَفْوَاهِهِمْ وَمَا تُخْفِي صُدُورُهُمْ أَكْبَرُ قَدْ بَيَّنَّا لَكُمُ الْآَيَاتِ إِنْ كُنْتُمْ تَعْقِلُونَ (118) }   سورة آل عمران
ژباړه : اي مؤمنانو دخپلي ټولني له  وګړو پرته  له نورو ( کافرانواو منافقینو) سره خپل پټ رازونه  مه وایاست ، هغوی ستاسي د له  منځه  وړو په منظور  دفرصت  څخه ګټه اخیستل له لاسه  نه  ورکوي ، اوتاسي ته  چې په  هرڅه  زیان  اوړي  دوی پرې خوشالیږي ، دهغوی  دزړه دښمني دهغوی له  خولوڅخه راوځي ، څه چې هغوی ( ستاسو ددین په  خلاف)  په  خپلو سینوکې پټ  ساتلې دي  هغه  له دېنه  زیات دي ، مونږ تاسي ته په ډاګه  څرګنده لارښوونې کړې دي که  پوهیږئ  .   
{ وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ (113) }  سورة هود  .
ژباړه : د دغو ظالمانو ( کافرانو ) لوري ته  یوبڅری  مه کږېږﺉ که  نه  نو د دوزخ  لمبې  به  مو ونغاړي، بیا به کوم داسي دوست پیدا نکړئ  چې له  الله څخه  مو وژغورلای شي ، او له  یو ځای  څخه  به تاسو کومه  مرسته  ترلاسه  نکړئ  .
{ إِنَّكُمْ إِذًا مِّثْلُهُمْ إِنَّ اللّهَ جَامِعُ الْمُنَافِقِينَ وَالْكَافِرِينَ فِی جَهَنَّمَ جَمِيعًا }  نو بیاتاسي هم دکافرانو په څېر یاست ، باور ولرﺉ  چې  الله  به  کافران او منافقان  دواړه په  دوزخ کې سره یوځای کړي  .
تاسو فکر وکړئ  چې په کفرساته  اداره کې  برتۍ شوي  چاپلوسان  به  په کوم  عمل  او کردار او ګفتار مسلمان  پاتي شي  کافرانو داسلام  پخلاف کوم  کار نه دی کړی  چې تاسو هغه  نه وي  ورسره  بدرګه کړی ، د خدای  حضورته  به  کوم  ایمان  وړاندي  کوئ  چې  د هغه  په  وسیله  تاسو د دوزخ  له  لمبو څخه  وژغورل شی  ، د تعجب  وړ خو داده  هر عمل لکه  اودس ، لمونځ ، روژه ، زکوت ، حج  د نقض  اوفساد اسباب  لري  او عقیده  هم  د نقض  او فساد اسباب  لري  ستاسو ایمان  اوعمل له  کومو فولادو او الماسو جوړ شوی دی  چې  هيڅ   فساد او نقض  سبب  نه  لري  او دهغې  تر اغیزي لاندي  نه  راځي ؟
دا هغه  جاسوس نه  دی  چې  په  یو وخت  کې  رسول  الله  صلی  الله  علیه  وسلم  لیدلی ؤ او یا امام  ابویوسف  او امام  محمد رحمهما الله  څخه  دهغه  اړوند پوښتنه  شوې  وه  ، اوسنۍ مسلمان جاسوس  لوی جنایتکاردی ، د خاوري خائن  دی ، د مسلمانانو مباشر قاتل دی ، د دیني  ارزښتونو پایمالونکی دی، د دې  منحوس  جاسوس  دجنایاتو تشریح  :  نورالله  خانه  ددې  مسلمان  جاسوس  د جاسوسۍ د منحوس  او مردود عمل  په  وسیله  او مټ  په  زرګونو مسلمانان د کافرانوله خوا  ونیول  شول  ووژل  شول  ، غرونه  یو په بل  واوښتل ، ولسونه  تباه  شول ، ماشومان  بې  پلاره  شول ، ښځي  کونډي  شوي ، میاندي  بوري  شوې  ، د سیمو د سر سړي  ترې تم  شول ، ولي  ته  ړوند يي  ؟  