fbpx

د (زه) احترام وکړﺉ

یوه سرټمبه د شیکسپیر یوه وینا یاده کړه او ویې ویل : داد انجیل یو ایت دی ، ډیل کارنګي ورته وویل : داسې نده داد شیکسپیر ویناده خو هغه نه منله ، په مجلس کې د شیکسپیر د ادب یو ماهر ناست و هغه ته یې خبره وړاندې کړه ، هغه ورته وویل : داد انجیل یو ایت دی ، او ډیل کارنګي ته یې پټ په غوږ کې وویل : دا دشیکسپیر د(هاملټ) لنډې کیسې نه راخیستل شوې ویناده خو سړي اوس سرټمبه کړی ده او ته یې کرامت ترپښو مه لاندې کوه . او د ډیل کارنګي هغه مشهوره وینا له دې پیښې سرچینه اخلې چې وایې : مجادله وګټه خو مقابل لوری وژغوره .

(أخرجه أبو داود،وحسّنه الألباني). یعني زه د جنت په اخري کې دهغه چا له پاره د کور ضمانت ورکوم چې که څه هم دی په حقه وي خو له جګړې تیرشي . 
په یوه بل حدیث کې راغلې دي : “مَن ترك المراء وهو محقٌّ، بنى الله له بيتاً في وسط الجنة”. (جامع الترمذي، وسنن ابن ماجه) یعني یوڅوک که څه هم په حقه وي خو جګړه پریږدي ، الله به دجنت په منځ کې کور ورته جوړ کړي . 

هرڅوک د شخصیت له ژغورني او ځان له درنښت (زه) سره طبیعي مینه لري او د دې میني په سمدستي اشاره سره د (زه) د ټپي کیدلو په صورت کې په انسان کې دغضب او غوسي ځواک په خوځښت شي ، او په غچ اخیستنه کې هرڅوک کوښښ کوي چې بالمثل او ورته غچ واخلي نو هغه دمقابل لوري د (زه) تجریح او سپکونې ته لاس وغځوي او په دې ځای کې ستونزه او شخړه وپړسیږي د حق او ناحق والې خبره شاته پاته شي او له هر یوه سره د ځان د درنښت او د (زه) د ژغورني فکر وي . 

بناء په هرډول بحث او دژوند په ټولو اړیکو کې دهر انسان د (زه) احترام لازم وبولئ څو مو سولییز حالت خوندي او متقابل احترام په ځای پاته شي .

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د