fbpx

د آل سعود کورنۍ ته دسلمان العوده لیک

 


د سعودي مشهور شیخ سلمان العوده پرون شپه په فیسبوک او ټویټر کې یو لیک خپور کړ ما پخپله هغه تعقیباوه څوک چې د سعودي له داخلي حالاتو معلومات لري هغه لیک رښتیا ډیر حیرانوونکی و ځکه شیخ عوده د سعودي په داخلي سیاست او په ځانګړې توګه د بندیانو په موضوع او دهغوی د حقوقو په اړ ه سختې خبرې کړې وې ، 

په سعودي هرډول مطبوعات د واکمني کورنۍ له خوښې پرته هیڅ هم نشې ویلی هلته د دوی له لورې ټول مطبوعات او انټرنیټ ترپوره څارنې او سانسور لاندې ده ، هلته له عامو بندیخانو پرته د استخباراتو ځانګړې بندیخانې دي چې هیڅ حکومتي اداره یا کومه بشري ټولنه یې پوښتنه نشې کولی ، 

زما په اند شیخ سلمان العوده چې خورا پیاوړی لیکوال او دخلیج په سیمه کې ستردیني عالم دی لومړی هغه کس دی چې د واکمني کورنۍ پر سیاست یې خوله چوله کړه ، د ده لیک پوره له احتیاط نه ډکده خو بیا هم هلته داستخباراتو او دهغو د ځانګړو بندیخانو په اړه څه ویل اسان کا رنده ، ځکه خو نن په انټر نیټي ویب پاڼو او مختلفو رسنیو کې د ده لیک ډیر شور جوړ کړی ده او مخالف او موافق یې سره اخته دي . خدای دي دشیخ ژوند خوندي کړي ، او الله دي د حق ویلو نور توفیق هم ورکړي . 

په لاندې اینک کې په عربي ژبه کې د
شیخ سلمان بن فهد العوده لیک دی : 

http://ow.ly/j2Q3C

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د