کوڼ يي ؟  په  هیواد کي  د مظلومو مسلمانو هیواد والو د فریاد ځوږ  ستا د غوږ پرده  نه ده ټکولې ؟  په  لسګونوځله  دي  ددې  هیواد مظلوم  بچي  په  مظاهرو کي  په وینو لت  پت  ونه  لیدل  نه دي  واوریدل  ؟  د کافرانو په  ظالمو پنجو او شکنجوکې  د مسلمانو نارینه  ؤ او ښځینه  ؤ زګیروی  نه اورې ؟  د شهیدانو د بدن  ټوټې چې  په غرونو او میروکي تیت  او پرک  پرتې دي ، ته  يي  نه  وینې ؟  شپه  او  ورځ  چې  د مسلمانانو په  کلیو او کوروکې  د بارتو توري  لوخړي  پورته کیږي  ته  يي احساس  نشې کولی ؟  د کافرانو طیارواوشوبلو چې  د مسلمانانو کلي  اوکورونه  تر وحشيانه  برید او محاصرې  لاندي  نیولي  دي  ته  نه يي  پرې  خبر ؟  له دیني  عالمانو او سپین  ږیرو مخورو مشرانو څخه  جامې  وایستلي  شوې  ته  ورڅخه  مطلع شوی  نه يي ؟  له مسجدونو او مدارسو څخه  چې  دهیواد والو تنکي بچي  لاس تړلي  او توري  پټۍ په  سترګو ورتړلي کیږي دمرګ  او ژوند څرک  يي  څوک نشي  لګولای  او خپل  خپلوان يي  په هیڅ  ډول  له  حال  څخه  نشي  خبریدلای  تاته  معلومات  نشته  ؟  په  روز مره  توګه  چې  بې دفاع  ښځي  او ماشومان  په  بې  دریغه  وحشت  وژل  کیږي  او په شهادت  رسول کیږي  ته علم  نه پرې  لرې ؟  دیني  ارزښتونه ، قرآني  حکمونه ، نبوي  رواجونه ، چې په  سراسر د هیواد کې  تر پښو لاندي کیږي  ته  يي  نه  وینې ؟  په  مظلومو مسلمانو چې  شېبه  په  شېبه  د ځور او ازار ، ناقرارۍ ، ترخې  شیبې  تیریږي ، اودې ته  ورته  بې شمیره  پیښي  چې  بې توقف  په  بې ساري  توګه  تر اجراء  لاندي  نیول کیږي  ، ته  نه يي  پرې خبر چې  ستا په  همدې  هیواد کي  سپین ږیري ، ښځي او ماشومان  دغه ظالمانو ژوندي  ژورو څاهانوته  ونه غورځول ، دشپنیو چاپو په  مهال  دغه ظالمانو دکورو په منځ  کي چې دکورغړو به  په ژوندیو سترګو ورته کتل  دمور او پلار په  مخ کي يې  ددوی  بچي  په سپیو ونه خواړه ، په  برچو يي  ونه  وژل ، په  ډزو يي  ونه وژل ، دا بې انتها  دومره پراخ  ظلم  چې  د نړۍ په کچه  يي  ساری  نه تر سترګو کیږي  ددې  منحوس  ظالم  جاسوس په  مټ او وسیله  ترسره کیږي ، دکابل  د ګوډاګۍ کفر ساتي ادارې  استخبارات او منسوبین  ټول پکښي  ښکیل  دي ، نورالله  خان  په  خپلو د لائلو هڅه  کړې ده  چې  د دیني  ارزښتونو، او خدای پالونکو مسلمانو عالمانو، طالبانو، دیندار اوصالحو هیواد والو ښځو اوماشومانو مباشر قاتل  ګڼل  کیږي  نورالله  خان  کوشش  کړی  دی  چې  دا جنایتکار د حضرت  حاطب  په  ترازو وتلي او له مرګ  څخه  يي  خلاص  کړي  ، اوسنی جاسوس  دي ، دې  ته  زړه  نه  ښه  کوي  