نړۍ

د ترکيې ديار باقر کې د پوليسو پر مرکز موټربم چاودنه وشوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، مرغومي ۲۴مه، ۱۳۹۴ ل):د ترکيې ديار باقر ولايت کې د پوليسو پر مرکز خونړۍ چاودنې لږ تر لږه پنځه تنه ووژل او څلوېښت نور يې ټپيان کړل.

ترکي رسنۍ وايي، چې سويل ختيځ ولايت ديارباقر جينار ښار کې د پوليسو پر مرکز موتر بم بريد کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او څلوېښت نور ټپيان دي.

د جينار پوليس وايي، چې د چاودنې ځای ته مرستندوی ځواکونه رسېدلي او د ويجاړې شوې ودانې لاندې يې د بندو کسانو د ژغورلو هڅې کوي.

د ترکيې امنيتي چارواکو د چاودنې پړه پر کرديو ياغيانو اچولې ده، مګر د چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.

د ترکي رسنيو په وينا موټربم چاودنه د پوليسو مرکز په دروازه کې وشوه او د چاودنې له امله شاوخوا ودانيو ته هم زیان اوښتی.

په دې وروستيو کې کردمېشتې سيمې ديارباقر کې د ترکي ځواکونو او کردي ياغيانو تر منځ سختې جګړې شوي دي.

تېر کال هم د کردي ياغيانو د بريدونو او چاودنو له امله د ديار باقر ختيځ ډېرو سيمو کې په ګرځېدو بنديز لګېدلی و.

تېر يو کال راهيسې د کردانو په يوه چاودنه کې څوارلس ترکي پوځيان وژل شوي وو، بيا په يوه بله چاودنه کې هم شپاړس تنه وژل شوي وو او دواړه چاودنې د ديار باقر په ختيځ کې شوې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x