موږ او دوی !!

یو وخت چې مسلمانانو به دلمر اوسپوږمۍ دراتلونکي تندر حسابونه او وختونه معلومول ، جرمنیان او فرانسویان به لارو او کوڅو ته راووتل او نارې به یې وهلې څو هغه غوول وتښتوي چې لمر یې خوړلی دی .

هغه مهال اروپایانو فکر کاوه چې د جذام ناروغي دخدای غضب او عقاب دی ، او هغوی په فکري لحاظ دومره شاته پاته وو چې په کال 1313م کې پاچا فیلیپ امر صادر کړ چې د جذام ټول ناروغان په اور کې وسوځوﺉ او ټول یې وسوځول !! 

خو مسلمانانو په کال 707م کې په دمشق کې د جذام د ناروغانو له پاره ځانګړی روغتون جوړ کړی وو ، او د هر تو کم او هر مذهب د خلکو درملنه یې کوله . 

دا موږ او هغه دوی وو او اوس موږ ته راشه او دوی وګوره !! اوس دغوره سلف نا اهله خلف ته هرڅه ویجاړ او ناکاره پراته دي او په پلرونو له فخر او ویاړ پرته نور هیڅ لاسته راوړنې نه لري ، دیوه بل پښو وهلو ته مو شپه او ورځ یوه کړې ده ، دیوچا په غوره کار پټه خوله او په وړه تیروتنه یې په توبو ورسوو . الی الله المشتکي . 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د