چې  حاطب  د حضرت  عمر  رضی  الله  عنه  له  توري  څخه  پیغمبر  صلی  الله  علیه  وسلم   وژغورو ، او  الله  جل جلاله  دده  ګناه  وبخښله ، نو زه  به  هم  له  مرګ  څخه  وژغورل  شم  ، دلته  ډېر لوی  واټن  شته ، له  یوه  لوري  الله  جل جلاله   د حاطب  دا عمل  په  غوڅه  توګه  په  سختو ټکو غندلی دی ، دویم   دا چې  حاطب   د پیغمبر  صلی  الله  علیه  وسلم  صحابي  وو ،  درې  یم   دا چې  هغه  د بدر  دغازیانو  په  قطار کې  شمیرل  شوی  شخص  وو ، د بدر غازیان  د پیغمبر  صلی  الله  علیه  وسلم   د ټول  امت  په کچه  د لوړي  مرتبې  خلګ  دي ، څلورم  دا چې  د وحی  په  وسېله  د هغه  په  زړه کې  د سپېڅلي  ایمان  شته  والی  پیغمبر صلی  الله  علیه  وسلم  ته کره  معلوم  وو ، له  همدې  امله  پیغمبر صلی  الله  علیه  وسلم  حضرت  عمر  رضی الله  عنه   د ده ، د سر  له  قلم  کولو څخه  منعه  کړ ، اوهمدا لامل ؤ چې پیغمبر صلی الله علیه  وسلم  حاطب  دمنافق  په  صفت  ونه  پیژانده .
همدا راز حضرت  فرات  بن  حیان  رضی  الله  عنه  له  هغه  وروسته  ده  له  رسول  الله  صلی  الله  علیه  وسلم  سره  په  ډیرو  غزاګانو کې  ونډه  واخیسته ، د رسول  الله  صلی  الله  علیه   له  وفات  څخه  وروسته  ده  ته  په  بحرین  کې  زمکه  ورکړل  شوه ، له  هغه  وروسته  بیا  د بغداد د کوفې  په  یوه سیمه  کې  میشت   شو  . د وحی  په  وسېله  د هغه  په  زړه کې  د سپېڅلي  ایمان  شته  والی  پیغمبر صلی  الله  علیه  وسلم  ته کره  معلوم  وو ، همدا لامل ؤ چې پیغمبر صلی الله علیه  وسلم  فرات  دمنافق  په  صفت  ونه  پیژانده .
 نورالله خان  چې  د امام  السرخسي  رحمه الله قول نقل کړی دی  چې د جاسوسۍ  له امله  دده ایمان  نه دی منقوض  د ډیرو فقهاؤ تر نیوکو لاندي .
  جاسوس  که  ځان   مسلمان  ګڼي  نو  د ده ، د جاسوسي  دا  ناوړه  عمل  د سپېڅلي  شرع  په  میزان  کې  په  دوه  ډوله  وېشل  شوی دی  :  
لومړۍ  :  که  جاسوس  له  کافرانو سره  خوا خوږي  لري  او کفر یې  خوښ  وي ، د همدې  چوپړ  په  مټ   په  اسلام  ، اسلامي  هیواد او مسلمانانو باندي  دهغو برلاس  کېدل  غواړي  ، نو په  دې  نیت  جاسوسي  کفر ده ، او څښتن  یې  مرتد ګڼل  کیږي  ، د الله  په  وړاندي  یې   ټول  نیک  اعمال  باطل  او بې  ارزښته  دي  .
دویم  :  که  جاسوس   له  کافرانو  سره  د خواخوږۍ  له  امله  نه  بلکي  له  کفر ، کافرانو او  د دوی  له  اعمالو څخه  په  عین  حال  کې  نفرت  او  کرکه  لري  ،  یوازي  د دنیوي  ګټو  د لاسته   را وړلو په  تمه   دا چوپړ  وهي  ، نو  جاسوسي  بیا  په  لوړه  کچه  ګناه  کبیره  ده ، څښتن  یې  مسلمان  ګڼل  کیږي  .
