افغانستان

کندوز: خپلسرو وسله والو د ملي اردو يو سرتېری وژلی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۲۴مه، ۱۳۹۴ ل): په کندوزولايت کې خپلسرو وسله والو د ملي اردو يو سرتيری وژلی او له سیمې څخه په تېښته بريالي شوي دي.

د کندوز د خان اباد ولسوالۍ چارواکي وايي چې يو شمير خپلسرو و سله والو غوښتل چې ولسوالۍ ته له وسلو سره ننوځي خو په دروازه کې د ملي اردو د سرتېرو له لوري د وسلو کېښودو وويل شول چې هغوی يې غوښتنه ونه منله او په سرتېرو يې ډزې وکړې چې يو يې وواژه.

د خان اباد ولسوالۍ اجرائيه امر قدرت الله ساپي وويل چې د خپلسرو وسله والو په ډزو کې د ملي اردو يو عسکر وژل شوی او يو بل ولسي وګړی مرګونی ټپی شوی دي.

هغه زياته کړې چې له پېښې وروسته خپلسري وسله وال په تېښته بريالي شوي دي، خو د ګډو ځواکونو له لوري يې د نيولو هڅې کیږي.

د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل دی چې په کندوز کې خپلسري وسله وال کسان د ملي اردو يو سرتيری وژلی خو تر دې وړاندې يې ډيری ولسي خلک وژلي او ځورولي دي.

د کندوز چارواکي وايي چې د دغه ولايت په خان اباد او کلازال ولسواليو کې شاوخوا ۳۵۰۰ خپلسري وسله وال شتون لري خو تر دې وړاندې په ټول کندوز کې د خپلسرو وسله والو شمېر نږدې ۱۲ زره کسانو ښودل شوي وو، چې ټول يې په وسلو سنبال او په سيمه کې يې د ولسي خلکو سر او مال له ګواښ سره مخ کړی دی.

په کندوز کې خپلسري وسله وال هغه کسان دي چې په سیمه کې د پخوانيو او برحال قومندانانو کسان دي او د هغوی له لوري وسله وال شوي دي او غواړي چې په سيمه کې يې وساتي او د خپلو ګټو له پاره يې وکاروي.

تر دې وړاندې له کندوز ولايت څخه د خپلسرو وسله والو کسانو له لوري د ولسي خلکو د کورونو لوټولو او له ځان سره د ښځو بېولو په اړه هم راپورونه ورکړل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x