( عَنْ أَبِي بَرْزَةَ الْأَسْلَمِيِّ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَا مَعْشَرَ مَنْ آمَنَ بِلِسَانِهِ وَلَمْ يَدْخُلْ الْإِيمَانُ قَلْبَهُ لَا تَغْتَابُوا الْمُسْلِمِينَ وَلَا تَتَّبِعُوا عَوْرَاتِهِمْ فَإِنَّهُ مَنْ يَتَّبِعْ عَوْرَاتِهِمْ يَتَّبِعْ اللَّهُ عَوْرَتَهُ وَمَنْ يَتَّبِعْ اللَّهُ عَوْرَتَهُ يَفْضَحْهُ فِي بَيْتِهِ ) . ايسر التفاسر .حديث أبى برزة : أخرجه أحمد ، وأبو داود والبيهقى. وأخرجه أيضًا : ابن أبى الدنيا فى الصمت ، وأبو يعلى. وحديث البراء : أخرجه أبو يعلى وقال الهيثمى رجاله ثقات . وأخرجه أيضًا : ابن أبى الدنيا فى الصمت تعليق شعيب الأرنؤوط : صحيح لغيره وهذا إسناد حسن . وقال : الشيخ الألباني : حسن صحيح .
ژباړه  : حضرت  ابوبرزه  الاسلمي  رضی  الله  عنه  وویل  :  رسول  الله  صلی  الله  علیه  وسلم  ، وفرمایل  : اې  هغې  ډلې  چې  د ژبي  په  سر  مو اسلام  منلی دی  ، او د زړه  تل  ته  مو ایمان   نه  دی  ننوتلی  ، د مسلمانانو  غیبت   پریږدﺉ  ، او  د هغو  د پټو  رازونو پلټني  ( جاسوسي )  مه  کوﺉ  ، که  د دوی  د پټو  رازونو  پلټني  مو  پیل  کړې ، الله  به  ستاسي  د پټ  راز  پلټنه  وکړي  ، د هرچا  د راز  پلټنه  چې  الله  پیل  کړي  هغه  به  د خپل  کور  په  منځ  کې  رسوا  کړي  .   
د حنفي فقه  ښه جسیمه  برخه  احکام ، فتواوي  د متاخرینو فقها ؤ په نظر بنا دي، له دې  خبري څخه  څوک  انکار نشي کولای چې له هغوڅخه  یوه  برخه  د تعزیر تر عنوان  لاندي احکام دي ، د فقهاؤ له  رایه  سره سم  د تعزیر سزاګاني آن تر وژلو پوري غځیږي ، خو د مرګ  سزا  د جرم  د ډول ترلوی والي  او تکرار پوري  تړاو لري ، د فقهاؤ له  رایه  سره  په  تعزیرکي  د مرګ  سزا د امام  یا امیرالمؤمنین  رایي  ته سپارل شوي ده ، د امام  د صواب  مطابق  : اته (۸) ډول مجرمانوته  تعزیرا د مرګ  سزا ورکولای شي دبیلګي په توګه  دباغیانو اسیرانوته په دې  شرط  چې  شا ته  ددفاع  قوي  ډله ولري  دا احتمال  غالب  وي  چې  دفرصت  په  وخت  کې  بیرته  ستنیږي  او له  خپلي  ډلي  سره  یوځای  کیږي ، چې تردې عنوان  لاندي ،مکابرین ، ساحران ، شوکماران ، په یوصورت کې دمور یا پلارقاتلان ، تکراري  خناقان ، او د امریکایانو مسلمان  ډوله  جاسوسان، ځکه  په نیټه د (۷ / دکب / ۱۳۹۱) لمریزکال  د اسټرالیا هیواد خپلو ( ۸۰)  تنه  افغاني  مسلمان ډوله  جاسوسانو ته پناه ورکړه  ، په دې  اړوند د فقهاؤ صریح عبارات ډیر تفصلي دي  خو زه به  يي  په  لنډ  ډول ځینې کره عبارات  رانقل کړم  :    

  وَإِقَامَةُ التَّعْزِيرِ إلَى الْإِمَامِ عِنْدَ أبي حَنِيفَةَ وَأَبِي يُوسُفَ وَمُحَمَّدٍ وَالشَّافِعِيِّ وَالْعَفْوُ إلَيْهِ أَيْضًا … أَنَّ الْعَفْوَ إلَى الْإِمَامِ فَذَاكَ في التَّعْزِيرِ الْوَاجِبِ حَقًّا لِلَّهِ تَعَالَى بِأَنْ ارْتَكَبَ مُنْكَرًا ليس فيه حَدٌّ مَشْرُوعٌ . فصل في التعزير . البحر الرائق . والمبسوط للسرخسي , الجزء (9) ص ( 108) . رد المحتار , فرع : اقر علي نفسه بالدياثة  , ج (15) ص (249) .
ژباړه  : د امام  ابوحنیفه  ، ابویوسف ، محمد ، او امام  الشافعي  رحمهم الله  په  اتفاق  پرېکړه  کړې ده  چې  د تعزیر تطبیق  او عفوه  دواړه  د مسلمانانو دامام  واک  دی  ، عفوه  په  هغه  وخت  کې  کولای  شي  چې  تعزیر یوازي  په  حقوق  الله  کې  لازم  شوی  وي ، او هلته  په  شرع  کې  دهغه  لپاره  په  څرګنده  کومه  ټاکلې  سزا  وجود ونه  لري  .  
السِيَاسَة العَادِلَةٌ : تُخْرِجُ الْحَقَّ مِنْ الظَّالِمِ وَتَدْفَعُ كَثِيرًا مِنْ الْمَظَالِمِ وَتَرْدَعُ أَهْلَ الْفَسَادِ ، وَيُتَوَصَّلُ بِهَا إلَى الْمَقَاصِدِ الشَّرْعِيَّةِ لِلْعِبَادِ . معين الحكام فيما يتردد بين الخصمين من الأحكام . لِلْقَاضِي عَلَاءِ الدِّينِ الْأَسْوَدِ الطَّرَابُلُسِيِّ الْحَنَفِيِّ .
ژباړه  :  د عدل  په  سیاست  کې  له  ظالم  څخه  د مظلوم  حق  اخیستل  کیږي ، د ډیرو ظلمونو مخنیوی کیږي ، فساد خپرونکو ته  زجر  ورکول  کیږي ، د ده  په  مټ  مسلمانان   شرعي  مقاصد ( موخي )  تر لاسه  کولای  شي  .
مَطْلَبٌ يَكُونُ التَّعْزِيرُ بِالْقَتْلِ ( قَوْلُهُ وَيَكُونُ التَّعْزِيرُ بِالْقَتْلِ ) لَيْسَ فِيهِ تَقْدِيرٌ ( أَيْ لَيْسَ فِي أَنْوَاعِهِ ) بَلْ هُوَ مُفَوَّضٌ إلَى رَأْيِ الْقَاضِي ) وَعَلَيْهِ مَشَايِخُنَا زَيْلَعِيٌّ لِأَنَّ الْمَقْصُودَ مِنْهُ الزَّجْرُ ، وَأَحْوَالُ النَّاسِ فِيهِ مُخْتَلِفَةٌ . بَحْرالرائق .
ژباړه  :  علامه  ابن  نجیم  په  خپل  کتاب  بحرالرایق کې  تردې  عنوان  لاندي ، د چا په  وژلو هغه  ته  تعزیر  ورکول  لیکلي  دي ، چې  په  شرع  کې  تعزیر   ټاکلی  حد نه  لري ، دهغه  د ټولو انواعو اختیار  دقاضي  رایې  ته  سپارل  شوی  دی  ، دا له  دې  امله  ده  چې  له  تعزیر څخه  اصل  مطلب  زجر  ورکول  دي  د انسانانو حالات  یو له  بل  څخه  بېل  دي  .
یعني  د وخت  قاضی  به  د انسانو احوال  سنجوي  ، بیا به هغه  ته  داسي  سزا ټاکي  چې  دهغه  له  حال  سره  سمون   ولري  .   
مِنْ أُصُولِ الْحَنَفِيَّةِ : أَنَّ مَا لَا قَتْلَ فِيهِ عِنْدَهُمْ مِثْلَ الْقَتْلِ بِالْمُثْقَلِ وَالْجِمَاعِ فِي غَيْرِ الْقُبُلِ إذَا تَكَرَّرَ فَلِلْإِمَامِ أَنْ يَقْتُلَ فَاعِلَهُ ، ” وَمِنْ ذَلِكَ مَا سَيَذْكُرُهُ الْمُصَنِّفُ مِنْ أَنَّ لِلْإِمَامِ قَتْلَ السَّارِقِ سِيَاسَةً ” لِلْإِمَامِ قَتْلَ  … مَنْ تَكَرَّرَ الْخَنْقُ مِنْهُ فِي الْمِصْرِ قُتِلَ بِهِ سِيَاسَةً لِسَعْيِهِ بِالْفَسَادِ ، وَكُلُّ مَنْ كَانَ كَذَلِكَ يُدْفَعُ شَرُّهُ بِالْقَتْلِ ، ” … وَيُسَمُّونَهُ الْقَتْلَ سِيَاسَةً ،” ) . رد المحتار . والدرالمختار , والبحر الرائق شرح كنـز الدقائق زين الدين ابن نجيم الحنفي سنة الولادة 926هـ/ سنة الوفاة 970هـ . فتح القدير . ومجمع الأنهر في شرح ملتقى الأبحر ,عبد الرحمن بن محمد بن سليمان الكليبولي المدعو بشيخي زاده سنة الولادة / سنة الوفاة 1078هـ .
ژباړه  :  د احنافو د مذهب  له  عامو قواعدو څخه  یوه  قاعده  دا هم ده  چې  ځینې  هغه جرمونه  چې د دوی  د مذهب  د مقرراتو  په  چوکاټ  کې  هغه  ته  دمرګ  سزا نشي  ټاکله کېدای  ، د بېلګي  په  توګه  لکه  په  درانده  شي  باندي  چې  څوک  ووژني ، یا  پرته  له  فرج  څخه  په  مکرره  توګه  خپله  اړتیا پوره  کړي ، همدا  راز  په  مکرره  توګه  غلاته  دوام  ورکړي ، یا په  دوام  داره  توګه  انسانان  تښتوي  بیا یې  د غاړي  دټینګولو په  وسېله  ووژني ، دا ټول  هغه  جرمونه  دي  چې  عاملین  یې  په  زمکه  کې  فساد خپرونکي ګڼل  کیږي  ، که  دداسي  جنایت  کارانو په  خلاف   امام  دهغوی  د وژلو حکم  صادر کړ ، شرع  ده  ته  ددې  کړني  جواز  ورکړی  دی  ،  د شرع  په  اصطلاح  کې  دې  ته  سیاسة  ( تعزیرا) قتل  ویل  کیږي  .
قالوا لِكُلِّ مُسْلِمٍ إقَامَةُ التَّعْزِيرِ حَالَ مُبَاشَرَةِ الْمَعْصِيَةِ وَأَمَّا بَعْدَ الْمُبَاشَرَةِ فَلَيْسَ ذلك لِغَيْرِ الْحَاكِمِ . الفتاوى الهندية في مذهب الإمام الأعظم أبي حنيفة النعمان الشيخ نظام وجماعة من علماء الهند . فصل في التعزير جزء (2) ص (167) .  
ژباړه  : عالمانو حکم  کړی دی  ، د ګناه  د جریان  په  مهال ، هر  مسلمان  کولای  شي ، چې  تعزیر یې  کړي  ، او وروسته   له  جریان  څخه  یوازي  حاکمان  کولای  شي  چې  تعزیر  ور کړي  .
ولقد ذهب جماهير الفقهاء إلى جواز التعزير بالقتل في كل من لم يندفع فساده إلا بالقتل، وفي كل من تكررمنه الفساد ولم تردعه الحدود ولم تمنعه الزواجر، . موسوعة خطب المنبر . قال الزَّيْلَعِيُّ لو رَأَى الْإِمَامُ مَصْلَحَةً في قَتْلِ من اعتاده جَازَ له قَتْلُهُ ا هـ . البحر الرائق . وقد قال أبو يوسف صاحب أبي حنيفة إن التعزير بالقتل … صحيحا . فتاوى السبكي الامام أبي الحسن تقي الدين علي بن عبد الكافي السبكي سنة الولادة 683هـ/ سنة الوفاة 756هـ . جزء ( 2 ) صـ ( 593 ) .  
ژباړه  : عام  فقه پوهان  په  دې  رایه  دي  چې  تعزیر  آن  د یو چا  تر وژلو پوري  روادی ، دا حکم   ( د امام  له  لوري ) په  هغه  کس  جاري  کېدای  شي  چې  له  وژلو پرته  یې  په  بله  کومه  لاره  مخنیوﺉ  شونی  نه وي ، د بېلګي  په  توګه  لکه  کوم  کس  چې  په  تکرار  سره هغه  ګناه  کوي  ، له  دېنه  مخکې  زواجرو  حدودو  کوم  اغیز  پر  ونکړ ، چې  لاس  ترې  واخلي  .   
وَجَمِيعُ الْكَبَائِرِ وَالْأَعْوِنَةُ وَالسُّعَاةُ يُبَاحُ قَتْلُ الْكُلِّ وَيُثَابُ قَاتِلُهُمْ انْتَهَى . وَأَفْتَى النَّاصِحِيُّ بِوُجُوبِ قَتْلِ كُلِّ مُؤْذٍ ( والظاهر أن المراد المتعدي ضررها إلى الغير ) { ولو ردوا لعادوا لما نهوا عنه } وَفِي شَرْحِ الْوَهْبَانِيَّةِ : وَيَكُونُ بِالنَّفْيِ عَنْ الْبَلَدِ ، وَبِالْهُجُومِ عَلَى بَيْتِ الْمُفْسِدِينَ ، وَبِالْإِخْرَاجِ مِنْ الدَّارِ ، وَبِهَدْمِهَا . رد المحتار باب التعزير . والبحر الرائق شرح كنز الدقائق , زين الدين ابن نجيم الحنفي سنة الولادة 926هـ/ سنة الوفاة 970هـ . وحاشية رد المختار على الدر المختار جزء الرابع ص ( 214) . فصل في التعزير جزء الخامس . مطلب في حكم سب الذمي النبي صلى الله عليه وسلم . وفي مطلب يكون التعزير بالقتل . { الْخَنَّاقُ وَالسَّاحِرُ يُقْتَلَانِ إذَا أُخِذَا ؛ لِأَنَّهُمَا سَاعِيَانِ فِي الْأَرْضِ بِالْفَسَادِ } معين الحكام فيما يتردد بين الخصمين من الأحكام . جزء (2) ص (442)  في فَصْلٌ: فِي عُقُوبَةِ السَّاحِرِ وَالْخَنَّاقِ وَالزِّنْدِيقِ .
ژباړه  : د ګناه  کبیره  څښتنان ، ظالمان ، او د هغو مرستیا لان  ، او د فساد خپورولو لپاره  منډي  ترړي  وهونکي ، همدا  راز   زیان  رسونکی  په  دې  شرط  چې  مسلمانان یې له  ضرر څخه  خوندي  نه  وي ، همدا  راز په  شرح  وهبانیه کې  حکم شوی دی ، له هیواد څخه  شړل ، د فساد خپرونکي  په  کور یرغل  کول ، له  کلا شړل ، او دهغه کور  ورانول  ، ( دا ټولي  هغه  سزا  ګاني  دي  که  پاچا په  یقیني  توګه  په  دې  کې  د انسانانو اصلاح  وویني  نو حکم  یې  جاري  کولای  شي ) متاخرینو عالمانو د دوی  په اړوند پراخ  بنسټه  فتوی صادره  کړې ده ، چې  د دوی  په  خلاف  جګړه  روا  او په  وژلو یې  ثواب  مرتب  دی  ،  دوی  ټولو د دې  فتوی  او حکم  دلیل  دا ایت  وړاندي کړی  دی  {  إِنَّمَا جَزَاءُ الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الْأَرْضِ فَسَادًا أَنْ يُقَتَّلُوا … (33) } المائده  .
ژباړه  :  کوم  خلګ  چې  له  الله  او د هغه  له  رسول  سره  جنګیږي  ، او په  زمکه  کې  د دې  لپاره  منډي  ترړي  کوي  چې  فساد  را ولاړ کړي  ، د هغو سزا  دا ده  چې  ووژل  شي  .
 ( سُئِلَ ) فِي رَجُلٍ عَوَانِي مُفْسِدٍ غَمَّازٍ يَسْعَى فِي الْأَرْضِ بِالْفَسَادِ وَيُوقِعُ الشَّرَّ بَيْنَ الْعِبَادِ وَيُغْرِي عَلَى أَخْذِ الْأَمْوَالِ بِالْبَاطِلِ وَذَبْحِ الْعِبَادِ وَيُؤْذِي الْمُسْلِمِينَ بِيَدِهِ وَلِسَانِهِ وَلَا يَرْتَدِعُ عَنْ تِلْكَ الْأَفْعَالِ إلَّا بِالْقَتْلِ فَمَا حُكْمُهُ ؟ ( الْجَوَابُ ) : إذَا كَانَ كَذَلِكَ وَأَخْبَرَ جَمٌّ مِنْ الْمُسْلِمِينَ بِذَلِكَ يُقْتَلُ وَيُثَابُ قَاتِلُهُ لِمَا فِيهِ مِنْ دَفْعِ شَرِّهِ عَنْ عِبَادِ اللَّهِ تَعَالَى . تنقيح الفتاوى الحامدية جزء (2) ص (170) باب الردة والتعزير . قال وسألنا الشيخ أبا شجاع عنه فقال يباح قتله ويثاب قاتله اه  قوله ( وأفتى الناصحي الخ ) لعل الوجوب بالنظر للإمام ونوابه والإباحة بالنظر لغيرهم ط . حاشية رد المختار. مطلب يكون التعزير بالقتل .قوله ( عواني ) هو الساعي إلى الحاكم بالناس ظلما .
ژباړه  :  پوښتنه  وشوه  :  د داسي  کس  اړوند چې  د وخت  حاکمانوته  په  ناروا  لاره  جاسوسي  کوي ، خلګوته  په  سترګو کې   د شر  او فساد خپرولو  اشارې  کوي ، د انسانانو تر منځ  د جګړې  اور  ته  لمن  وهي  ، خلګ  هڅوي  چې  نور  انسانان  ووژني  او مالونه  یې  په  ناروا  لاره  ولکه  کړي  ، او مسلمانانو ته   د ژبي  او لاس  دواړو په  وسېله  ضرر  رسونکی  وي  ، له  دې  ناوړه  اعمالو په  هیڅ  ډول  لاس  نه اخلي ، له  وژلو پرته  بل  کوم علاج  یې  نه  تر سترګو کیږي  ، د داسي  کس  څه  حکم  دی  ؟  ځواب  چې  په  همدې  عمل اصرار  او قرار  ولري  ، او د سیمي  ګڼـــشمیر  اوسېدونکي ،  د ده  په  دې  ناوړه  اعمالو  شاهدي  ورکړي ، د دې  ځواب  داده  چې  ودي  وژل  شي ، وژونکی  به  یې ثواب  ومومي دا له  دې  امله  ده  چې  د خدای  بنده ګان  یې  د ده  له  شر څخه  وژغورل  .
فتاوی  تنقیح  حامدیه  . باب الردة  والتعزیر  .   

مفتي  محمدالیاس  ( یاسین) .

د نورالله خان  د لیکني  لینک (http://www.taand.com/news/id-38679/ )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x